افغانستان
د هلمند ناوې ولسوالۍ کې ماين چاودنې يوه ښځه وژلې

د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د ماين په چاودنه کې يوه ښځه وژل شوې او پنځه نور ملکيان ټپيان شوي دي.
د هلمند چارواکي وايي، د ملکيانو يو موټر نن سهار د ناوې ولسوالۍ په "عينک" سيمه کې د دولت د وسلوالو مخالفانو له خوا پر ځاى پر ځاى شوي ماين وربرابر شو چې په نتيجه کې يې د موټر سورلۍ ته مرګ-ژوبله واوښته.
ويل شوي چې په ټپيانو کې دوه ماشومان هم شامل دي.
د هلمند والي حيات اله حيات په يوه اعلاميه کې دغه پېښه غندلې او ټپيانو ته يې د عاجلې روغتيا دعا کړې ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، د اروپايي ټولنې په بسپنو یې د سلګونه زره افغانانو ملاتړ کړی دی

د کډوالۍ نړیوال سازمان IOM وایي، د اروپایي ټولنې د سخاوتمندانه بسپنو پرمټ یې په افغانستان کې د سلګونه زره زیانګالو کسانو لاسنیوی کړی دی.
د افغانستان لپاره د دې سازمان څانګې نن (د کب ۲۵مه) په خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې په دې هیواد کې د اروپایي ټولنې د مدني خوندیتوب او بشري مرستو د چارو د مشر فرانسوا ګومانز یو بیان خپور کړې دی چې وايي، د اروپایي ټولنې بشري مرستو IOM ته دا امکان برابر کړی دی چې په افغانستان کې د ژوند ژغورنې فعالیتونو ته دوام ورکړي او د سلګونو زرو هغو افغانانو چې مرستو ته سخت اړدي، لاسنیوی وکړي.
په بیان کې تر ټولو ډېر زیانګالي افغانان چې بیړنۍ او نورې مرستې یې ترلاسه کړي، بیرته راستانه شوي کډوال او د زلزلې له امله زیانمن شوي کسان ښودل شوي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان د دغو افغانانو شمیر نژدې دوه لکه کسان ښودلی او ویلي یې دي چې ورسره د شویو بیړنیو او د خوندیتوب د نورو مرستو هدف دادی چې له دوی سره د باعزته ژوند په رغولو کې مرسته وکړي.
افغان سوک وهونکی زکریا زماني له خپل روس سیال سره مخامخ کېږي

ټاکل شوې ده چې افغان سوک وهونکی محمد زکریا زماني نن له خپل روسي سیال سره مخامخ شي.
نوموړي پر خپله فیسبوک پاڼه کې هیله څرګنده کړې چې د روژې د مبارکې میاشتې په دې شپه به د افغانستان لپاره یوه لویه بریا ترلاسه کړي.
دا مسابقه د ایرو ایشا اتلولۍ د سیالیو په ترڅ کې کیږي. د سوک وهنې دا لوبه لس پړاوونه (رونډونه) لري چې هر یو یې درې دقیقې دوام کوي.
ښاغلي زماني مخکې ویلي و، چې دی به د دریو روسي سوک وهونکو له ترټولو غوره سوک وهونکي سره چې لس پرله پسې سیالۍ یې ګټلي، مخامخ شي. په خپله زماني تراوسه ۱۱ مسابقې ترسره کړي چې اته یې ګټلې دي.
د طالبانو حکومت د تاجکستان او قرغزستان ترمنځ د ګډو پولو د موافقې هرکلی کړی

