د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۳ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۰۴

نړۍ

روحاني: د امریکا انتخاباتو کې یو کاندید سره هم علاقه نه‎لرم

د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي، د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې له یو کاندید سره هم علاقه نه‎لري.

روحاني دا انتخابات د بد او بدتر تر منځ انتخاب بللی دی.

د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډموکراټ ګوند کاندیده هېلري کلېنټن له جمهوري غوښتونکي ډونالډ ټرمپ سره مخ ده.

روحاني پرون د ایران په مرکزي سیمه اراک کې په یوه وینا کې وویل، په ملګرو ملتونو کې د یو هېواد مشر ورڅخه وپوښتل چې کوم کاندید ته ترجیح ورکوي.

د ده ځواب ورته دا و چې ایا پر بد بدتر ته ترجیح ورکړي او که پر بدتر بد ته؟

د ایران ولسمشر همداراز وویل، هغه څه حیران کړی چې نوموړې د هېلري کلېنټن او ټرمپ تر منځ "د یو بل سپکاوي او پر یو بل تورونه پورې کول" بللي دي.

حسن روحاني ویلي، امریکا کې چې وايي، دوه سوه کاله ډموکراسي یې تېره کړې اخلاق وجود نه‎لري.

روحاني د ایران هغه ولسمشر دی چې هڅه‌یې وکړه د تهران د اټمي پروګرام په اړه له لوېدیځ سره د یوې موافقې پر لاسلیکولو اړیکې ښې کړي.

د امریکا جمهوري غوښتونکي کاندید ډونالډ ټرمپ ویلي، که ولسمشر شي له ایران سره به دا موافقه لغوه کړي.

د ایران مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌ای یې په ځواب کې ویلي که دا خبره وي نو دا به دې موافقې ته په خوشالۍ اور واچوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د ترکیې پولیسو د اردوغان حکومت پر یو منتقد ټلوېزیوني چاینل چاپه وهلې

پر «هالک ټي‌وي» د ترکیې د پولیسو چاپه
پر «هالک ټي‌وي» د ترکیې د پولیسو چاپه

د ترکیې پولیسو د چهارشنبې په ورځ «د تلې په ۲۲مه» په استانبول کې د «هالک ټي‌وي» پر ودانۍ چاپه وهلې او د دې شبکې ژوندۍ خپرونې یې درولې دي.

دا چاینل د رجب طیب اردوغان د حکومت له منتقدانو څخه و.

د ترکیې د رسنیو د راپورونو له مخې، پولیس د هالک ټلوېزیون ودانۍ ته ننوتلي، کارکوونکو ته‌یې د کار ځای ته د ورتګ اجازه نه‌ده ورکړې او د شبکې د چارو د سمبالولو لپاره‌یې یو سرپرست ټاکلی دی.

د راپورونو له مخې، د دې شبکې ژوندۍ خپرونې په ځايي وخت د سهار شاوخوا شپږ نیمې بجې بندې شوې او پر ځای یې ثبت شوې خپرونې پیل شوې دي.

د استانبول څارنوالۍ ویلي، دغه عملیات د رشوت اخیستو، درغلۍ او د پیسو سپینولو په ګډون د یو شمېر تورونو په تړاو د څېړنو په چوکاټ کې ترسره شوې دي.

د قضايي چارواکو په وینا، د ۱۷ کسانو د نیولو حکمونه صادر شوي او لږ تر لږه ۱۱ کسان نیول شوي دي.

هالک ټلوېزیون د ترکیې له پېژندل شویو مخالفو رسنیو څخه دی او په پراخه کچه د مخالفو ګوندونو، په ځانګړي ډول د جمهوري غوښتونکي خلق ګوند، دریځونه خپروي.

د بې‌پولې خبریالانو د سازمان د ۲۰۲۵ کال د مطبوعاتو د ازادۍ په نوملړ کې ترکیه د ۱۸۰ هېوادونو په منځ کې ۱۵۹م ځای درلود.

هند کې د انتخاباتو کمېسیون ضد اعتراضونو له امله د یوه ګوند ۲ مشران نیول شوي

هند کې نیول شوي اعتراض کوونکي
هند کې نیول شوي اعتراض کوونکي

د هند د ډېلي پولیسو د چهارشنبې په ورځ «د تلې په ۲۲مه» د «کاکروچ جانتا» (سي‌جې‌پي) په نوم د ځوانانو د یوه ګوند دوه مشران د عامه نظم د ګډوډولو په تور د پنځو ورځو لپاره نیولي دي.

