د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۲

واشنګټن ایګزماینر: افغانستان باید په خپل حال پریښودل شي 


یو شمېر لویدیځو رسنیو د افغانستان جګړه کې د امریکا د رول پر څرنګوالي تبصرې کړي دي.

واشنګټن ایګزماینر په خپله وروستۍ ګڼه کې یو مطلب خپور کړی چې نوم یې دی هغه وخت رارسېدلی چې افغانستان په خپل حال پریښودل شي.

نشريې د هغه وړاندیز یادونه کړې چې په دې وروستیو کې د متخصصینو د یوې ډلې له خوا له افغانستان سره د دوامداره مشارکت په اړه وړاندې شو او افغانستان یې په یوه پراخ منځني ختیځ کې د تندلارو د تاوتریخوالي په وړاندې د پراخې مبارزې یوه کلیدي جبهه وبلله.

په دې ډلې کې په افغانستان د امریکایې ځواکونو پخواني قومندانان جنرال سټینلي مک کرسټال او ډیویډ پټرایس شامل دي.

واشنګټن اګزماینر د دغې ډلې له قوله ویلي چې د دې لپاره چې افغانستان بیا د تروریستانو په پناه ځای بدل نه شي ، نو اړتیا ده چې امریکایي ځواکونه د اوږدې مودې لپاره په افغانستان کې پاتې شي څو په سیمه کې ثبات ډاډمن شي.

واشنګټن ایګزماینر زیاتوي، دا ښکاره ده هغه چارواکي چې تخصص یې د امریکا له اوسنۍ سټراټیژۍ سره تړلې ده ، په سختۍ خپله ناکامي مني ، خو واقعیت دا دی چې په افغانستان کې د پاتې کېدو لپاره ښه دلیل نشته.

د نشریې په خبره دا خبره چې د تروریستانو په پناه ځایونو د بدلېدو د مخنیوي لپاره په افغانستان کې د پاتې کېدو خبره په څو دلیله کمزورې ده او پر داسې ویرې راڅرخي چې ګواکې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو په وتلو سره به طالبان بیا راشي او واک به واخلي.

خو واشنګټن ایګزماینر لیکي سره له دې چې طالبانو تر۲۰۰۱میلادي کال پوري د القاعده کوربه توب کاوه، ډېر لږ احتمال لري چې یو ځل بیا دا کار وکړي.

نشریه لیکي طالبانو د دې کار لپاره ډېره سخته سزا ولیده.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ په یوې مقالې کې د افغانستان جنوبي ولایت هلمند کې پر شوراب کمپ د طالبانو برید ته اشاره کړې چې د لیکوال په خبره سیمه ییز پولیس د مغلوبېدو په حال کې وه چې د افغان چارواکو له خوا د هوایي مرستې غږ وشو.

ورځپاڼه لیکي:

په یوه ساعت کې د امریکا په وسلو سمبال بې پیلوټه الوتکه د هلمند په اسمان کې راښکاره شوه.

لیکوال زیاتوي، امریکایي قومندان او ځواکونه یې نه پوهېدل چې هغه کسان چې په ځمکه کې ښکاري وسله وال طالبان دي که افغان سرتیري؟

نو ځکه د لیکوال په خبره د قومندان له خوا امر وشو چې دغو کسانو ته څېرمه یو ځای په نښه کړي چې یاغیان پوه شي چې امریکاییان راورسېدل.

د واشنګټن پوسټ په لیکنه د اکتوبر د دریمې نېټې دغه پېښه یوه له هغو بیلګو ده چې په ټول افغانستان کې پېښیږي.

په مقاله کې راغلي تر یوې نیمې لسیزي وروسته افغانستان کې د امریکا د رول راتلونکې هغه څه دي چې د ولسمشرۍ انتخاباتو په کمپاینونو او بحثونو کې ډېر پام نه دی ورته شوی، خو لیکوال د امریکا د ملي امنیت د مطالعاتو د مرکز یوه غړي له قوله لیکلي چې د امریکا نوي ادارې ته باید یوه داسې سټراټیژي په لاس ورکړل شي چې وښیې په تدریج سره بایلل نور بس دی.

د طالبانو د اصلي ټاټوبي او د افغانستان د هیروینو د تجارت یوه مرکز په توګه هلمند په دغه مقاله کې د جګړې یو داسې ډګر یاد شوی چې پېښې په کې په سمبولیک او خونړي ډول دوام لري.

واشنګټن پوسټ وایي، دغه ولایت کې د امریکایي ځواکونو له خوا د عملیاتو سره سره چې د افغانستان د جګړې تر ټولو لوی پوځي عملیات بلل کېږي، خو بیا هم پوځي راپورونه اټکل کوي چې د هلمند ولایت ۸۵ فیصده د طالبانو په لاس کې ده.

یوه امریکایي مشاور په یوه وینا کې ویلي چې:

"موږ د ګولۍ پر یوه زخم تړلي بنداژ ته ورته یو."

واشنګټن پوسټ د یوه امریکایي چارواکي له قوله لیکلي چې له ۲۰۰۹ کال راهیسې له هغه وخته چې د اوباما ادارې په افغانستان کې خپل سرتیري دیرشو زرو ته ډیر کړه، دا پېښه په پرله پسې ډول تکراریږي، له همدې کبله د ورځپاڼې په لیکنه امریکایي ځواکونه دوه زړه دي چې ایا د افغانانو دنده د هغوی لپاره ترسره کړي او که له سره د یوه پیاوړي پوځ د جوړېدو لپاره له حاشیې څخه څارنه وکړي.

XS
SM
MD
LG