د ګوړې اچار په دې خپرونه کې مو لومړی د اچارو څو واړه- واړه مرتبانونه مخې ته ږدو او بلنه درکوو چې خوند ترې واخلئ.
لکه دا یو ېې چې وايي: هرڅه پورته ځي خو د هلکانو پتلونونه ښکته ښوئیږي!
ورپسې مو هغې جلسې ته بیا یو چې هلته د زورورو د ظلم ټس له کمزورو اوعام ولسه ایستل کېږي!
د برېښنا د بېې لوړولو جلسې ته.
په پای مو د صاحبنظر کېدو له کیسې او ګټو خبروو او له دې نه چې څنګه سړی صاحبنظر کېدلای شي.
یو تخنیک ېې جرأت بولي، په نورو ېې د کیسې له اورېدو وروسته ځان پوه کړئ.
جوړوونکي : ننګیارنااشنا