نړۍ
امریکا: هند او پاکستان دې خپلو خبرو کې مثبت بدلون راولي
د امریکا بهرنیو چارو وزارت له هند او پاکستان څخه غوښتي دي چې په خپلو خبرو کې مثبت بدلون راولي څو د کشمير پر سر د زیاتیدونکي تاوتریخوالي د پراخېدو مخه ونیسي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي دا غوښتنه هغه وخت خپره شوه چې هندي ځواکونو د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې پر وسلهوالو جنګیالیو برید وکړ.
پاکستان ادعا کوي چې په دې برید کې یې هندي ځواکونو دوه سرتیري وژلي دي.
خو هند دا ادعا ردوي او وايي چې وسلهوال مخالفین يې وژلي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په ریاض کې د اروپايي ټولنې او خلیجو هېوادونو ناسته وځنډول شوه
د اروپايي ټولنې او خلیجو هېوادونو هغه ناسته چې تمه وه په سعودي عربستان کې جوړه شي، د امنیتي اندېښو له کبله وځنډول شوه.
اروپايي شورا پرون پنجشنبه وویل چې تمه وه دغه اقتصادي سرمشریزه د روانې میاشتې په ۲۳مه نېټه د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د متحده عربي اماراتو، قطر، بحرین او عمان د استازو په ګډون جوړه شي، خو د امنیتي دلایلو له کبله ځنډول شوې او د جوړېدو نوې نېټه بهيې وروسته اعلان شي.
دا پرېکړه وروسته له هغې ده چې د یمن حوثي یاغیانو د سعودي عربستان د تېلو پر تأسیساتو د بریدونو سربېره د ریاض پر هوايي ډګر بریدونه وکړل.
د ایران له ملاتړه برخهمن حوثي یاغیانو په وروستیو کې پر سعودي عربستان خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
د ایران سمندري ځواکونه: له هرمز تنګي یوې تېرېدونکې بېړۍ اور اخیستی
د ایران سمندري ځواکونه وايي، هغې تېل وړونکې بېړۍ اور اخیستی چې غوښتليې د هرمز تنګي له "منعه شوې سیمې" تېره شي.
دې ځواکونو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې یادې بېړۍ خپل ټول تعقیبوونکي وسایل او راډیو بنده کړې وه او هڅهيې کوله چې له "منعه شوې سیمې" تېره شي.
په اعلامیه کې د بېړۍ نوم او نور جزئیات نهدي ورکړل شوي او د اور لګېدو د لامل په اړه هم څه نهدي ویل شوي.
ایران او امریکا دواړه د هرمز تنګي د کنټرول ادعاوې کوي.
امریکا ادعا کړې چې په وروستیو کې ډېر شمېر بېړۍ له تنګي تېرې شوې دي.
سياېناېن: امریکا پر ایران د احتمالي بریدونو لپاره د «بمونو مور» کارول ارزوي
د سياېناېن ټلوېزیوني شبکې د باخبره امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې پر ایران د بریدونو د بیا پیل په صورت کې ښايي د امریکا پوځ د دغه هېواد د انرژۍ پر زېربناوو او اټومي تاسیساتو د «ټولو بمونو د مور» په نوم له مشهور بم څخه کار واخلي.
د دغه راپور له مخې، چې د پنجشنبې په ورځ، د تلې په ۲۳مه خپور شوی، د دې بم کارول پرایران د محتملو بریدونو لپاره د امریکا په پوځي پلان کې له مطرح شویو انتخابونو څخه یو دی.
خو د بریدونو د بیا پیل وروستۍ پرېکړه باید د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر وشي.
د GBU-43/B په نامه بم، چې د «ټولو بمونو د مور» په نوم پیژندل کیږي، د امریکا د پوځ له تر ټولو لویو غیر اټومي بمونو څخه دی او د چاودنې خورا لوړ ځواک لري.
سياېناېن لیکلي، چې د دغه بم کارول ښايي په جګړې کې د پام وړ پراخېدو لامل شي.
خو د پوځي پلان جوړونې څخه باخبره چارواکو دې شبکې ته ویلي، چې د واشنګټن د ستراتیژیکو موخو په ترلاسه کولو کې د دې وسلې د اغېزمنتیا په اړه لا هم ځینې شکونه شته.
رویټرز خبري اژانس، چې د سياېناېن راپور یې خپور کړی، ټینګار کړی، چې نه دی توانېدلی دغه معلومات په خپلواکه توګه تایید کړي.
د امریکا پوځ د بمونو د مور په نامه دغه بم په ۲۰۱۷ کال د اسلامي دولت یا داعش ډلې د خراسان څانګې په مورچو باندې د افغانستان په ننګرهار ولایت کې کارولی دی.