د طالبانو حکومت د تاجکستان او قرغزستان ترمنځ د پولې د ترسیم د تړون هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا تړون به په منځنۍ آسیا کې د دوامداره سولې او همکارۍ یو نوی څپرکی پرانیزي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن شنبې (د کب ۲۵مه) په یوه خبرپاڼه کې چې د دې وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد پر خپله ایکس پاڼه خپره کړې دغه تړون، د دواړو هیوادونو ترمنځ د متقابل باور د پیاوړتیا پرلور یو مثبت ګام بللی او ویلي یې دي چې د دوی ترمنځ د اوږدمهالي اختلاف د هواري، د سیمې د ثبات او اقتصادي ودې لپاره به لاره پرانیزي.
د طالبانو حکومت د منځنۍ آسیا د دغو هیوادونو ترمنځ د شوي تړون هرکلی داسې مهال کوي چې له دوشنبې سره یې اړیکې ترینګلي ښکاري.
د تاجکستان او قرغزستان د ګډو پولو د ترسیم په اړه دا تړون د تیرې پنجشنبې په ورځ د قرغزستان په پلازمینه بشکیک کې د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان د سفر پرمهال د کوربه هیواد له ولسمشر صدر جباروف ترمنځ لاسلیک شو.
د دواړو هیوادونو ترمنځ د شاوخوا ۹۸۰ کیلومتره اوږدې پولې په اوږدو کې د لانجمنو سیمو پرسر له نژدې ۲۳ کلونو راهیسې خبرې روانې وې.
په سرحدي سیمو کې له دوو خونړیو نښتو وروسته چې د ۲۰۲۱ کال په اپریل او د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر میاشتو کې وشوې او په نتیجه کې یې له سلو زیات کسان ووژل شول او په سلګونو کورونه ویجاړ شول، د دواړو هیوادونو ترمنځ ټولې پولې تړل شوي او ترمنځ یې اړیکي ځنډول شوي وو.
یو تازه راپور افغانستان هغه هېواد بولي چې وګړي یې د جدي جنایتونو له ګواښ سره مخ دي

د خوندیتوب لپاره د نړیوال مسولیت مرکز (GCRP) افغانستان د هغو هیوادونو په ډله کې راوستی دی چې وګړي یې د ډله ییزې وژنې، جنګي او د بشریت ضد جنایتونو په ګډون د جدي جنایتونو له خطر سره مخ دي.
د دې مرکز په راپورکې چې پرون جمعه (د مارچ ۱۴مه) خپور شو، د هغو هېوادونو وضعیت څیړل شوی چې د دې ډول ظلمونو له خطر سره مخامخ دي او شمیر یې اتلس ښودل شوی دی.
په راپور کې راغلي دي چې افغانان د طالبانو د ادارې له خوا په منظم ډول د خپلو حقونو له سرغړونو سره مخ دي.
دې مرکز سپارښتنه کړې چې طالبان دې ټولو نړیوالو مسؤلیتونو ته درناوی وکړي، د بشري حقونو سرغړونې دې ودروي او ملګري ملتونه دې په نړیوالو محکمو باندې ډیپلوماتیک او قانوني فشار زیات کړي.
همدارنګه ویل شوي چې د افغانستان ګاونډي هیوادونه دې د افغان کډوالو په زور ایستل ودروي اوله طالبانو سره د هرډول اړیکو په عادي کولو کې دې بشري حقونو ته د درناوي موضوع په پام کې ونیسي.
د طالبانو حکومت چې څه د پاسه درې نیم کاله مخکې پر افغانستان واکمن شو، تراوسه د نړۍ هیڅ یوه هیواد په رسمیت نه دی پیژندلی. د دوی د حکومت د په رسمیت پیژندلو په وړاندې یوعمده خنډ د افغانستان د وګړو له بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځواو نجونو د زده کړې، کاراو د ټولنې په ټولو برخو کې د ښځو د فعال ګډون له حقونو څخه سرغړونې بلل کیږي.
د پاکستان پوځ د بلوچستان د ولجه شوي اورګاډي د تلفاتو جزییات روښانه کړل

