د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۴

ځوانان ولې په ټولنیزو شبکو کې ډېر مصروف شوي؟ 


ټولنیزې شبکې چې اوس مهال یې ډېر ځوانان مصروف کړي، ورځ تر بلې زیاتېږي.

په افغانستان کې یې مشهورې فېسبوک، ټوېټر او انسټاګرام دي.

ټولنیزې شبکې خلکو ته دا زمینه برابروي چې بې له سانسوره خپله خبره وکړي، د مهمو پېښو خبرونه له خلکو سره شریک کړي، انځورونه او وېډیوګانې خپرې کړي، نوي ملګري پيدا کړي او له خلکو سره په لیکلې او غږیزه بڼه خبرې وکړې.

دغه شبکې ورځ تر بلې نوې اسانتیاوې رامنځ ته کوي چې مینه وال او کارونکي یې ‌ډېر شي.

همدې اسانتیاوو ته په کتو سره اوس ډېر ځوانان ټولنیزو شبکو ته ورمات شوي او خپل ډېر وخت هلته تېروي، ځیني خو یې په استعمال کې تر دې حده افراط کوي چې ډېر وخت خپل کارونه او درسونه ورته پرېږدي، خو په ټولنیزو شبکو کې غېرحاضري نه کوي.

هغه ځوانان چې ټولنیزې شبکې ډېرې کاروي، یو وخت پرې روږدي شي او بیا که د لږ وخت لپاره هم له ټولنیزو شبکو لرې شي، د ارامۍ احساس نه کوي، ځکه دوی د حقیقي شخصیت پر ځای هغه شخصیت ته ډېر ژمن وي چې په ټولنیزو شبکو کې یې لري.

تاندې څانګې پر فېسبوک وڅارئ: facebook.com/TandySangy

دا او د ازادي راډيو نورې خپرونې پر دې انټرنټي ادرس هم موندلی شئ:pa.azadiradio.com

او د همایون هېواد پر دې برېښنالیک پته د دې خپرونې په اړه نظرونه راسره شریکولی شئ: hewadm@rferl.org

یادونه: "تاندې څانګې" د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې همایون هېواد جوړوي، دا خپرونه هره شنبې د دوه بجو او د سې شنبې په سهار د ۱۰ بجو په خپرونه کې خپريږي.

د تاندې څانګې دغه بشپړ خپرونه د غږ تڼۍ په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:11:56 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG