د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۷

په کورنو کې د وسلو ساتلو پایلې!


یو بد دود چې تېرو جګړو موږ ته په میراث پریښی هغه په ډېرو کورنو کې د وسلو ساتل دي، کله چې د وسلې نوم یادېږي نو سم له لاسه مو ذهن ته جنګ جګړې او مرګ ژوبله راځي.

د همدې لپاره خو ډېری کسان کرکه ورنه کوي، وسلې په پخوا وختونو کې هم ځینو کسانو له ځان سره ګرځولې، خو دومر نه لکه اوس چې په کورنو او عامو لاروکې له غیري مسؤلو کسانو سره لیدل کېږي، ښکاره مثال یې دا وروستۍ مظاهرې یادولی شو.

عام خلک وایي چې مظاهره د هر وکړی مدني حق دی، خو چې په سولیزه ټوګه وي نه دا چې له وسلې سره مظاهرې ته راووزی، دوی په دې کارسره تېر جنګونه یو ځل بیا د خلکو ذهن کې تازه کوي او د عامه وکړو نفرت او کرکه د ځان پر وړاندې پیدا کوي.

ستاسو په نظر د وسلو ساتل بیا یې په مظاهرو او ځینو نورو خاصو ورځو کې کارول څنګه دي؟ ایا کله مو په کورکې وسله ساتلې؟ که مو ساتلې وي پایله یی څه وه؟

د پروګرام اورېدو لپاره لاندې لینک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:11:57 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG