د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۰

دنیا: ایا لوبه بدلېدونکې ده؟


کابل چاپ نننیو ورځپاڼو له ځینو هېوادونو سره د وسله‎والو طالبانو د نویو اړیکو او معلوماتو ته د خلکو د لاس رسي په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

دنیا:

دنیا خپلواکې ورځپاڼې لیکلي وسله‎والو طالبانو د ایران او منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره ځانګړي استازي ټاکلي.

ورځپاڼې د سیاسي چارو کارپوه جاوېد غفور له قوله لیکلي په افغانستان کې د داعش له وېرې نه یوازې طالبان، بلکې یاد هېوادونه هم له طالبانو سره اړیکې پياوړې کوي او غواړي چې دوی د داعش او امریکا پر ضد وکاروي.

همدې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې ایا لوبه بدلېدونکې ده؟

وړاندې په سرمقاله کې راغلي امریکا باید په افغانستان کې د خپل نظامي شتون او د داعش د حضور په اړه وضاحت ورکړي او په دې برخه کې د ایران او روسیې ملاتړ هم ترلاسه کړي.

د لیکوال په اند که داسې ونه‎شي، ممکن له طالبانو د بهرنیانو پټ ملاتړ تر دې هم ډېر شي او بدبختانه د دغو ټولو ضربه به یوازې افغانان ګوري او بس.

سرنوشت:

د سرنوشت په سرمقاله کې راغلي له طالبانو سره د سیمې د هېوادونو، په ځانګړي ډول د روسیې او ایران اړیکې مخامخ د داعش له فعالیت سره تړلې خبره ده.

د سرمقالې د لیکوال په باور که په داعش او وسله‎والو طالبانو بهرنیان پانګونه کوي، د دې معنی دا ده چې په افغانستان کې د پردیو جګړه یو بل پړاو ته داخلیږي او درد به یې افغانان حس کوي.

ملي ارمان:

د ملي ارمان ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی که جګړه ختمه نه کړو، موږ به جګړه ختم کړي.

بل‎خوا کابل چاپ یو شمېر نورو ورځپاڼو بیا اطلاعاتو ته د لاس رسي په اړه لیکنې او تبصرې

کړي.

اصلاح:

اصلاح ورځپاڼې لیکلي له شک پرته که د یوه هېواد اوسېدونکي او د مطبوعاتو کارکوونکياطلاعاتو ته لاس رسی ونه لري، احمتال لري چې د هېواد مشران به له خپلو صلاحتونو او موقف نه ناوړه استفاده وکړي.

د لیکوال په باور په یوه ولسواک نظام کې د ادارو کارکوونکي باید د خلکو پر وړاندې ځواب ورکوونکي وي.

انیس:

د انیس ورځپانې په سرمقاله کې یادونه شوې اطلاعاتو ته لاس رسی په حقیقت کې هغه وسیله ده چې په یوه ډیموکراټیک نظام کې شفافیت رامنځ ته کوي او د فساد جرړې باسي.

هېواد:

د هېواد ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي خلکو ته په وخت د معلوماتو ورکول د حکومت ستره غوښتنه ده.

د هېواد د سرمقالې لیکوال رسنیو ته هم سپارښتنه کوي چې له خلکو سره د معلوماتو د شریکولو په برخه کې له نظام سره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG