د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۰

نيويارک ټايمز: کندز کې روان جنګ ١٠زره کسان بېځايه کړي


ځينو غربي ورځپاڼو او خپرونو په خپلو تازه ګڼو کې د کندز ولايت پر امنيتي وضعيت ليکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

نيويارک ټايمز:

نيويارک ټايمز ورځپاڼه ليکي، کال مخکې هم کندز ښار د سله والو طالبانو لاس ته ورغلى و چې بېرته نيول يې له تلفاتو سره ملګرى و، ځکه هغه وخت په تېروتنې د بې سرحده ډاکټرانو پر روغتون هوايي حمله وشوه چې د ډاکټرانو او ناروغانو په ګډون ځينې بېګناه کسان په کې ووژل شول.

په ليکنه کې راغلي، دا وار د کندز ولايت په ګڼ مېشتو سيمو کې له دوشنبې راهيسې روان جنګ د دې سبب شوى چې د ملګرو ملتونو په حواله لس زره کسان کډې کولو ته مجبوره شي، په ښار کې برېښنا نه شته، خوراکي مواد او اوبه هم په سختۍ ترلاسه کېږي او د ملګرو ملتونو په وينا، کندز له بشري ناورين سره مخامخ دى.

والستريت ژورنال:

له امريکا خپرېدنکې والستريت ژورنال ورځپاڼې بيا د کندز ولايت په باب د ملګرو ملتونو بيانونو ته اشاره کړې او ليکي< ډېرې کورنۍ نه دي توانېدلي چې د کډې کولو په وخت کې د خپل کور مهم وسايل له ځان سره يوسي، دوى هر څه په خپلو کورونو کې پرېښي دي.

د ليکنې په حواله، ملګري ملتونه له افغان حکومت سره همکاري کوي چې زيانمنو شويو کسانو ته مرستې ورسول شي.

د والستريت ژورنال ورځپاڼې په ليکنه کې ويل شوي چې د کندز ولايت ځينې اوسېدونکي نورو ولايتونو له دې جملې د بلخ ولايت مرکز مزار شريف او کابل ته کډه شوي دي.

فارن پاليسي:

فارن پاليسۍ خپرونې هم په خپله يوه ليکنه کې د کندز ولايت امنيتي وضعيت ته کتنه کړې، په يوه برخه کې يې لولو، تېر ميلادي کال هم د سپټمبر پر ٢٨مه طالب جنګياليو کندز ښار نيولى و.

د ليکنې په حواله، دوى د سهار په لومړيو کې کندز ښار ته لار ومونده او تر غرمې پورې يې د ښار مرکز هم ونيوه.

د خپرونې په حواله، د ٢٠١۵میلادي کال د اکتوبر پر درېيمه د امريکا د ځانګړو عملياتو ځواکونو د ورځې په لومړيو کې د خپلو افغان همکارانو په غوښتنه هوايي حمله وکړه، خو وروسته معلومه شوه چې دا د وسله والو طالبانو د قوماندې او کنټرول مرکز نه، بلکې د بې سرحده ډاکټرانو روغتون و.

د خپرونې په حواله، د دې حملې د کال له پوره کېدو سره جوخت وسله وال بيا د کندز ښار دروازو ته رسېدلي دي.

ايکانوميست:

ايکانوميست مجلې ليکلي، په افغانستان کې د وسله والو طالبانو د حملو زياتېدل، په ځانګړي توګه پر کندز ښار حمله په بد وخت کې شوې ده.

ځکه هم مهاله افغان ولسمشر محمد اشرف غني د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د مرستندويانو په کنفرانس کې و او افغان حکومت خپلې دوه کلنې لاسته راوړنې په کې څرګندې کړې او د راتلونکو کلونو لپاره يې خپل ليد په کې واضح کړ.

د مجلې په ليکنه، تېر کال پر کندز ښار د وسله والو تر حملې وروسته ولسمشر غني په لوړ غږ ژمنه کړې وه چې دا پېښه به بيا نه تکرارېږي.

مجله ليکي، دا وار د وسله والو تر حملې ٢٤ ساعته وروسته د افغان ځانګړو ځواکونو او ناټو پوځيانو تر رسېدو وروسته وسله وال طالبان شاتګ ته مجبوره کړاى شوي، خو د دې پېښې له کبله رامنځته شوى شرم لا هم پر ځاى پاتې دى.

ايکانوميست مجله زياتوي، دا يوازې کندز ښار نه دى چې له امنيتي ګواښ سره مخامخ دى، بلکې هلمند او فراه ولايتونو دغه راز د افغانستان نورو برخو ته هم تهديد پېښ دى، يا هم د جنګ په صحنو بدلې شوې دي.

XS
SM
MD
LG