د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۲

ټرمپ د امریکا متحده ایالاتو د انتخاباتو ګټونکی شو

ډونالډ ټرمپ د ابتدایي نتایجو له مخې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشرۍ څوکۍ وګټله. ټرمپ د ویسکانسن ایالت په ...

ډونالډ ټرمپ ۷۰ کلن دی.

ډونالد ټرمپ

هغه د ۱۹۴۶ میلادي کال د جون په ۱۴مه په نیویارک ښار کې زېږېدلی دی.

ټرمپ د ۱۹۴۶ کال د جون په ۱۴مه نیویارک کې زېږېدلی دی.

هغه اوس د نړۍ له ډېرو بډایو خلکو ګڼل کېږي.

خو له دیارلس کلنۍ تر نوې ځواني ټرمپ د نیویارک په پوځي اکاډمي کې زده‌کړې کړي دي او بیا یې د پنسلوانیا له پوهنتونه په اقتصاد کې لسانس اخیستی دی.

ټرمپ: اقتصاد کې لېسانس اخیستی.

هغه په پخه ځواني کې د خپل پلار په څېر د ودانیو جوړولو او خرڅولو کار پیل کړ او په امریکا کې ډېرو خلکو د کازینوګانو، رسټورانټونو او دنګو ودانیو د جوړولو له امله پېژندلی و.

په نیویارک کې د ټرمپ ټاور په نوم ودانۍ يې یوه ښه بېلګه ده.

ټرمپ ټاور

د بري اول ګام‌یې ستر فکر کول او لوي فکر درلودل دی.

ډونالډ ټرمپ په خپلو دوو کتابونو «The Art of the Deal» او «The art of comeback» کې د تجارت په اړه خپله فلسفه توضېح کړې او دا نظر یې ډېر مشهور دی چې وايي «د بري اول ګام ستر فکر کول او لوی فکر درلودل دی.»

ټرمپ درې ودونه کړي.

ډونالډ ټرمپ درې ودونه کړي چې په خپل وخت کې یې ډېر شهرت ورکړ.

ایوانان زلنیچکوا، مارلاماپلس او د هغه اوسنۍ ښځه میلانیا ټرمپ د امریکا د مود او مطبوعاتو په ډګر کې ډېرې پېژندل شوې ښځې دي.

د هغه مېرمن میلانیا ټرمپ په خټه د سلووینیا او د نړۍ له پېژندل شویو موډلانو وه چې امریکا ته تر تګ وروسته‌یې له هغه سره واده وکړ.

ټرمپ ۵ اولادونه لري.

هغه پنځه اولادونه لري، درې زامن او دوې لورګانې.

ډونالډ ټرمپ په دولتي ادارو کې کار نه‌دی کړی او که د جمهوري ریاست ننني انتخابات وګټي ښايي د امریکا په تاریخ کې اول ولسمشر وي چې کله‌یې هم سیاسي مقام نه‌درلود.

هېلري کلېنټن د ۱۹۴۷ میلادي کال د اکټوبر میاشتې په ۲۶مه د امریکا په ایلینوي ایالت په شیکاګو ښار کې زېږېدلې ده.

هېلري کلېنټن د ۱۹۴۷ کال د اکټوبر میاشتې په ۲۶مه زېږېدلې ده.

هېلري په ماشومتوب کې د خپلو ښوونکو ګرانه زده‌کونکې وه او تل‌یې په ښوونځي کې لوړې نمرې اخیستې.

هغه په اووبازي او بېسبال کې هم تکړه وه او غوښتل‌یې چې استرونات یا فضانورده شي.

خو راتلونکي د هغې لپاره بل پلان درلود.

هېلري کلېنټن اوس ۶۹ کلنه او د امریکا د جمهوري ریاست له ۴۵ منتخبې دورې لږ واټن لري.

هېلري کلېنټن اوس ۶۹ کلنه ده.

​هغه له ۱۹۶۸ میلادي کال راهیسې د ډموکراټ ګوند غړیتوب لري.

هغې د امریکا په ولسلي کالج او یېل پوهنتون کې زده‌کړې کړي او په حقوقو کې یې دوکتورا اخیستې ده.

هېلري کلېنټن په حقوقو کې دوکتورا اخیستې ده.

​هېلري کلنټن په ۱۹۷۵ میلادي کال کې له خپل ټولګیوال او ګوندي ملګري بل کلېنټن سره واده وکړ.

د امریکا پخوانی ولسمشر بل کلېنټن.

هېلري په ۱۹۷۵ کال کې له خپل ټولګیوال بل کلېنټن سره واده وکړ.

بل کلېنټن د امریکا ۴۲م ولسمشر و.

هېلري او بل یوه لور لري چې چلسي نومېږي او دوه‌یې لمسیان دي.