ایران کې یو پولیس او د بسیج یو قوماندان وژل شوي
د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې یو پولیس او د ښځینه رضاکارو ځواکونو یا بسیج یو قوماندان وژل شوي دي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، په مهرستان ولسوالۍ کې پر یوه پولیس موټر د وسلهوال برید په پایله کې پولیس، محمد علي شهریاري سخت ټپي شوی و چې وروستهیې په روغتون کې ساه ورکړه.
سپاه پاسداران ته نږدې خبري اژانس، تسنیم وايي چې پرون (چهارشنبې) وسلهوالو حمله کوونکو د پولیسو پر موټر برید وکړ چې په نتیجه کې یې د دواړو خواوو ترمنخ نښته وشوه او حمله کوونکي په تېښته بریالي شول.
د حالوش خبري اژانس د راپور له مخې، په دې برید کې درې نور پولیس هم ټپیان شوي، خو بریدګر نیول شوي نهدي.
په سیستان او بلوچستان ولایت کې له څو اوونیو راهیسې د وسلهوالو او پولیسو ترمنځ نښتې او بریدونه روان دي چې په ترڅ کې یې یو شمېر پولیس وژل شوي دي.
د ترکیې پولیسو د اردوغان حکومت پر یو منتقد ټلوېزیوني چاینل چاپه وهلې
د ترکیې پولیسو د چهارشنبې په ورځ «د تلې په ۲۲مه» په استانبول کې د «هالک ټيوي» پر ودانۍ چاپه وهلې او د دې شبکې ژوندۍ خپرونې یې درولې دي.
دا چاینل د رجب طیب اردوغان د حکومت له منتقدانو څخه و.
د ترکیې د رسنیو د راپورونو له مخې، پولیس د هالک ټلوېزیون ودانۍ ته ننوتلي، کارکوونکو تهیې د کار ځای ته د ورتګ اجازه نهده ورکړې او د شبکې د چارو د سمبالولو لپارهیې یو سرپرست ټاکلی دی.
د راپورونو له مخې، د دې شبکې ژوندۍ خپرونې په ځايي وخت د سهار شاوخوا شپږ نیمې بجې بندې شوې او پر ځای یې ثبت شوې خپرونې پیل شوې دي.
د استانبول څارنوالۍ ویلي، دغه عملیات د رشوت اخیستو، درغلۍ او د پیسو سپینولو په ګډون د یو شمېر تورونو په تړاو د څېړنو په چوکاټ کې ترسره شوې دي.
د قضايي چارواکو په وینا، د ۱۷ کسانو د نیولو حکمونه صادر شوي او لږ تر لږه ۱۱ کسان نیول شوي دي.
هالک ټلوېزیون د ترکیې له پېژندل شویو مخالفو رسنیو څخه دی او په پراخه کچه د مخالفو ګوندونو، په ځانګړي ډول د جمهوري غوښتونکي خلق ګوند، دریځونه خپروي.
د بېپولې خبریالانو د سازمان د ۲۰۲۵ کال د مطبوعاتو د ازادۍ په نوملړ کې ترکیه د ۱۸۰ هېوادونو په منځ کې ۱۵۹م ځای درلود.
هند کې د انتخاباتو کمېسیون ضد اعتراضونو له امله د یوه ګوند ۲ مشران نیول شوي
د هند د ډېلي پولیسو د چهارشنبې په ورځ «د تلې په ۲۲مه» د «کاکروچ جانتا» (سيجېپي) په نوم د ځوانانو د یوه ګوند دوه مشران د عامه نظم د ګډوډولو په تور د پنځو ورځو لپاره نیولي دي.
۳۰ کلن اشوتوش رانکا او ۲۷ کلن سوراو داس د سېشنبې په ورځ د جانتار منتر په اعتراضي سیمه کې له امنیتي خنډونو تېر شول، د هند ملي بیرغیې پورته کړ او وروسته ونیول شول.
دغه ګوند او نورو مخالفو ډلو د انتخاباتو د کمېسیون د مشر د استعفا غوښتنه کړې او دغه کمېسیونیې تورن کړی چې د نرېندرا مودي په مشرۍ د واکمن ګوند په ګټهیې د رأی ورکوونکو په نوملړ کې لاسوهنه کړې ده.
د انتخاباتو کمېسیون دغه تورونه رد کړي دي.
د پارلمان د مخالفانو مشر راهول ګاندي د نیول شویو کسانو ملاتړ کړی دی.
د بشري حقونو د څار سازمان هم د هند له حکومت څخه غوښتي چې د سولهییزو اعتراضونو لپاره د خلکو حق ته درناوی وکړي.
