د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۸

ډجیټل ژورنال: هلمند کې جګړو ۵ زره کورنۍ بې ځايه کړي


ډجيټل ژورنال:

کاناډايۍ انلاين خپرونې ډجيتل ژورنال پرون يکشنبې هلمند ولايت کې د ناامنيو پر زياتېدو ليکنه خپره کړې ده.

د ليکنې په پيل کې د درې کلنې فاطمې يادونه شوې چې د هلمند مرکز لښکرګاه کې خبريال ورسره کتلي او د وسله والو طالبانو د راکټونو په حمله کې ټپي شوې ده.

په ليکنه کې هلمند د تارياکو د کښت او توليد ستر مرکز ياد شوى، چې په وروستيو کې د سختو جګړو شاهد هم و.

د ډجيټل ژورنال په ليکنه کې وړاندې راغلي، هلمند ولايت د څو کلونو لپاره د بهرنيو ځواکونو يو عمده مرکز و، خو اوس په ناامنه سيمه بدل شوى او اوس د ولايت د ټولو برخو د سقوط خطر شته.

د ليکنې په حواله، د سختو جګړو له کبله په سلګونو کسان وژل شول او په زرګونو نور کسان مجبوره شوي محاصره شوي مرکز لښکرګاه ته پناه يوسي چې په دې ښار کې يې بشري ناورين رامنځته کړى دى.

په مقاله کې لولو، د فاطمې پلار بسم الله چې دا يې په غېږ کې وه، ايمرجنسي روغتون کې ويلي اته اولادونه لري، نادعلي کې يې ژوند کاوه او کور يې د جنګ په لومړۍ کرښه کې و، هغه ويلي يې چې يو توغندى يې پر کور ولګېد او هرڅه يې وربرباد کړل.

ډجيټل ژورنال زياتوي، په وروستيو مياشتو کې لښکرګاه ته شاوخوا پنځه زره کورنۍ د جګړو له کبله ورکډه شوي.

په ليکنه کې هلمند د افغانستان تر ټولو لوى ولايت ياد شوى، چې پاکستان او ايران ته د سخت دريځو وسلوالو د وراوښتو لپاره خوندي لارې ورڅخه تېرې شوې دي.

دي هندو:

هندۍ ورځپاڼې دي هندو په خپله تازه ګڼه کې د نوي ډيلي لپاره د افغانستان د سفير شيدا محمد ابدالي د وروستيو څرګندونو په حواله ليکنه خپره کړې ده.

ده ويلي چې دا مهال ١٦زره افغان محصلان د هندوستان په بېلابېلو پوهنتونونو کې لوړې زده کړې کوي چې دې مسئلې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري راکړې ورکړې زمينه برابره کړې ده.

د ورځپاڼې په ليکنه کې ويل شوي چې افغانستان کې تر ٢٠٠٢میلادي کال راوروسته څه باندې ٢٠٠ پوهنتونونه جوړ او تاسيس شوي دي.

شيدا محمد ابدالي ويلي، چې افغانستان له هندوستان سره دوستانه اړيکې لري او د کلتوري تبادلې له کبله دغه اړيکې نورې هم پياوړې شوي دي.

XS
SM
MD
LG