د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۵

سرخط: ملاهبت الله د سولې لپاره هڅې پیل کړي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې بیا هم د افغانستان د سولې او د جمهور رئیس د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د وروستیو انتقادي خبرو په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې لیکلي چې ملا هبت الله د سولې لپاره هڅې پیل کړي دي.

په مطلب کې وړاندې راغلي چې یو طالب چارواکي ګارډین بریټانيي ورځپاڼې ته ویلي چې د سولې په دغو خبرو کې پاکستان او د افغانستان نور ګاونډی هېوادونه به هم برخه ولري.

د مطلب د لیکونکي په وینا یاد طالب چارواکي ګارډین ته دا هم ویلي چې پاکستان ته استول شوی پلاوی د سولې د خبرو، د معلوماتو د شریکولو او یو شمېر نورو مسائلو په اړه خبرې کوي.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې بیا د خپلې نننۍ ګنې په سر مقاله کې لیکلي، ژمی په رارسېدو دی.

بیا د سولې د خبرو اوازې دي، افغان امنیتي ځواکونو د وسله‎والو مخالفینو حملې په شا تمبولي او د هېواد امنیتي وضعیت هم د افغان ځواکونو په کنټرول کې دی.

دوی دې هڅه وکړي چې لېرې پرتې سیمې هم د مخالفینو له شتون پاکې او له غفلته کار وانه خلي.

د سرمقالې د لیکوال په وینا افغان ځواکونه باید د سولې د خبرو تر اغېز لاندې رانه‎شي ځکه په وار-وار طالبانو سره د سولې د خبرو تودې اوازې ګډې شوي خو بېرته سړې شوې دي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې بیا د خپلې نننۍ ګڼې سرمقاله د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم وروستیو انتقادي څرګندونو ته ځانګړې کړې ده.

په سر مقاله کې راغلي، د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم ولسمشر پر قوم پالنه تورن کړی دی.

په سر مقاله کې د ښاغلي دوستم په حواله راغلي، ولسمشر ته هغه څوک غوره دی چې پښتو وايي او چې د ولایت یې وي هغه نور هم ورته غوره دی.

د سر مقاله لیکونکي په باور د ملي وحدت حکومت د افغانستان خلکو ته په یو داسې عذاب بدل شوی چې هم یې اوس کړوي او هم ترې د دایمي کړاو ویره لري.

XS
SM
MD
LG