هېلري کلېنټن د امریکا په تاریخ کې اوله ښځه ده چې د جمهوري ریاست لپاره په انتخاباتو کې يې دومره پرمختګ وکړ چې په دوو وروستیو عمده کاندیدانو کې وګڼل شوه.

که چېرې ټاکنې وګټي، په امریکا کې به لومړۍ ښځه ولسمشره وي.

په امریکا کې تاریخي انتخابات روان دي.

د نیویارک ډېر اوسېدونکي د رأیو د مرکزونو له پرانیستل کېدو سره سم له کورونو ووتل او د رأیې اچولو مرکزونو ته‌یې کتارونه جوړ کړل.

د نیویارک ښار اوسېدونکي جینیفر چاپمن روېټرز خبري اژانس ته وویل، زه هېلري کلېنټن ته رأیه ورکوم ځکه زه په اقلیتونو کې دوستان لرم، زما دوستان همجنسګرایان دي او د ډونالډ ټرمپ خبرو ځورولې یم.

د دې ښار يو اوسېدونکي انجلو باریتو روېټرز ته ویلي، تر بل هر وخت، زه اوس زیات باور لرم چې هېلري کلېنټن ته رأیه ورکوم.

د مرکزونو له پرانیستل کېدو سره سم له کورونو ووتل او د رأیې اچولو مرکزونو ته‌یې کتارونه جوړ کړل.
د مرکزونو له پرانیستل کېدو سره سم له کورونو ووتل او د رأیې اچولو مرکزونو ته‌یې کتارونه جوړ کړل.

هغه د ډونالډ ټرمپ په پرتله ډېره منطقي او د ثابت نظر خاونده ده، ډونالډ ټرمپ ډېرې خبرې او اشارې کوي خو ثبوت نه‌شي وړاندې کولائ، البته، یوه مسئله‌یې د مالیې د ورقونو څرګندول دي.

ما له هغه لاس ومینځه نو هېلري سره ملګری شوم، دا به زما په ژوند کې د امریکا اوله ښځه ولسمشره وي نو هیله لرم چې داسې به وشي.

هېلري کلېنټن او د هغې خاوند بل کلېنټن خپل کور ته نېږدې د رأیو مرکز ته ولاړل او رأیې یې واچولې، هغې په دې مرکز کې خلکو ته وویل:

"زه ډېره زیاته خوشاله یم، بې‌حده خوشاله یم، په دې ټاکنو کې د ګډون احساس د بیان وړ نه‌دی ځکه ډېر زیات خلک د دې انتخاباتو پایلې ته منتظر دي."

ډونالد ټرمپ او ښځې یې میلانیا د رأیې ورکولو لپاره د نیویارک ښار په منهاتن سیمه کې د رأیو ورکولو یوه مرکز ته تللي وو او هلته‌یې راغونډو شویو خلکو ته وویل:

"اوس هر څه سم او ډېر ښه برېښي، نن ورځ په زړه پورې ده، زه له تاسو مننه کوم."

د ټرمپ له ورتګه سره د دې مرکز دباندې د سلو تنو یوې ډلې د "نیویارک له تاکرکه لیرې" شعارونه ورکړل خو یو شمېر پلویانو یې د ملاتړ نارې وهلې.

د امریکا خلک به نن خپل ۴۵ م ولسمشر یا ولسمشره وټاکي.

یو شمېر ایالتونو کې ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي.
یو شمېر ایالتونو کې ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي.

د امریکا په یو شمېر ایالتونو کې ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي او اضافي پولیس د رأیو د مرکزونو د امنیت ټینګولو لپاره په دندو ګومارل شوي دي.

د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو پایلې به د کابل په وخت د چهارشنبې د سهار په نهه نیمو بجو چې د واشنګټن په وخت د شپې دولس بجې کېږي، اعلان شي، د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو ګټونکی یا ګټونکې به د ۲۰۱۷ میلادي کال د جنورۍ په شلمه د خدمت لوړه کوي او له همدې ورځې به په سپنیه ماڼۍ کې کار پيلوي.

د امریکا جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره د رأیو مرکزونه به د دې هېواد په شپږو ایالتونو جورجیا، وېرجینیا، جنوبي کارولینا، ویرمونت، کنتاکي او اندیانا کې په راتلونکو څلورو ساعتونو کې وتړل شي.

په دې ایالتونو کې د رأیو مرکزونه د واشنګټن په وخت د سهار په شپږ بجو پرانیستل شوي وو او د ماښام په اوو بجو به چې د کابل په وخت د سهار څلور نیمې بجې کېږي، وتړل شي، تر دې وروسته به د رأیو د شمېرنې ابتدايي پایلې څرګندېږي.

د امریکا په مختلفو ایالتونو کې د رأیو مرکزونه د ساعت د توپیر له کبله په بېلابېلو وختونو کې بندېږي.

