د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۱

نړیوالو ورځپانو بلخ کې د جرمني پر قونسلګرۍ د برید په اړه تبصرې کړي


د نړۍ یو شمېر چاپي رسنیو په مزارشریف کې د جرمني پر قونسلګرۍ د برید په اړه لیکنې کړې دي.

اینډپینډنټ ورځپاڼې په یوې لیکنې کې ویلي، طالبانو د افغانستان په یو ارام ښار کې برید وکړ.

د ورځپاڼې په وینا په بلخ ولایت کې له یوې موټري بمي چاودنې وروسته، د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک والټر شټاین مایر یوه ځانګړې امنیتي غونډه جوړه کړه.

اینډپینډنټ د طالبانو هغه ادعا هم راخیستې چې وايي، په بلخ کې یې دا بمي برید د هغې حملې انتقام و چې څه موده مخکې یې په کندز کې دوه دېرش کسان ووژل.

ګارډین:

د ګارډین بریتانوۍ ورځپاڼې، د دې پېښې په اړه لیکلي، په مزار شریف کې د جرمني قونسلګر ، روضې ته نږدې ده او شا او خوا یې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي.

د ورځپاڼې په وینا د جرمني د قونسلګرۍ شا او خوا دنګ دېوالونه جوړ شوي او په دې سیمه کې چاودنې پوښتنې پیدا کړي دي.

وال سټریټ ژورنال:

د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د جرمني د بهرنیو چارو د وزات د ویاند په حواله لیکلي چې ددې هېواد پر قونسلګرۍ له بمي برید وروسته په سیمه کې نښته شوې ده.

خو نوموړي په دې اړه جزئیات نه دي ورکړي چې ډزې د چا له خوا شوي او هدف یې څه و.

د پنجشنبې په شپه په دې برید کې شپږ تنه وژل شوي او تر سلو زیات نور ټپیان شوي دي.

نیوزویک:

د نیوزویک مجلې بیا بله موضوع څېړلې ده، د دې مجلې د یوې لیکنې سرلیک دی ولې جرمني او نور اروپايي هېوادونه غواړي چې زرګونه افغان کډوال وباسي ؟

مجله په پیل کې وايي، په افغانستان کې د طالبانو، داعش او نورو وسله والو ډلو موجودیت او فعالیت ته په پام اوس هم اروپايي هېوادونه په دې باور دي چې ډېر افغان پناه غوښتونکي دغلته د اقتصادي وضیعت د ښه کېدو لپاره ورغلي دي.

نو ځکه د پناه غوښتنې حق نه لري.

نیوزویک همدارنګه لیکي، د افغانستان او اروپا ترمنځ د توافق تر لاسلیک مخکې هم یو شمېر افغانان له اروپا ایستل شوي دي،

خو د افغان حکومت سره د نوي توافق پر بنسټ اروپايي ټولنه کولی شي چې په ګڼ شمېر کې افغانان په کم وخت کې خپل هېواد ته ستانه کړي.

د نیوزویک مجله د بشري حقونو د ډلو په حواله لیکي، دا یوه افتضاح ده چې افغان حکومت ومنله له اروپا د افغانانو د ایستلو په بدل کې بشري او پراخیتايي مرستې ترلاسه کړي.

د نیوزویک مجلې په وینا د بشري حقونو سازمان ویلي، دا اقدام د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو تیاره اړخ ښيي.

XS
SM
MD
LG