د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۵۵

دنیا: د استبداد په لور روان حکومت

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼیو خپل ډېر مطالب او تبصرې د ملي یووالي حکومت د کار د دوام، د دې حکومت د مشروعیت او د طالبانو په واسطه د کابل ښار د سقوط د شلمې کلیزې په اړه لیکلي دي.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې خپلې سرمقالې ته دا نوم ورکړی چې د ملي یووالي د حکومت وروستۍ هڅې له مشروعیت سره مرسته کوي.

د سرمقالې لیکوال ویلي چې د ملي یووالي د حکومت وخت پوره دی او نور نه سیاسي مشروعیت لري او نه هم حقوقي.

سرمقاله لیکونکي ویلي، همدې ته په پام اړتیا ده چې د ملي یووالي حکومت بېرته قانوني او حقوقي چوکاټ ته برابر شي.

د سرمقالې لیکوال لیکلي چې سیاسیون، مدني ټولنې، ګوندونه، حقوق‌پوهان او خلک غوښتنه کوي چې ناقانونه واکمني دې نوره ختمه شي.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې هم خپله سرمقاله د ملي یووالي حکومت په اړه مسایلو ته ځانګړي کړې او ویلي یې دي چې د استبداد په لور روان حکومت.

سرمقاله لیکونکی وایي چې د ملي یووالي حکومت ان پر مظاهرو هم بندیز لګولی او دا د سر مقاله لیکونکي په خبره پر مدني حرکتونو بندیز لګول دي.

سرمقاله لیکونکي ویلي چې مدني حرکتونه او د بیان ازادي د تېرې یوې نیمې لسیزې تر ټولو عمده لاس ته راوړنه ده او باید چې په استبدادي حرکتونو سره دا لاسته راوړنه له‌منځه ولاړه نه‎شي.

سرمقاله لیکونکي د جنبش روښنایي د مظاهرې بندولو ته په اشاره پوښتنه کړې چې ایا دغه وضعیت خلکو ته د منلو وړ دی، ایا په دې برخه کې وړاندې کړې پلمه منطق لري او ایا دا په یوه ډول د بیان د ازادي مخنیوی نه دی؟

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي چې د ملي یووالي حکومت په تېرو دوو کلونو کې د ښځو او ماشومانو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې ناکام وو.

په دې اړه مطلب کې د افغانستان د بشري حقونو د سازمان په حواله ویل شوي چې د ملي یووالي حکومت د ښځو او ماشومانو د حقوقو د مصؤنیت په برخه کې خپلې ژمنې په ملي او نړیواله سطح نه دي عملي کړي.

په مطلب کې د دې سازمان د مشر لعل ګل لعل له قوله راغلي چې د ملي یووالي حکومت په دې برخه کې لاس ته راوړنه نه‎لري او د بروکسل په کنفرانس کې به تش لاس ګډون کوي.

چراغ:

چراغ ورځپاڼې په یوه مطلب کې له اوس نه ۲۰ کاله وړاندې د طالبانو له‎خوا د کابل ښار سقوط یوه توره ورځ بللې ده.

د مطلب لیکوال ویلي چې په دې ورځ د پردیو او دښمنانو په توطه طالبان د شریعت په سپینه جامه کې کابل ته ننوتل او د امنیت او قانونیت په نوم یې خلک له راز- راز کړاونو سره مخامخ کړل.

په مطلب کې راغلي چې طالبانو په لومړي سر کې د عدالت او امنیت خبرې کولې خو وروسته یې خلک له تاوتریخوالي سره مخامخ کړل او افراطیت یې رامنځ ته کړ.

نسیم شفق

This item is part of
XS
SM
MD
LG