خبرونه
دفاع وزارت: په قراردادونو کې له اووه میلیارد افغانیو ډېره سپما شوې
د افغانستان دفاع وزارت وایي، سږ کالیې د دغه وزارت قراردادونو کې له اووه میلیارده افغانیو ډېره سپما کړې ده.
د دغه وزارت ویاند دولت وزیري نن دا خبره په یوه خبري کنفرانس کې وکړې:
"موږ سږ کال له اووه ملیارد افغانیو ډير په قراردادونو کې سپما کړې دي، دا پدې معنې چې کومې پیسې چې د خلکو جیبونو ته تللي دفاع وزارت دغه پیسې سپما کړې دي."
دا په داسې حال کې ده چې د جمهوري ریاست له خوا د دفاع وزارت په قراردادونو کې د فساد د څيړلو په هدف د ګمارل شوي پلاوي څيړنې ښیې چې د دغه وزارت یوازې په دوو قراردادونو کې دوه نیم سوه میلیونه ډالره اختلاس شوی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په افغانستان کې د وروستیو ورښتونو تلفات تر ۶۰ واوښتل
د طالبانو حکومت د مارچ له شپږویشتمې راهیسې د ورښتونو له امله د یو شپیته کسانو د وژل کیدو خبر ورکړ.
د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد په ایکسپاڼه کې نن لیکلي دي چې د ورښتونو او سیلونو له امله یوسل او شپاړس تنه نور ټپيان شوې دي.
مجاهد زیاتوي چې دوه زره څلور سوه اته څلویښت کورونه هم زیانمن شوي او نژدې اووه ویشت زره جریبه مځکه تخریب شوې ده.
د څه باندې یوې اونۍ په ترڅ کې د ورښتونو او سیلونو له امله په افغانستان کې د یوزر او پنځه څلویښت څارویو د مړینې راپورونه هم خپاره شوې دي.
ایران: په ریاض کې د امریکا د سفارت په برید کې دوی لاس نه لري
د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو نن( د مارچ څلورمه) خبر ورکړ چې دوی د سعودي عربستان په پلازمینه کې د امریکا د متحد ایالتونو پر سفارت برید نه دی کړی.
سپاه پاسداران انقلاب ځواکونه د دې حملې تور پر اسراییل پوري کوي. په ریاض کې د امریکا پر سفارت نژدې میاشت مخکې، د مارچ په دریمه حمله وشوه.
وال ستریت جورنال ورځپاڼې د جمعې په ورځ خبر ورکړ چې د دې برید له امله دې سفارت ته تر هغه ډیر زیان اوښتی دی چې مخکې یې راپور ورکړل شوی و.
له دبۍ څخه کابل ته په سلګونو ټنه دارو درمل واستول شول
د روغتیا نړیوال سازمان نن کابل ته د اته اویا اعشاریه پنځه ټنه ژوند ژغورونکو طبي تجهیزاتو د رسیدو خبر ورکړ.
دغه سازمان په خبرپاڼه کې ویلي دي چې دا درمل د متحد عربي اماراتو له دوبۍ څخه کابل ته انتقال شول او په دې کې د درملو ترڅنګ په سخته خوارځواکۍ د اخته ماشومانو لپاره تغذیوي مواد او د جراحي وسایل هم شامل دي.
امریکایي پوځیان په ایران کې په خپل پيلوټ پسې ګرځي
امریکایي ځواکونه په ایران کې د خپلې الوتکې په دوهم پيلوټ پسې ګرځي.
د امریکا یوه ایف پنځلس الوتکه د جمعې په ورځ په ایران کې وویشتل شوه او سقوط یې وکړ.
نن سهار د ایران د بور احمد او کهګیلویه ولایت سیمه ییزو چارواکو د امریکایي ځواکونو د پلټنې د عملیاتو خبر ورکړ.
د جمعې د ورځې تر اخره هم د امریکایي ځواکونو پلټنو نتیجه ورنه کړه.
د غورځیدلې الوتکې لومړی پیلوټ د امریکایي ژغورونکو له لورې د درملنې لپاره روغتیایي مرکز ته لېږدیدلی دی.
ایران په ورته وخت کې د امریکا د یوې بلې ( اې- لس) الوتکې د ویشتلو خبر ورکوي چې د هرمز تنګي ته یې نژدې ویشتلې ده.
امریکا د خپلې یوې الوتکې د لویدو خبر تایید کړی، خو د دې الوتکې د لویدو د علت په اړه یې تراوسه څه نه دې ویلي.
په کابل کې زلزلې د یوې کورنۍ غړي وژلي
په افغانستان کې د طالبانو چارواکي وایي، د جمعې په شپه په کابل کې د زلزلې له امله اته تنه وژل شوې دي.
د کابل د والي ویاند حافظ بشارت په یوه بیان کې وویل چې زلزلې د بګرامي ولسوالي په ګوسفند دره کې یو کور نړولی او د همدې کور غړي پکې وژل شوې دي.
د بیان له مخې د دې کورنۍ پلار، مور، څلور لوڼه او دوه زامن یو ځای وژل شوې دي.
په بیان کې راغلي چې د دې زلزلې شدت پنځه اعشاریه اته درجې د ریښتر وې چې د افغانستان په یوشمیر نورو ولایتونو کې هم احساس شوې ده.
د ایټالیا صدراعظمه د دریو عربي هیوادو په سفر تللې
د ایټالیا صدراعظمه د جمعې په ورځ سعودي عربستان ته ولاړه.
ایټالیایي رسنیو خبر ورکړ چې د امنیتي دلایلو له امله د دې سفر اعلان وار له مخه نه و شوی.
جورجیا ملوني د لویدیځو هیوادونو لومړۍ مشره ده چې د فبروري له اته ویشتمه راوروسته پر ایران د اسراییل او امریکا له بریدونو وروسته خلیج هیوادونو ته ځي.
د ایټالیا صدراعظمه به متحده عربي امارات او قطر ته هم د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې ولاړه شي.
تمه ده چې د خبرو د اجنډا یوه مهمه موضوع به د ګازو او تیلو ترلاسه کول وي.
روسیه د اوکراین د یوه پټ برید د شنډیدو ادعا کوي
د روسیې د فدرالي امنیتي خدماتو اداره وايي چې دوی د اوکراین د امنیتي خدماتو لخوا د مسکو په یوه سوداګریز مرکز کې د یوه روسیي چارواکي په وړاندې پلان شوی برید شنډ کړی دی.
د روسیې د فدرالي امنیتي خدماتو ادارې د جمعې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې د اوکراین د امنیتي خدماتو ادارې پلان درلود چې د چاودیدونکو توکو یوه وسیله له لرې واټن څخه هغه مهال وچوي چې دا چارواکی له دې سوداګریز مرکز څخه لیدنه کوي.
روسیې د دې احتمالي برید او د دې چارواکي چې ممکن برید پرې شوی وای نور جزییات نه دې ورکړي.
زیلینسکي: روسیې د خپلو هوایي بریدونو تاکتیک بدل کړی
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وايي چې روسیه د اوکراین د هوايي دفاع د مخنیوي لپاره تاکتیکونه بدلوي، او روسي ځواکونو خپل بریدونه د عیسویانو د ایسټر اختر په ورځو کې زیات کړې دي.
د رویټرز په وینا، زیلنسکي دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې روسیي ځواکونو د جمعې په ورځ پر اوکراین بریدونه وکړل چې لږ تر لږ لس تنه پکې ووژل شول.
د اوکراین ولسمشر وړاندیز کړی و چې د ایسټر د رخصیتو په ترڅ کې روسیه له بریدونو لاسو واخلي.
روسیې د دوه زره دوه ویشتم کال د فبروري په څلرویشتمه پر اوکراین حمله وکړه چې دا جګړه لاهم روانه ده.
په افغانستان کې د سیلونو د قربانیانو شمیر تر پنځوسو واوښت
د تیرو څلرویشت ساعتونو په ترڅ کې په ننګرهار، کندهار، رزګان، هرات او هلمند کې د سیلونو له امله اووه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. له دې سره د تیرې یوې اونۍ په ترڅ کې په افغانستان کې د ورښتونو له کبله د تلفاتو شمیر تر پنځوسو واوښت.
د هرات چارواکو بیا د جمعې په ورځ د یوه سرویس د چپه کیدو خبر ورکړ چې له هراته د فراه او نیمروز په لور روان و . په دې بس کې اته پنځوس تنه سپاره وو، چې اووه ویشت یې ټپيان شوې دي. د راپور له مخې د لس تنو ټپيانو روغتیایي وضعیت نازک دی.
د هوا پيژندنې د ادارو د اټکل له مخې د شنبې په ورځ هم د افغانستان په ډیرو ولایتونو کې د ورښتونو وړاندوینه شوې ده.
د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري
د ناروې د کډوالو شورا د هغو افغانانو لپاره د بیړنیو مرستو غوښتنه کړې ده چې د ډیورنډ کرښې ته څیرمه یې د پاکستاني ځواکونو د بریدونو له امله خپل کورونه پرې ایښې دي.
د افغانستان لپاره د ناروې د کډوالو د شورا مشر جاکوپو کاریدي د جمعې په ورځ وویل چې د دې جګړې له کبله په زرګونو کورنۍ مجبوره شوې دي چې نورو سیمو ته کډه وکړي او دا کورنۍ په ډیر بد حال کې ژوند کوي چې د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو بې برخې شوې دي.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د پروسږکال اکتوبر میاشتې راهیسې اړیکي کړکیچن شوي او لارې بندې شوې دي، خو له څه باندې یوې میاشتې راهیسې دا جګړې سخته شوې دي او تر اوسه په سلګونو کسانو د دې جګړو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.