د افغان حکومت او د حزباسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار تر منځ د سولې د تفاهملیک د پلي کېدو کمېټې په خپل کار پیل کړی.
د دغه کمېټې رئیس محمد اکرم خپلواک د پنجشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې یادې کمېټې د دغه تفاهملیک د پلي کېدو په خاطر خپل کار پیل کړی او ټاکل شوې چې تور لېست څخه د حزباسلامي د مشر د نوم د ایستلو لپاره راتلوونکې اوونۍ حکومت د ملګرو ملتونو سازمان ته یوه لیک چمتو او ولېږي.
زموږ همکار سباوون کاکړ په دی اړه له ښاغلي خپلواک سره مرکه کړې او په سر کې یې ورڅخه پوښتلي چې د دغه کمېټې کار په کومه مرحله کې دی.