د پاکستان پوځ وايي چې په بلوچستان ایالت کې له ولجه شوي ریلګاډي څخه یې ۳۵۴ مسافر ژغورلي دي.
د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري د جمعې په ورځ وویل چې د ترهګرو پرضد د عملیاتو پرمهال ۲۶ مسافر چې ۱۸ یې امنیتي سرتېري وو، او همداراز ۳۳ ترهګر وژل شوي دي.
بلوڅ ازادي بښونکي پوځ( بي ایل اې) چې د امریکا متحد ایالتونه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پيژني، ویلي دي چې دوی اسلام اباد ته ۴۸ ساعتونه وخت ورکړی و، چې د دوی بندیان خوشې کړي خو دا کار ونه شو نو ځکه دوی ټول ۲۱۴ برمته پوځیان ووژل.
( بي ایل اې) د عملیاتو پرمهال د خپلو دولسو وسله والو وژل کیدل هم تایید کړي دي.
ازادو سرچینو لا تر اوسه د دې وړاندې شویو شمیرو پخلی نه دی کړی.
تیره اونۍ سې شنبې د بلوچستان په بولان سیمه کې د بلوڅ بېلتونپالو وسله والو یو ریلګاډی له مسافرو سره برمته کړ. په دې ریلګاډي کې تر څلور سوه ډيرې سورلۍ وې چې د بلوڅ بیلتونپالو د ادعا له مخې سلګونه پوځيان هم پکې وو.
د ترکیې په منځګړیتوب د سوریې واکمن حکومت او دیموکراتیکو ځواکونو د سوریې د امنیت په اړه خبرې کړي دي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وایي ، د ترکيې پلاوي دمشق ته د سفر پر مهال د سوريې د ډيموکراتيکو ځواکونو او د دغه هېواد دحکومت ترمنځ د هوکړې په اړه خبرې اترې کړي دي.
د سوریې دموکراتیک ځواکونو مشري کردان کوي او متحده ایالات یې ملاتړ کوي.
د ترکیې په پلاوي کې د بهرنیو چارو او دفاع وزیران او د دغه هېواد د پوځي استخباراتو مشر هم شامل دی، چې د پنجشنبې په ماښام سوریېته ولاړل.
فیدان د ترکیې ۱۰۰ تلویزیون یو خبریال سره په مرکه کې وویل د ترکیې پلاوي د سوریې چارواکو ته د ترهګرۍ ضد جګړې په اړه د ترکیېحساسیتونه روښانه کړي او ویلي یې دي چې انقره د دغې موافقې د عملي کول ګام په ګام تعقیب او څاري.
د روغتیا نړیوال سازمان تازه خبرداری: په افغانستان کې د شري ویروس د بیا خپرېدو خطر شته

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اچ او) په اروپا، امریکا او افغانستان کې د شري ویروس د بیا خپرېدو خبرداری ورکړی دی.
په هغه اعلاميه کې چې د جمعه په ماښام د (BMJ) په نامه چې د روغتيايي مسايلو په اړه ژورنال کې ده، ويل شوي چې په اروپا، شمالي امريکااو افغانستان کې د شري پېښې په تېرو ۲۵ کلونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې دي.
یوازې د اروپا په هغه برخه کې چې د روغتیا د نړیوال سازمان تر څارنې لاندې ده، د دغې ناروغۍ ۱۲۷ زره پېښې ثبت شوي چې په ټکو یې له۱۹۹۷ کال راهیسې بې ساري دي.
د راپور په ټکو، په هغه کال کې دا شمېر ۲۱۶ زره پېښې وي.
دا شمېرې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق، یونیسف او د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په ګډه څیړنه کې خپرې شوې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د ژورې پاملرنې او د واکسین د یوې لویې پروسې پرته، دا ناروغي به په ګڼ شمیر خلک اخته کړي.
د یونیسف د شمېرو له مخې، په افغانستان او پاکستان کې هم د شري د پېښو شمېر زیات شوی دی.
پاکستان: د تورخم دروازه تر هغې نه خلاصوو څو طالبان په سیمه کې د مورچلو جوړولو مخه ونیسي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، چې د تورخم لاره به تر هغو خلاصه نه کړي، څو چې طالبان په پوله کې د مورچلو د جوړولومخه ونه نیسي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې چې پرون خپره شوې په ې راغلي چې د دې پولې د تړلو علت چې ۲۲ ورځې تېرې اوړي، دطالبانو لخوا د پاکستان په خاوره کې د امنیتي پوستو د جوړولو لپاره د هڅو مستقیمه پایله ده.
پاکستان ادعا کوي چې د دې لارې د خلاصون غوښتونکي دي خو په خبره یې په دې خاوره کې به د افغانستان مورچلو جوړولو ته اجازه ورنهکړي.
پاکستان دغه راز ادعا کړې چې د افغانستان له لوري دغه ډول اقدامات مخکې هم شوي او پاکستان په ځلونو ورته په دې اړه خبرداری ورکړیدی.
خو طالبان ادعا کوي چې دا مورچلې د افغانستان خاوره کې جوړوي.
جرمني، هالنډ، کاناډا او استرالیا غواړي طالبانو سره د افغانو ښځو د حقونو په اړه خبرې وکړي

