خبرونه
ننګرهار کې یو امریکایي عسکر د ماین چاودنه کې ووژل شو
ننګرهار کې پرون سې شنبه یو امریکایي عسکر د ماین په چاودنه کې ووژل شو.
د امریکا پوځ خبرپاڼه وايي، دا عسکر د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د ترورېزم ضد عملیاتو په ترڅ کې په ماین الوتی دی.
فرانس پرېس او روېټرز خبري اژانسونه وايي چې د امریکا دفاع وزارت د دې عسکر هویت نهدی څرګند کړی.
په افغانستان کې د ناټو او امریکايي قواوو ګډ قوماندان جنرال جان نېکولسن ټینګار کړی چې د داعش پر ضد عملیاتو لپاره به د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ جاري وساتي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ایران په بحرین کې د امازون شرکت پر یو معلوماتي مرکز برید کړی
پرون پرله پسې لسمه شپه وه چې امریکا په ایران کې یو شمیر مهمې سیمې وویشتي.
ایراني رسنیو نن سهار وختي په چابهار بندر او کنارک سیمو کې د څو چاودونو راپورونه ورکړل.
تراوسه د دغو بریدونو له کبله د مرګ ژوبلې خبر نه دی ورکړل شوی.
ایران پر امریکا په ځوابي بریدونو کې ادعا کړې چې په بحرین کې يې د امازون شرکت د مرکزي معلوماتو ودانۍ "ډیټا سنټر" ویشتی دی.
د ایران د سپاه پاسدارن انقلاب ځواکونو نن سهار په یو بیان کې ادعا وکړه چې په کویټ او بحرین کې يې د امریکا پوځي اډې په نښه کړې دي.
تراوسه بحرین او کویټ دغې ادعا ته غبرګون نه دی ښودلی.
بل پلو، اردن وايي، پنځه ایراني بې پیلوټه الوتکې يې نسکورې کړي دي.
د امریکا دفاع وزارت: د ایران په بریدونو کې نژدې سل امریکايي سرتیري ټپیان شوي
د امریکا دفاع وزارت وايي، د ایران په بریدونو کې نژدې سل امریکايي سرتیري ټپیان شوي.
د دغه وزارت ویاند شان پارنل پرون دوشنبې پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي،" په تیرو دوو اوونیو کې نژدې سل امریکايي سرتیري په سرسري توګه ټپیان شوي دي".
د هغه په ټکو،" د دغو سرتیرو نژدې ۹۶سلنه بیرته خپلو دندو ته ستانه شوي".
امریکا له دې مخکې د ایران په بریدونو کې د دوو امریکايي سرتیرو وژل کیدل تایید کړي وو.
په نورستان کې د سیلابونو له کبله د مړو شویو کسانو شمیر ۲۳ ته پورته شو
په نورستان کې د سیلابونو له کبله د مړو شویو کسانو شمیر ۲۳ ته پورته شو.
د طالبانو د حکومت پېښو سره د مبارزې ادارې مرستیال ویاند تاج محمد همت نن سه شنبې په یو ویډيو پیغام کې وویل،" د نورستان په مرکز پارون او شاوخوا سیمو کې د سیلابونو له کبله ۲۳کسان مړه، ۸۰ تنه ټپیان او له سلو ډیر لا هم تري تم دي".
د همت په ټکو، دغو سیلابونو په پراخه کچه خلکو ته مالي زیان اړولی دی.
پرون دوشنبې په نورستان کې له شدیدو بارانونو وروسته سیلونه راووتل.
پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ویډيوګانو کې ښکاري چې سیلابونه په مرکز پارون او نورو سیمو کې ودانۍ لاندې کوي او سخت زیانونه اړوي.
بل پلو، د هوا پیژنې ریاست نن سه شنبې په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست او غزني ولایتونو کې د شدید باران او له کبله يې د سیلابونو د جاري کیدو اټکل کړی دی.
خیبرپختونخوا ایالت کې سېلابونو د افغان کډوالو یو موټر وړی
پاکستاني رسنیو د مرستندویو چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د دوشنبې په ورځ یو موټر چې افغان کډوال پهکې سپاره وو، سېلاب په مخه کړ او د ورځې تر پایه یوازې د درېیو کسانو مړي وموندل شول.
پېښه لنډي کوتل کې شوې او چارواکي وايي د موټر د نورو سورلیو د موندلو لپاره هلې ځلې روانې دي.
تر اوسه دا معلومه نهده چې موټر کې څو کسه سپاره و، خو راپورونه وايي دغه کډوال افغانستان ته د ستنېدو په لار و.