د بېلګې په ډول، د کالفورنیا په ګډون د امریکا په لوېدیځ کې به په پرتو ایالتونو کې د رأیو مرکزونه د واشنګټن په وخت د شپې په یولس بجو چې د کابل په وخت د سهار یولس نیمې بجې کېږي، وتړل شي.

اوباما: هېلري به انتخابات وګټي.
اوباما: هېلري به انتخابات وګټي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما چې د هېلري کلېنټن په ګټه‌یې کمپاین کړی، خوشبیني څرګنده کړې چې هېلري به انتخابات وګټي.

بارک اوباما وویل، څو چې د امریکا خلک د رأیو مرکزونو ته ځي، موږ به ښه کار کړی وي، که مو رأیه نه‌وي ورکړې، له کورونو ووځئ او رأیې ورکړئ.

په امریکا کې تاریخي انتخابات روان دي، لږ تر لږه ۴۵ میلیونه د رأیې ورکولو په شرایطو برابرو امریکایانو د پوستې له لارې خپلې رأیې ورکړې دي، خو بیا هم د امریکا په بېلابېلو ایالتونو کې خلک ډلې – ډلې د رأیو ورکولو مرکزونو ته ولاړل او دا بهیر لا روان دی.

د نیویارک ډېر اوسېدونکي د رأیو د مرکزونو له پرانیستل کېدو سره سم له کورونو ووتل او د رأیې اچولو مرکزونو ته‌یې کتارونه جوړ کړي.

د نیویارک ښار اوسېدونکي جینیفر چاپمن روېټرز خبري اژانس ته وویل، زه هېلري کلېنټن ته رأیه ورکوم ځکه زه په اقلیتونو کې دوستان لرم، زما دوستان همجنسګرایان دي او د ډونالډ ټرمپ خبرو ځورولې یم.

د دې ښار يو اوسېدونکي انجلو باریتو روېټرز ته ویلي، تر بل هر وخت، زه اوس زیات باور لرم چې هېلري کلېنټن ته رأیه ورکوم.

د مرکزونو له پرانیستل کېدو سره سم له کورونو ووتل او د رأیې اچولو مرکزونو ته‌یې کتارونه جوړ کړل.

هغه د ډونالډ ټرمپ په پرتله ډېره منطقي او د ثابت نظر خاونده ده، ډونالډ ټرمپ ډېرې خبرې او اشارې کوي خو ثبوت نه‌شي وړاندې کولائ، البته، یوه مسئله‌یې د مالیې د ورقونو څرګندول دي.

ما له هغه لاس ومینځه نو هېلري سره ملګری شوم، دا به زما په ژوند کې د امریکا اوله ښځه ولسمشره وي نو هیله لرم چې داسې به وشي.

هېلري کلېنټن او د هغې خاوند بل کلېنټن خپل کور ته نېږدې د رأیو مرکز ته ولاړل او رأیې یې واچولې، هغې په دې مرکز کې خلکو ته وویل:

"زه ډېره زیاته خوشاله یم، بې‌حده خوشاله یم، په دې ټاکنو کې د ګډون احساس د بیان وړ نه‌دی ځکه ډېر زیات خلک د دې انتخاباتو پایلې ته منتظر دي."

ډونالد ټرمپ او ښځې یې میلانیا د رأیې ورکولو لپاره د نیویارک ښار په منهاتن سیمه کې د رأیو ورکولو یوه مرکز ته تللي وو او هلته‌یې راغونډو شویو خلکو ته وویل:

"اوس هر څه سم او ډېر ښه برېښي، نن ورځ په زړه پورې ده، زه له تاسو مننه کوم."

د ټرمپ له ورتګه سره د دې مرکز دباندې د سلو تنو یوې ډلې د "نیویارک له تاکرکه لیرې" شعارونه ورکړل خو یو شمېر پلویانو یې د ملاتړ نارې وهلې.

د سلو تنو یوې ډلې د "نیویارک له تاکرکه لیرې"شعارونه ورکړل.
د سلو تنو یوې ډلې د "نیویارک له تاکرکه لیرې"شعارونه ورکړل.

د امریکا خلک به نن خپل ۴۵ م ولسمشر یا ولسمشره وټاکي.

یو شمېر ایالتونو کې ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي.

د امریکا په یو شمېر ایالتونو کې ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي او اضافي پولیس د رأیو د مرکزونو د امنیت ټینګولو لپاره په دندو ګومارل شوي دي.

د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو پایلې به د کابل په وخت د چهارشنبې د سهار په نهه نیمو بجو چې د واشنګټن په وخت د شپې دولس بجې کېږي، اعلان شي، د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو ګټونکی یا ګټونکې به د ۲۰۱۷ میلادي کال د جنورۍ په شلمه د خدمت لوړه کوي او له همدې ورځې به په سپنیه ماڼۍ کې کار پيلوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG