د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۷

«درک» سافټویر به ترافیکي ستونزې کمې کړي


په افغانستان کي ترافیکي ستونزې له جنګه وروسته د تلفاتو دویم ستر عامل ګڼل کېږي.

هره ورځ له مختلفو ولایتونو څخه خبرونه راځي چې موټرونه ټکر شوي او ګڼ شمېر خلک په کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د ‌ډرېورانو بې احتیاطي او نابلدي، د سړکونو خرابوالی، د ترافیکو پولیسو کمی او په دې اداره کې فساد هغه څه دي چې د ترافیکي پېښو کچه یې ډېره کړې ده، د معلوماتو له مخې ډېرې ترافیکې حادثې ځوان ډرېوران کوي، دوی چې تېز تګ او له نورو سره سیالي کوي، ډېر وخت خپل او د نورو ژوند له خطر سره مخ کوي.

ډېر ډرېوران فکر کوي، که دوی که هر ډول بې احتیاطي او غلطي وکړي، د پوښتنې څوک نشته او له هرې پېښې په اسانۍ تښتېدلای شي، خو اوس د کابل پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي دوو محصلانو اغا ملوک سهار او مژدې هاشمي د دې ستونزې د حل په خاطر یو اپلېکشن جوړ کړی چې په اسانۍ د ډېرو ترافیکي پېښو مخنیوی کولای شي.
دغه اپلېکشن چې درک نومېږي، هر کس کولی شي په موبایل کې یې انسټال کړي او هر ډرېور چې غیرقانوني کار یا ترافیکي حادثه کوي، ترافیک پرې خبر کړي.
تاندې څانګې پر فېسبوک وڅارئ:facebook.com/TandySangy
دا او د ازادي راډيو نورې خپرونې پر دې انټرنټي ادرس هم موندلی شئ: pa.azadiradio.com
او د همایون هېواد پر دې برېښنالیک پته د دې خپرونې په اړه نظرونه راسره شریکولی شئ:hewadm@rferl.org
یادونه: "تاندې څانګې" د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې همایون هېواد جوړوي، دا خپرونه هره شنبې د دوه بجو او د سې شنبې په سهار د ۱۰ بجو په خپرونه کې خپريږي.
د تاندې څانګې دغه بشپړ خپرونه د (غږ) تڼۍ په کېکاږلو سره اورېدلی شئ.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:10:18 0:00
مستقیم لېنک

چمتوکوونکی: همایون هېواد

XS
SM
MD
LG