د پاکستان حکومت د جولای له ۱۰مې راهیسې د هغو افغان کډوالو د نیولو لپاره نوی کمپاین پیل کړی چې د دوی په وینا پاکستان کې د اوسېدو لپاره د اعتبار وړ اسناد نهلري.
په منځني ختیځ کې د کړکېچ دوام؛ د نړۍ د نفتو بیې یو ځل بیا لوړې شوې
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د دوشنبې په ماښام د ایران د شېراز ښار کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
سپاه پاسداران ته نږدې فارس خبري اژانس ویلي، لومړني راپورونه ښيي چې د شېراز ښار په شمال لوېدیځه برخه کې پر یوې سیمې هوايي برید شوی دی.
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) تر دې دمه د دغه برید په اړه کومه اعلامیه نهده خپره کړې.
د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې نوی پړاو له نهو ورځو راهیسې روان دی او ایراني رسنیو د دوشنبې په سهار د ختیځ او لوېدیځ اذربایجان او بوشهر ولایتونو پر ځینو سیمو د بریدونو خبر ورکړی و.
بلخوا د کوېټ پوځ د دوشنبې په ماښام، وروسته له هغې چې په دغه هېواد کې د چاودنو د غږونو راپورونه خپاره شول، اعلان وکړ چې د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د بریدونو د نوې څپې پر وړاندې دفاع کوي.
د کوېټ پوځ په یوه اعلامیه کې دا بریدونه ایران ته منسوب کړي دي.
د امریکا او ایران ترمنځ د روانې جګړې په ترڅ کې، د ایران وسله والو ځواکونو په وروستیو ورځو کې پرلهپسې کوېټ او بحرین په نښه کړي دي.
کویټي چارواکو ویلي چې دغو بریدونو ځینو ملکي تأسیساتو ته زیان رسولی دی.
په عین حال کې راپورونه وایي چې د عمان اوبو ته نږدې دوه د نفتو ټانکرونه هم تر برید لاندې راغلي دي.
د یونان د کښتۍ چلونې شرکت "ډایناکام ټانکرز" ویلي چې د دغه شرکت تر مدیریت لاندې دوه د نفتو ټانکرونه د دوشنبې په ورځ د عمان ساحلي اوبو څخه د تېرېدو پر مهال تر برید لاندې راغلل.
د امریکا او ایران ترمنځ د نهمې پرلهپسې شپې متقابلو بریدونو له دوام وروسته، د خامو نفتو نړیواله بیه د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د لومړي ځل لپاره هر بېرل له ۹۰ ډالرو واوښته.
د افغانانو لپاره د کډوالۍ غمیزه؛ د نیمروز په دښتو کې لا هم ۱۴ کسان ورک دي
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سی ار) وايي چې د نیمروز ولایت په دښتو کې لا هم ۱۴ افغانان ورک دي.
یادې ادارې د دوشنبې په ورځ «د سرطان په ۲۹مه» په خپلې اېکس پاڼه لیکلي چې د هغو پنځو ځوانانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي چې مړي یې په دغو دښتو کې موندل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي چې د خپلو سیمهییزو همکارانو په مرسته د زیانمنو شویو کورنیو د ملاتړ لپاره په سیمه کې حضور لري.
تر دې مخکې نیمروز کې د طالبانو حکومت چارواکو ویلي و چې د هغو پنځو ځوانانو جسدونهیې موندلي چې ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال د دغه ولایت په دښتو کې مړه شوي وو او د نورو ورکو شویو کسانو د موندلو هڅې لا هم روانې دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ دا پېښه یوه غمجنه فاجعه بللې او ټینګار یې کړی چې د خلکو د خوندیتوب او د خوندي فرصتونو د برابرولو اړتیا شته، څو خلک اړ نهشي چې د ښه ژوند په لټه کې خپل ژوند له خطر سره مخ کړي.
UNHCR: سویس د زیانګالو افغانانو د لاسنیوي لپاره ورسره نوې مرسته کړې
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د کډوالو لوی کمیشنیري د سویس د ۲،۴ میلیون ډالرو د مرستو هرکلی کوي او وایي چې د دې هیواد په دې سخاوتمندانه مرستو به وکولای شي چې په افغانستان کې د بشري اړتیاوو د پوره کولو چارې مخ ته یوسي. دې ادارې نن دوشنبې په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې په دې مرستو سره به دغه راز وکولای شي چې په ټولنو کې د راستنېدونکو کسانو د ادغام او زیانګالو ټولنو دوامداره ملاتړوکړي.
د ملګروملتونو د کډوالو لوی کمیشنیري ویلي چې په افغانستان کې د زیانګالو د لاسنیوي لپاره کافي بودیجه نه لري او تراوسه د هغې بودیجې چې دې کمیشنیرۍ په روان کال کې د دې هیواد لپاره غوښتنه کړې، یوازې ۲۵ سلنه یې تامین شوې ده.
