د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۲

ترکیې عراق کې د خپلو پوځیانو د حضور دوام وغوښت


د انقرې او بغداد تر منځ کړکېچونو وروسته له هغه زور واخېست چې د ترکیې پارلمان په عراق او سوریه کې د ترکي پوځیانو د حضور دوام د یو بل کال لپاره تایید کړ.

ترکیې د پنجشنبې په ورځ په عراق کې د خپلو پوځیانو د حضور دوام وغوښت.

خو بغداد بیا په عراق کې د ترکي پوځیانو د حضور له دوام سره مخالفت ښودلی او ویلي یې دي چې دا به د یوه سیمه ییز جنګ لپاره لمن هواره کړي.

د ترکیې صدراعظم بن علي یلدرم بیا په عراق کې د ترکي پوځیانو د ماموریت د تمدید په اړه وویل:

"مهمه نه ده چې د عراق حکومت څه وايي. د ترکیې پوځیان به له داعش ډلې سره د مبارزې په هدف په دغه هېواد کې پاتې شي."

د ترکیې صدراعظم بن علي یلدرم
د ترکیې صدراعظم بن علي یلدرم

صدراعظم یلدرم ویلي چې په عراق کې یې د پوځیانو د حضور دوام په سیمه کې د خلکو د هر ډول په زوره وېشل کېدو مخه نیسي.

ترکیه په عراق کې ۲۰۰۰ پوځیان لري چې پنځه سوه یې په بشیقه کمپ کې د هغو عراقي پوځیانو په روزنه بوخت دي چې غواړي د موصل ښار بېرته له داعشه ونیسي.

خو د عراق پارلمان بیا ترکیه اشغالګره وبلله او د دغه هېواد صدراعظم حیدرالعبادي ویلي چې په عراق کې د ترکیې د پوځیانو د حضور دوام به سیمه ییزه جګړه رامنځته کړي.

د عراقي چارواکو د دغو څرګندونو په غبرګون کې انقرې د عراق سفیر ورغوښتی او عراق هم ورته کار له ترکي سفیر سره کړی دی.

د ترکیې صدراعظم وویل چې د عراق دا کار له ښه نیته نه وه ځکه چې که ۶۳ هېوادونو ته څه نه وايي نو ولې یوازې د ترکیې په حضور اندېښنه ښيي.

د عراق او ترکیې تر منځ مخ په زیاتیدونکې لانجې کولای شي چې د امریکايي پوځیانو تر مشرۍ لاندې هغه عملیات اغېزمن کړي چې له داعشه د موصل ښار د بېرته نیولو لپاره په لار اچول شوي دي.

XS
SM
MD
LG