جرمني هالند، کاناډا او استرالیا غواړي د طالبانو له حکومت سره په افغانستان کې د بشري او ښځو حقونو اړوند خبرې وکړي.
د هالند د حکومت د چارواکو ویلي چې دا خبرې د پنجشنبې په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په ناسته کې مطرح شوې دي.
په ملګرو ملتونو کې د هالند د بشري حقونو استازې کاتیا لازیو katja Lasseur وویل، دا وړاندیز د عدالت په نړیواله محکمه کې د یو بالفعله بهیر په لور لومړنی ګام دی.
مېرمن لازیور «له افغانستانه تر نیویارکه، افغان ښځې د عملي اقداماتو غوښتونکې دي.» په نوم ناسته کې وویل چې دوی د دې مذاکراتو د پیلغوښتنه کړې او دا د عدالت نړیوالې محکمې (ای سي جي) د بهیر پر لور لومړنی ګام دی
نوموړې زیاتې کړه که خبرې اترې کومې پایلې ته ونه رسېږي دوی به منځګریتوب ته مخه کړي او په خبره یې که د منځګړیتوب نه هم کومه هوکړه ترلاسه نه شوه، موضوع به د عدات نړیوالې محکمې ته وسپاري.
یو شمېر هېوادونو هم په همدې غونډه کې وړاندیز وکړ چې له طالبانو سره هر ډول ډیپلوماټیکه اړیکه باید په ټولنه کې د ښځو د حقونو او رول سرهتړاو ولري.
په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په ښوونځیو کې له شپږم ټولګیو پورته او روغتیایيانسټیټوټونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز ولګوه د پوهنتونونو دروازې یې پرې وتړلې او ښځې یې هم له کاره راګرځولي دي.
د طالبانو په یوې امنیتي غونډه کې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني حضور نه درلود

د طالبانو امنیتي غونډه د دوی د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني له ګډون پرته ترسره شوه.
د طالبانو امنیتي او تصفیوي کمیسیون په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې د امنیتي او تصفیوي چارو مرکزي کمیسیون مسوول او د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ په کندهار کې ناسته ترسره شوه چې په دې غونډه کې د کورنیو چارو د وزارت په استازیتوب د دې وزارت مرستیال ملا محمد ابراهیم صدر، د مشرتابه د دفتر استازي مولوي نذیر احمد ناصر او د کندهار والي ملا محمد شیرین اخند په شمول د کمیسیون ټولو غړیو ګډون کړی وو.
د طالبانو د امنیتي او تصفیوي چارو د کمیسیون په وینا دا غونډه د پنجشنبې په ورځ د امنتي چارو د لا پياوړتیا په هدف په کندهار کې ترسره شوه.