په نړۍ کې د تېلو د یوه بیرل بیه له ۹۰ ډالرو څخه واوښته
په داسې حال کې چې متحده ایالاتو او ایران د پرله پسې نهمې شپې لپاره پر یو بل بریدونو ته دوام ورکړ، د برېنټ اومه تیلو د یوه بیرل بیه له ۹۰ ډالرو واوښته. د امریکا د اومه تېلو بیه هم څه باندې ۲ سلنه لوړه اود هر بېرل بیه یې څه باندې ۸۴ ډالرو ورسیده.
هغه راپورونه چې وایي چې د هرمز تنګي له لارې د تېرېدونکو بېړیو شمېر کم شوی هم په نړۍ کې د تېلو د بیو د لوړېدو لاملونه ګڼل کیږي.
د جولای په ۲۰مه، د اسیا په بازارونو کې د امریکا ډالر هم د ډېرو مهمو نړیوالو اسعارو پر وړاندې یوڅه پیاوړی شو.
امریکایي ډالر د جاپاني ین پر وړاندې ۱ سلنه لوړ شو چې دا په تېرو ۱۱ ورځو کې تر ټولو لوړه کچه ده. د جیوپولیټیکي کړکچ د زیاتېدو له امله اکثره پانګه وال خوندي شتمنیو ته مخه کوي.
په ټوله کې د اسیا د ونډو بازارونو هم نن دوشنبې خپله کاري اوونۍ د ارزښتونو په کمېدو سره پیل کړه.
د افغانستان په شمال کې زلزله شوې
د امریکا د جیولوژۍ سروې اداره د دوشنبې سهاروختي د افغانستان په شمال کې د یوې زلزلې خبر ورکوي.
دې ادارې ویلي چې د دغې زلزلې چې قدرت یې د ریښترپه کچه ۴،۵ درجې ثبت شوی، د بدخشان ولایت د جرم ولسوالی په ۹۷ کیلومترۍ کې ۱۰۵ کیلومتره ترځمکې لاندې وو. د دې ادارې په وینا د دغې زلزلې ټکانونه ښایي په جرم او شاوخوا سیمو کې احساس شوي وي.
شاوخوا درې میاشتې مخکې هم په سیمه کې دوه پرله پسې زلزلې شوې وې چې د یوې شدت یې د ریښترپه کچه ۵،۳ او د بلې ۴،۵ وو. د دغو زلزلومرکز د بخشان د جرم ولسوالي د جنوب په اووه ویشت کیلومترۍ کې و.
په افغانستان کې په ځانګړي ډول د هندوکش په غرونو کې ډیرې زلزلې کیږي.
په عراق کې یو امریکایي سرتیری د ایران په برید کې ووژل شو
د امریکا پوځ په ایران کې د بریدونو د یوې بلې لړۍ د ترسره کیدو او په عراق کې د یوه امریکایي سرتیري د وژل کیدو خبر ورکوي.
د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ، سینټکام وویل چې په عراق کې د ایران د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې یو امریکایي سرتېری ووژل شوچې په دې سره د ایران او امریکا ترمنځ د لنډمهالې هوکړې راهیسې په تازه بریدونو کې د وژل شویو امریکایي سرتیرو شمیردریو ته ورسید. دغه راز د څلورم امریکایي سرتیري چې په اردن کې د دوو وژل شویو امریکایي سرتیرو ترڅنګ یې د بې درکه کیدو راپورورکړل شوی و، هم د مړینې احتمال زیات شوی دی. سنټکام د جولای په ۱۹مه په خبرپاڼه کې وویل چې په عراق کې امریکايي سرتیری هغه مهال ووژل شول چې د ایران د یوې راپرځېدلې بې پیلوټه الوتکې ناچاودې مهماتو ته یې په کنټرول شوې بڼه چاودنه ورکوله. د پوځ په خبره په دې پيښه کې یو بل سرتیری برسیرن ټپي شوی چې اوس تردرملنې لاندې دی. سینټکام دغه راز وویل چې پرایران یې د نهمې پرله پسې شپې بریدونه پای ته رسولي دي. پوځ ویلي چې د ایران پر ځینو پوځي ځایونو دغه بریدونه د دې لپاره ترسره شول چې په هرمزتنګي کې په تیریدونکو سوداګریزو کشتیو د ایران د بریدونو وړتیا نوره هم کمزورې کړي.
په عین حال کې سپاه پاسدران انقلاب ځواکونو ویلي چې په کویټ، بحرین او سوریه کې یې د امریکا پراډو بریدونه کړي دي.