۳۰ کلن اشوتوش رانکا او ۲۷ کلن سوراو داس د سې‌شنبې په ورځ د جانتار منتر په اعتراضي سیمه کې له امنیتي خنډونو تېر شول، د هند ملي بیرغ‌یې پورته کړ او وروسته ونیول شول.

دغه ګوند او نورو مخالفو ډلو د انتخاباتو د کمېسیون د مشر د استعفا غوښتنه کړې او دغه کمېسیون‌یې تورن کړی چې د نرېندرا مودي په مشرۍ د واکمن ګوند په ګټه‌یې د رأی ورکوونکو په نوملړ کې لاسوهنه کړې ده.

د انتخاباتو کمېسیون دغه تورونه رد کړي دي.

د پارلمان د مخالفانو مشر راهول ګاندي د نیول شویو کسانو ملاتړ کړی دی.

د بشري حقونو د څار سازمان هم د هند له حکومت څخه غوښتي چې د سوله‌ییزو اعتراضونو لپاره د خلکو حق ته درناوی وکړي.

د ډېلي پولیسو تر دې مخکې جانتار منتر د هغو ځایونو له نوملړ څخه ایستلی و چې د اعتراضونو د ترسره کولو اجازه په‌کې ورکول کېږي.

پرسعودي عربستان د یمن د حوثیانو تازه بریدونه

د یمن حوثيانو د سعودي عربستان په ظهران او ریاض کې د ارامکو د تېلو پر تاسیساتو او د ملک خالد پر نړیوال هوايي ډګر د بریدونو مسوولیت منلی او خبرداری یې ورکړی چې د سعودي عربستان د تېلو پر تاسیساتو او هوايي ډګرونو به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع نن وویل چې دا بریدونه یې د بالستیک او کروز توغندیو او بې‌ پیلوټه الوتکو په وسیله کړي دي.

د سعودي په مشرۍ ایتلاف وویل چې د چهارشنبې په ورځ یې د حوثیانو لخوا د ریاض پر لور توغول شوی یو بالستیک توغندی شنډ کړی او د سعودي په پلازمېنه کې د څو زورورو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د شنبې په ورځ د ریاض پر هوايي ډګر په برید کې ۱۳ کسان ووژل شول.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د حوثیانو بریدونه په کلکه غندلي او ویلي یې دي چې د دې ډلې کړنې به”هېڅکله هېرې نه کړي.”

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هند او ازبکستان ته سفر کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به د شنبې په ورځ هند او ازبکستان ته خپل پنځه ورځنی سفر پیل کړي.

د رویترز د راپورله مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ وویل چې روبیو به په هند کې له چارواکو سره د سیمه ‌ییزو او نړیوالو تحولاتو او د انرژۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.

دا سفر داسې مهال ترسره کېږي چې د امریکا او هند اړیکې د یو شمېر اختلافونو له امله ترینګلې شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریز تړون د وروستي کولو هڅې هم له خنډ سره مخامخ شوې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې روبیو به د ازبکستان په سمرقند ښار کې د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، قرغزستان او قزاقستان له چارواکو سره هم وګوری. له روبیو سره په دې سفر کې به د له دوه سوه زیاتو امریکایي سوداګرو یو پلاوی هم ملګری وي.

روسیې د اوکراین پر پلازمینه نوي بریدونه کړي دي

اوکرایني چارواکي وایي پرپلازمینه کییف د روسیې د تیرې شپې په هوایي بریدونو کې لږترلږه درې کسان وژل شوي او له شلو زیات نور ټپیان شوي دي.

د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو نن چهارشنبې د تلې په ۲۲ وویل چې روسي ځواکونو په بالستیک توغندیو په دغه ښار کې د برېښنا څو تاسیسات په نښه کړي و.

د اوکراین د انرژۍ شرکت ډي ‌ټي‌ ای ‌کې د معلوماتو له مخې، روسي ځواکونو د شپې په برید کې د کییف د برېښنا یوه مهمه دستګاه په نښه کړې چې له امله یې د دغه ښار لږترلږه په پنځو ناحیو کې برېښنا په بېړني ډول پرې شوې ده.

دا بریدونه وروسته له هغه شوي چې اوکراین روسیه د هغه اوربند په ماتولو تورنه کړه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د انرژۍ پر تاسیساتو د بریدونو د بندولو په اړه اعلان کړی و.

تور سمندرګي کې د پېښو له زیاتوالي وروسته ناټو خپل دفاعي تدابیر ارزوي

په تور سمندرګي کې د بلغاریا ساحل ته نږدې پر یوې بېړۍ باندې د بې‌پیلوټه الوتکې تر لګېدلو وروسته ټپي شوی کس
په تور سمندرګي کې د بلغاریا ساحل ته نږدې پر یوې بېړۍ باندې د بې‌پیلوټه الوتکې تر لګېدلو وروسته ټپي شوی کس

په تور سمندرګي کې د بلغاریا ساحل ته نږدې پر یوې بېړۍ باندې د بې‌پیلوټه الوتکې تر لګېدلو وروسته د ناټو سازمان ویلي چې هلته خپل دفاعي تدابیر زیاتوي.

بېړۍ ډوبه شوې او ۱۱ کسه سپرلۍ لادرکه شوې دي.

د ناټو عمومي منشي مارک روته د سې‌شنبې په ورځ «د تلې پر ۲۱مه» اعلان وکړ چې دغه سازمان به په تور سمندرګي کې پر سوداګریزو بېړیو د بې‌پیلوټه الوتکو د وروستیو بریدونو په غبرګون کې خپل دفاعي تدابیر د اړتیا له مخې تنظیموي.

هغه وویل چې له دغو بریدونو وروسته‌یې د بلغاریا صدراعظم رومن رادف سره خبرې کړې دي.

دا په یوه اوونۍ کې د بلغاریا ساحل ته نږدې دا ډول دوهمه پېښه ده.

د بلغاریا چارواکو د سې‌شنبې په ورځ د روسیې سفیر هم احضار کړ.

اوکراین او اروپايي ټولنې هم دغه بریدونه غندلي، خو روسیې تر اوسه په دې اړه غبرګون نه‌دی ښودلی.

ټرمپ وايي له ایران سره د جګړې هدف دا و چې دا هېواد اټومي وسلې پیدا نه کړي

ټرمپ د وینا پرمهال
ټرمپ د وینا پرمهال

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي له ایران سره د جګړې هدف دا و چې دا هېواد اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي.

هغه چې د دوشنبې په ورځ په اوهایو کې یوې غونډې ته غږېده ټینګار وکړ چې جګړه به ډېر ژر خلاصه شي.

هغه دا هم وویل چې د تیلو بیې به هم راټيټې شي.

د امریکا ولسمشر یو وار بیا ایران د ترهګرۍ لومړی شمېر ملاتړی وباله.

ټرمپ تېره اوونۍ هم د ایران د جګړې د پای ته رسېدو خبره کړې وه او ګواښ یې کړی و چې د ایران اسلامي جمهوریت باید د واشنګتن غوښتنې ومني که نه نور به پاتې نه وي.

د خیبر پښتونخوا والي د دغه ایالت لرې کړای شوي چارواکي له افغان طالبانو سره په اړیکو تورن کړل

 د خیبرپښتونخوا والي فیصل کریم کنډي
د خیبرپښتونخوا والي فیصل کریم کنډي

د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت والي تور پورې کړ چې د دغه ایالت لپاره به تګلارې له کابل، کندهار او جلال اباده جوړېدې، چې په خبره یې نور به دا کار نه کېږي.

کنډي د خپلې دې خبرې په اړه د شواهدو له وړاندې کولو پرته د خیبرپښتونخوا ایالتي چارواکو له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې په ټګۍ هم تورن کړل او ویې ویل د هغو ترهګرو مخه یې نه نیوله چې د ده په ادعا له افغانستانه راتلل.

په خیبرپښتونخوا کې د بېړني حالت په اعلانېدو سره واک له ایالتي چارواکو والي ته لیږدول شوی او اعلی وزیر سهیل افریدي او د کابینې غړي یې نیول شوي.

هڅه مو وکړه چې د کونډي د دغو تورونو په اړه د تحریک انصاف ګوند د ویاندویانو نظر ولرو، خو هغوی تر دې دمه زمونږ پوښتنې نه دي ځواب کړي.

د راپورونو په اساس په خیبرپښتونخوا کې وضعیت کړکېچن دی او حکومت په انټرنیټ باندې محدودیتونه هم لګولي دي.