د ډېلي پولیسو تر دې مخکې جانتار منتر د هغو ځایونو له نوملړ څخه ایستلی و چې د اعتراضونو د ترسره کولو اجازه پهکې ورکول کېږي.
پرسعودي عربستان د یمن د حوثیانو تازه بریدونه
د یمن حوثيانو د سعودي عربستان په ظهران او ریاض کې د ارامکو د تېلو پر تاسیساتو او د ملک خالد پر نړیوال هوايي ډګر د بریدونو مسوولیت منلی او خبرداری یې ورکړی چې د سعودي عربستان د تېلو پر تاسیساتو او هوايي ډګرونو به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.
د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع نن وویل چې دا بریدونه یې د بالستیک او کروز توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په وسیله کړي دي.
د سعودي په مشرۍ ایتلاف وویل چې د چهارشنبې په ورځ یې د حوثیانو لخوا د ریاض پر لور توغول شوی یو بالستیک توغندی شنډ کړی او د سعودي په پلازمېنه کې د څو زورورو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
د شنبې په ورځ د ریاض پر هوايي ډګر په برید کې ۱۳ کسان ووژل شول.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د حوثیانو بریدونه په کلکه غندلي او ویلي یې دي چې د دې ډلې کړنې به”هېڅکله هېرې نه کړي.”
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هند او ازبکستان ته سفر کوي
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به د شنبې په ورځ هند او ازبکستان ته خپل پنځه ورځنی سفر پیل کړي.
د رویترز د راپورله مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ وویل چې روبیو به په هند کې له چارواکو سره د سیمه ییزو او نړیوالو تحولاتو او د انرژۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.
دا سفر داسې مهال ترسره کېږي چې د امریکا او هند اړیکې د یو شمېر اختلافونو له امله ترینګلې شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریز تړون د وروستي کولو هڅې هم له خنډ سره مخامخ شوې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې روبیو به د ازبکستان په سمرقند ښار کې د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، قرغزستان او قزاقستان له چارواکو سره هم وګوری. له روبیو سره په دې سفر کې به د له دوه سوه زیاتو امریکایي سوداګرو یو پلاوی هم ملګری وي.
روسیې د اوکراین پر پلازمینه نوي بریدونه کړي دي
اوکرایني چارواکي وایي پرپلازمینه کییف د روسیې د تیرې شپې په هوایي بریدونو کې لږترلږه درې کسان وژل شوي او له شلو زیات نور ټپیان شوي دي.
د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو نن چهارشنبې د تلې په ۲۲ وویل چې روسي ځواکونو په بالستیک توغندیو په دغه ښار کې د برېښنا څو تاسیسات په نښه کړي و.
د اوکراین د انرژۍ شرکت ډي ټي ای کې د معلوماتو له مخې، روسي ځواکونو د شپې په برید کې د کییف د برېښنا یوه مهمه دستګاه په نښه کړې چې له امله یې د دغه ښار لږترلږه په پنځو ناحیو کې برېښنا په بېړني ډول پرې شوې ده.
دا بریدونه وروسته له هغه شوي چې اوکراین روسیه د هغه اوربند په ماتولو تورنه کړه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د انرژۍ پر تاسیساتو د بریدونو د بندولو په اړه اعلان کړی و.
تور سمندرګي کې د پېښو له زیاتوالي وروسته ناټو خپل دفاعي تدابیر ارزوي
په تور سمندرګي کې د بلغاریا ساحل ته نږدې پر یوې بېړۍ باندې د بېپیلوټه الوتکې تر لګېدلو وروسته د ناټو سازمان ویلي چې هلته خپل دفاعي تدابیر زیاتوي.
بېړۍ ډوبه شوې او ۱۱ کسه سپرلۍ لادرکه شوې دي.
د ناټو عمومي منشي مارک روته د سېشنبې په ورځ «د تلې پر ۲۱مه» اعلان وکړ چې دغه سازمان به په تور سمندرګي کې پر سوداګریزو بېړیو د بېپیلوټه الوتکو د وروستیو بریدونو په غبرګون کې خپل دفاعي تدابیر د اړتیا له مخې تنظیموي.
هغه وویل چې له دغو بریدونو وروستهیې د بلغاریا صدراعظم رومن رادف سره خبرې کړې دي.
دا په یوه اوونۍ کې د بلغاریا ساحل ته نږدې دا ډول دوهمه پېښه ده.
د بلغاریا چارواکو د سېشنبې په ورځ د روسیې سفیر هم احضار کړ.
اوکراین او اروپايي ټولنې هم دغه بریدونه غندلي، خو روسیې تر اوسه په دې اړه غبرګون نهدی ښودلی.