د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۶

دنیا: هوایي بریدونه نشي کولای د خلکو ژوند خوندي کړي


کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل ډېر مطالب او تبصرې په افغانستان کې وروستیو ملکي تلفاتو او په دې اړه توندو غبرګونونو ته ځانګړي کړي دي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي چې امریکایانو په کندز ولایت کې یوځل بیا لوی جنایت ترسره کړ.

په مطلب کې د عیني شاهدانو له قوله راغلي چې په کندز کې وروستۍ بمباري د بې ۵۲ طیارې په واسطه شوې او ستر بشري ناورین یې رامنځ ته کړ.

د مطلب لیکوال ویلي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون په دې پېښه کې ۵۵ تنه ملکي مړه او ټپیان شوي.

د مطلب لیکوال د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي له قوله ویلي چې د امریکایي ځواکونو دا جنایت غندي او د مخنیوي لپاره یې باید د بهرنیو ځواکونو بمبارۍ په دې هېواد کې یو مخ بندې شي.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې هم په دې اړه یوه تحلیلي مطلب کې ویلي چې د بهرنیو ځواکونو د جنایتونو په اړه د حکومت د سکوت تګلاره به ولسي غبرګونونه را وپاروي.

په دې اړه مطلب کې د څېړونکو له قوله ویل شوي چې حکومت د بهرنیو ځواکونو د جنایتونو پر وړاندې ځکه غږ نشي پورته کولای چې د مشروعیت سرچينه یې بهرنیان دي.

دې ورځپاڼې په یوه جلا مطلب کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په حواله ویلي چې پر کلیو او بانډو دې هوایي بریدونه سملاسي بند شي.

سرنوشت خپله سرمقاله هم همدې موضوع ته ځانګړې کړې او لیکلي یې دي چې امریکایي وحشت او ذلیل حاکمیت.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې هم په خپل لومړي مخ کې په یوه مطلب کې لیکلي چې ولسمشر غني د کندز د خونړۍ پېښې د ارزیابۍ لپاره پلاوی ګمارلی دی.

په مطلب کې راغلي چې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني پر ملکي تلفاتو سخت خواشینی دی او چارواکو ته یې لارښوونه کړې چې د عملیاتو پرمهال ملکي وګړو ته دې ډېر پام وکړي.

هېواد په یوه جلا مطلب کې د بخښنې د نړیوال سازمان په قول ویلي چې د کندز له قربانیانو سره دې باید عدالت وشي.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د امریکایانو لخوا پر ملکي وګړو بمباري دوام لري.

سرمقاله لیکونکي ویلي چې په کندز کې د بهرنیو ځواکونو په بمبارۍ کې د شاوخوا دیرش تنو ملکي وګړو وژنه لویه غمیزه ده او د لیکوال په باور دا پېښه نه لومړنۍ ده او نه به هم وروستۍ وي.

د سرمقالې د لیکوال په خبره هوایی بریدونه نشي کولای د خلکو ژوند خوندي کړي او افغان حکومت په تېره ولسمشر باید په دې خبره پوه شي او بهرنیو ځواکونوته د بمبارۍ اجازه ورنه کړي.

نسیم شفق.

XS
SM
MD
LG