د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په مرکز ډاکه کې د بنګلهدېش ملي ټیم ته پرون په دوو ویکټو ماتې ورکړه.
له دې بریا سره د افغانستان او بنګلهدېش د روانو یو ورځنۍ لوبو لړۍ یو د یوه په وړاندې مساوي شوه.
محمد نبي د لوبې غوره لوبغاړی شو.
ده دوه وېکټې واخیستې او نهه څلویښت منډې یې جوړې کړې.
له بنګلهدېش سره د افغانستان درېیمه یوه ورځنۍ لوبه د شنبې په ورځ ده، هر ټیم که دا لوبه وګټله د دې لړۍ کپ به ترلاسه کوي.