د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۰

ایا خاوند د مېرمنې د وهلو حق لري؟


په نننۍ خپرونه کې پر دې خبرې کوو چې یو شمېر نارینه د خپلې مېرمنې وهل د ځان حق ګڼې او دومره یې وهي چې حتی لاس او پښې یې ورماتوي، دا موضوع مو له مختلفو اړخونو نه څېړلې ده او په خپرونه کې به د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون یوه ماده هم واورئ.

زموږ په ټولنه کې په ډېری کورنیو کې د ښځو وهل او ډبول عادي چاره بلل کېږي او تر ډېره نارینه د مېرمنې وهل د ځان حق ګڼي، له پخوا نه د خلکو ترمنځ داسې اصطلاحات موجود دي چې وایي ښځه باید ووهل شي، یا وایي ښځه منګی نه ده چې ماته به شي له وهلو یې دریغ مه کوئ یا داسې هم وایي چې ښځه داسې ده لکه اس چې که قیزه یې ټینګه ونه نیسې سرباسي او له واکه دې وځي او دې ته ورته په لسګونه نورې خبرې..

د پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:12:10 0:00
مستقیم لېنک

جوړوونکې:مسعوده نیازۍ

XS
SM
MD
LG