د طالبانو حکومت د خیبرپښتونخوا د والي د تازه څرګندونو په باب څه نه دي ویلي خو د طالبانو یوې معتبرې سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې دوی په دې اړوند پرون نظر خپور کړی او هغه کفایت کوي.

د دوشنبې په ورځ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د پاکستان روانې ستونزې په ټولې سیمې منفي اغیزې کوي او د پاکستاني چارواکو لخوا په افغانستان د خپلو ناکامیو پړه اچول د هيڅ ستونزې حل نه ده.

د ترکیې استخبارات: د «پي‌کې‌کې» وسله‌وال د عراق شمال کې له څلورو اډو وتلي

د «پي‌کې‌کې» وسله‌والو له لوري له یوې اډې د وتلو مراسم
د «پي‌کې‌کې» وسله‌والو له لوري له یوې اډې د وتلو مراسم

ترکیې تأیید کړه چې د عراق د کردستان د کارګرانو د ګوند «پي‌کې‌کې» وسله‌وال د عراق په شمال کې له څلورو اډو وتلي دي.

د ترکیې دولتي خبري اژانس اناتولي د دې هېواد د استخباراتي ادارې له قوله د دوشنبې په ورځ «د تلې په ۲۰مه» وویل چې «پي‌کې‌کې» د عراق په شمال کې د متینا او بزه په سیمو کې خپلې څلور اډې تشې کړې دي.

دې اژانس د امنیتي سرچینو په حواله ویلي چې دغه اډې د اکټوبر تر اتمې نېټې پورې تشې شوې دي.

د کردستان کارګرانو ګوند تېره اوونۍ اعلان کړی و چې خپل وسله‌‌وال ځواکونه د ترکیې پولې ته له نږدې سیمو څخه باسي.

دا اقدام د سولې د هغو هڅو یوه برخه ده چې هدف‌یې د دغه ګوند او د ترکیې د حکومت ترمنځ د څو لسیزو جګړې پای ته رسول دي.

ترکیې دوه میاشتې وړاندې یو قانون تصویب کړ چې له مخې یې د کردستان کارګر ګوند غړو ته محدوده بخښنه په پام کې نیول شوې ده.

خو د دغه قانون عملي کېدل په دې پورې تړلي چې د دې ډلې بې ‌وسلې کېدل، د پوځي فعالیتونو درول او د وسلو او مهماتو سپارل‌یې تأیید شي.

ترکي چارواکو ویلي چې د دغو اډو تشول کولای شي د سولې د بهیر له پرمختګ سره مرسته وکړي.

دوو امریکايي اقتصادپوهانو د ۲۰۲۶ کال د اقتصاد نوبل جایزه وګټله

دوه امریکايي اقتصادپوهان، رابرت هال او مایکل ووډفورډ
دوه امریکايي اقتصادپوهان، رابرت هال او مایکل ووډفورډ

دوو امریکايي اقتصادپوهانو، رابرت هال او مایکل ووډفورډ، د دوشنبې په ورځ د ۲۰۲۶ کال د اقتصاد نوبل جایزه وګټله.

دوی ته دا جایزه د هغو څېړنو له امله ورکړل شوې چې د اقتصادي بدلونونو او بحرانونو په کنټرول کې د پولي او مالي سیاستونو پر رول‌یې کړې دي.

د سویډن د علومو شاهي اکاډمۍ د دوشنبې په ورځ «د تلې په ۲۰مه» اعلان وکړ چې د دغو دوو اقتصادپوهانو څېړنو د داسې اقتصادي ماډلونو په جوړولو کې مرسته کړې چې حکومتونه او مرکزي بانکونه ترې د اقتصادي رکود د مخنیوي او د اقتصاد د ثبات لپاره ګټه اخیستلی شي.

رابرت هال د سټنفورډ پوهنتون او مایکل ووډفورډ د کولمبیا پوهنتون استاد دی.

د اقتصاد نوبل جایزه هم د نورو نوبل جایزو په څېر، د ویاړ یو سند، د سرو زرو یو مډال او یو میلیون او ۲۰۰ زره امریکايي ډالر نغدي جایزه لري.

د اقتصاد د نوبل جایزې د ګټونکو په اعلانېدو سره د ۲۰۲۶ کال د نوبل جایزو د ګټونکو د معرفي کولو لړۍ پای ته ورسېده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG