د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۹

د افغانستان د مسایلو په اړه د یو شمېر نړیوالو ورځپاڼو تبصرې


یو شمېر لویدیځو ورځپاڼو په خپلو وروستیو ګڼو کې په کندز کې د ملکیانو او امریکايي سرتېرو د وژل کېدو او همداراز په افغانستان کې د فساد په اړه مطالب لیکلي دي.

وال سټریټ ژونال:

وال سټریټ ژورنال لیکلي چې په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو عمومي قوماندان ویلي چې د امریکايي سرتېرو له مرګ ژوبلو سره سره دا هېواد ژمن دی چې له خپلو افغان ملګرو دفاع وکړي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې بیا په یوه بل مطلب کې لیکلي چې په نړۍ کې یو هېواد دی چې تر ټولو ډېر افغانان مني هغه په خپله افغانستان دی.

د نیویارک ټایمز په خبره د روان میلادي کال تر پایه یو نیم میلیون افغان کډوال هېواد ته راځي چې په منځ کې یې ثبت شوي کډوال هم شامل دي او په زور خپل هېواد ته لیږل کیږي.

په پاکستان او ایران کې په سلګونه زرو افغان کډوالو باندې د ورځ تر بلې فشارونو زیاتوالی د دې لامل شوی چې د ورځپاڼې په خبره لکونه افغانان خپل هېواد ته ستانه شي او دا ثبات هم متزلزل کولای شي.

ځکه چې خیریه بنسټونه د هغوی د ستونزو د هواري لپاره کافي پيسې نه لري او کډوال هم له یوه اندازه کمو پیسو پرته چې هېواد ته له ستنیدو سره یې ترلاسه کوي نور هېڅ هم نه لري.

ګارډين:

د بریټانیا چاپ ګارډین ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې اداري فساد ساري ناروغي بللې او ویلي یې دي چې له امله یې په افغانستان کې میلیاردونه ډالره ضایع شوي دي.

د ګارډین په خبره په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګېدو وروسته له افغانستان سره لسګونه میلیارده ډالره مرسته وشوه.

ګارډین وايي، دا پيسې د سولې او ثبات د راتلو او د دولتي او عامه ادارو د پياوړي کولو او بیا رغولو لپاره ځانګړې شوې وې خو ډېره برخه یې ضایع شوې ده.

د ورځپاڼې په باور مرسته کوونکي هېوادونه تل په افغانستان کې له اداري فساده شکایت کړی دی خو هیڅکله یې دا مرستې مشروطې کړې نه دي.

یعنې دغو هېوادونو باید د خپلو مرستو د دوام لپاره شرط اېښی وای چې افغان حکومت باید له اداري فساد سره په جدي توګه مبارزه وکړي.

ګارډین لیکلي که څه هم طالبانو روان کال تر بل هر وخته ډېرې سیمې ونیولې او داعش ډله هم فعاله ده خو کوم ګواښ چې اداري فساد رامنځته کړی دی د دغو دواړو ډلو په نسبت زیات دی او که یې مخه ونه نیول شي زیان به یې نه جبرانیدونکی وي.

XS
SM
MD
LG