د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۵

افغانستان کې د ښځو تیاتر کله پیل شو؟


نن سبا ولې ښځینه تیاتر کارکوونکې کمې شوې دي؟ او د یوې داسې ټولنې له فعالیتونو به هم خبر شئ چې د نجونو لخوا په ازاده فضا کې د تیاتر نندارې وړاندې کوي.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته او د نوي حکومت په راتګ سره د افغانستان ښځې او نجونې څه ناڅه د سنتي حصار له محدودیتونو راووتې او خپل حضور یې په ټولنیزو او هنري برخو کې ثابت کړ.

نن سبا په مرکز او ولایتونو کې یو شمیر مېرمنې په تیاتري ګروپونو کې شاملې دي او ځان ته ځانګړي تیاتري ګروپونه هم لري،د دې ترڅنګ هرکال یو شمېر نجونې د تیاتر مسلکي زده کړو لپاره د کابل پوهنتون د هنرونو په پوهنځي کې مسلکي زده کړې کوي.

خو د لاس ته راوړنو ترڅنګ مېرمنې اوس هم د ټولنیزو او فرهنګې ستونزو له امله نشي کولی په دا ډول پروګرامونو کې فعاله ګډون ولري، دا چې اوس په تیاتر کې څومره مېرمنې فعالیت کوي او کومې ستونزې د دوی د کار مخه نیسي د افغانستان ملي تیاتر سرپرست سید منصور رحماني وایي په ملي تیاتر کې تقریباً لس تنه مېرمنې کار او فعالیت کوي او په ځینو ولایتونو کې هم ښځینه ممثلینو ته زمینه برابره شوې ده.
د تیاتر اساسي بنسټ د شاه امان الله خان په دوره کې کېښودل شو او په ۱۳۰۳لمریز کال کې د ستوري په ماڼۍ کې د خپلواکۍ د جشن پرمهال د تیاتر لومړۍ ننداره جوړه شوه.

د پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:11:56 0:00
مستقیم لېنک


جوړوونکې: مسعوده نیازۍ

XS
SM
MD
LG