د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۸

کابل چاپ ورځپاڼو حزب اسلامي سره د سولې په اړه تبصرې کړي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې بیا هم د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره د حکومت د سولې د خبرو په اړه یو شمېر مطلب چاپ کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې د سولې د عالي شورا د یو شمېر غړو په حواله لیکلي چې له حزب اسلامي سره د سولې د خبرو په هوکړه لیک کې هیڅ ډول تخنیکي ستونزه نه ده پاتې.

ویسا په خپل دغه مطلب کې د سولې د عالي شورا د بهرنیو اړیکو د سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار له قوله لیکلي چې، کارونه روان دي او ښايي تر راتلونکو څو ورځو پورې دغه هوکړه لیک لاسلیک شي.

ویسا په خپل دغه مطلب کې دغه شان د ولسي جرګې د یو غړي نذیر احمد احمدزي له قوله لیکلي چې په دې برخه کې ځنډ د هیڅ چا په ګټه نه دی او افغان حکومت باید په دې برخه کې ټول خنډونه له منځه یوسي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې د یو شمېر سیاسي شنونکو په حواله په دې اړه په خپله سر مقاله کې لیکلي چې، د افغان حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې د خبرو دغه بریالیتوب به د افغان طالبانو په ګډون د نورو سخت دریځو وسله والو مخالفینو پر روحیې هم مثبته اغېزه وکړي او له حکومت سره به یې د سولې د خبرو پیل کېدو ته وهڅوي.

هېواد په دې اړه وړاندې په خپله سر مقاله کې لیکلي چې، د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د چین د دایمي استازي مرستیال هم په نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د دې پروسې ملاتړ وکړي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سر مقاله کې لیکلي چې د حزب اسلامي سره د سولې د هوکړه لیک ځنډ د خلکو د غبرګون لامل شوی او خلک اندېښمن دي او پوښتي چې د اسلامي حزب سره د سولې پر وړاندې اصلي خنډ څه دی؟ ولې هوکړه لیک نه لاسلیک کېږي؟ څوک د دغه هوکړه لیک مخالفت کوي او ولې یې کوي؟ حکومت لا هم دغو پوښتنو ته ځواب نه وايي، کله تخنیکي ستونزې پلمه کوي او کله بیا وايي چې ژر به دغه کار وشي.

د سرمقاله لیکونکي په وینا دا یو ځواب هم سم نه دی، خلک باید پوه شي چې د سولې هوکړه لیک ولې نه لاسلېک کېږي؟

سرخط:

خو سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې د داسې یوې سرچینې په حواله چې نوم یې نه دی اخیستی لیکلي چې جمعیت ډله او یو شمېر کابل مېشتي حزبیان په ښکاره د دغې هوکړې ملاتړ او په پټه مخالفت کوي.

سرخط په خپل دغه مطلب کې لیکلي چې دغه ډلې په خپلو کې پټې غوندې کوي او د حکمتیار د راتګ مخه نیسي.

خو د سر چینې په حواله په مطلب کې راغلي چې، ولسمشر یو کمېسیون ټاکلی چې کابل ته د حکمتیار د راتګ چارې تنظیم کړي چې مشري یې هم خپله کوي.

XS
SM
MD
LG