د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې په ترکېب کې پر بدلون غور کېږي.
د بنګلهدیش د کرکټ لوبډلې د یکشنبې په ورځ د افغانستان د کرکټ ملي ټیم ته ماتې ورکړه.
د کرکټ بورډ لومړي مرستیال عزیز الله فضلي پرون ازادي راډیو ته وویل:
"د افغانستان د ټیم کپټان زموږ پر کمزوریو غور کوي او ښايي د لوبډلې په ترکېب کې ځیني بدلونونه راشي. د بنګلهدیش لوبډله په نړیواله کچه تجربه لري خو موږ د سبا مسابقې ته ښه تیار یو."
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم سبا چهارشنبې د بنګلهدیش د کرکټ له لوبډلې سره دوهمه مسابقه لري.
د ښاغلي فضلي په وینا، که د افغانستان ملي ټیم دا سیالي وګټي، له بنګلهدیش سره دریمه مسابقه به یې د اکټوبر په لومړۍ نېټه وي.