د نړیوالو اړیکو او سیاسي چارو ځیني شننونکي وايي چې د بروکسل کنفرانس په نسبي ډول د افغانستان تمې ځواب کړې خو خورا مهم مسائل لا هم بې ځوابه پاتې دي.
داوود میره کی وايي، نړیوالې ټولنې د ښځو حقونه او ځینې نور مسائل یاد کړل خو د افغانانو د مرګژوبلې او روانو ناامنیو په څېر مهمو مسایلو ته یې دومره توجه ونه کړه.
په امریکا کې مېشت د سیاسي چارو او نړیوالو اړیکو له شننونکي ډاکټر داوودمیره کي سره صفي الله ستانکزي مرکه کړې او په سر کې یې له هغه پوښتلي چې د بروکسل کنفرانس څه ډول تېر شو او د افغانانو تمې یې څنګه ځواب کړې:
ښاغلی میره کی یې په اړه وايي: