د رزمي مبارزو افغان اتل احمدولي هوتک تېره شپه روسي لوبغاړي ایوان کازاچینکو ته ماته ورکړه.
د احمدولي هوتک او کازاچینکو تر منځ دا لوبه د فایټ نایټ سازمان لهخوا په مسکو کې وشوه.
لوبه په دوهم رونډ کې د هوتک لهخوا د سوک او ګونډې د پرلهپسې ضربو په نتیجه کې په ناک اوټ سره پای ته ورسېده.
احمدولي هوتک له بریا وروسته داسې وویل:
"سلام افغانستان، د دې بریا مبارکي ټول افغان ولس ته وړاندې کوم. خصوصاً مشرانو ته چې ماتهیې زمینه برابره کړې ده. زنده باد افغانستان"
احمدولي هوتک په حرفهیي ورزشي ژوند کې تر اوسه شاوخوا شل لوبې کړي چې یوهیې هم نهده بایللې.
تر احمدولي هوتک دوه شپې مخکې یوه بل افغان لوبغاړي باز محمد مبارز هم خپل روسي سیال ته ماته ورکړه.