د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱ تله ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۱۳

افغانستان

ارزګان چارواکي: ترینکوټ شاوخوا کې یو شمېر پوستو سقوط کړی

د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې د مرکز ترینکوټ ښار په شاوخوا سېمو یو شمېر امنیتي پوستو سقوط کړی دی.

د ارزګان د امنیت امر حاجي عبدالقوي ازادي راډيو ته وویل چې وسله‌وال ښار ته داخل شوي او افغان ځواکونه ورسره مقامت کوي.

نوموړي د تلفاتو په اړه جزیات ورنه‌کړل خو خبرداری یې ورکړ که افغان ځواکونو ته مهمات ونه‌رسېږي نو د ولایت مرکز به سقوط وکړي.

د ارزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې له تېرو دوو ورځو راهیسې جګړه روانه ده.

وسله‌وال طالبانو هم په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې ترینکوټ ته ننوتي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

افغان ووشوکارانو په اسیایي لوبو کې دوه برونز مډالونه وګټل

په اسیايي لوبو کې د افغانستان ګډون
په اسیايي لوبو کې د افغانستان ګډون

افغان ووشوکارانو په اسیایي لوبو کې د دوو برونزو مډالونو ګټل یقیني کړل.

محمد خالد هوتک او حامد اشرفي د سې‌شنبې په ورځ «د وږې په ۳۱مه» خپل اندونیزیایي سیالان مات کړل او په دې سره‌یې د برونزو مډالونه یقیني کړل.

دغه دواړه لوبغاړي به په بل پړاو کې د سپینو زرو د مډال لپاره سیالۍ وکړي.

خالد هوتک تر دې مخکې هم دوه ځله په اسیایي لوبو کې، په چین او اندونیزیا کې، د برونزو مډالونه ګټلي دي.

د اسیایي لوبو سیالۍ د جاپان د ایچي ولایت په ناګویا ښار کې روانې دي.

د افغانستان لسګونه لوبغاړي چې د هېواد له بهره مېشتې یو شمېر افغانې لوبغاړې هم په‌کې شاملې دي، په بېلابېلو برخو کې ګډون لري.

فایق: افغان ښځې د ټولنې راتلونکې مشرانې دي

د افغان ښځو یو لاریون - عکس پخوانی دی
د افغان ښځو یو لاریون - عکس پخوانی دی

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په درشل کې د افغانستان د ښځو، سولې او ملي پخلاینې په نوم یوه غونډه جوړه شوه.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق تېر ماښام دې غونډې ته وویل چې له پنځو کلونو راهیسې افغان نجونې او ښځې په سیستماتیکه توګه له تعلیم، کار او ټولنیز ژونده محرومې شوي.

هغه وویل چې افغان ښځې یواځې قربانیانې نه بلکې د ټولنې راتلونکې مشرانې دي او په هر سیاسي بهیر کې باید د هغوی ګډون په مستقیمه او اغېزمنه توګه ډاډمن وي.

دې غونډه کې د یو شمېر هېوادونو استازیو او ځینو افغان فعالانو برخه اخیستې وه.

افغان بایسکل چلوونکې فریبا هاشمي د اسیایي لوبو نایب اتله شوه

فریبا هاشمي  - د نقرې مډال ګټلی
فریبا هاشمي - د نقرې مډال ګټلی

افغان بایسکل چلوونکې فریبا هاشمي په اسیايي لوبو کې د نقرې مډال وګاټه.

فریبا هاشمي سه شنبه سهار د سړک د بایسکل چلوونې ټاکلی واټن په ۲ ساعتونو، ۵۰ دقیقو او ۵ ثانیو کې وواهه او تر چینایۍ لوبغاړې وروسته دویم مقام ته ورسېده.

دا لومړی وار دی چې له اسیايي لوبو افغان نجونې مډال ترلاسه کوي.

فریبا هاشمي چې په ایټالیا کې اوسیږي په اسیايي لوبو کې د افغانستان استازیتوب کوي.

اسیايي لوبې د جاپان ایچي ناګویا کې روانې دي چې له افغانستانه هم په څو برخو کې د یو شمېر بهر مېشتو افغان نجونو په ګډون لږ تر لږه ۳۴ لوبغاړي برخه اخیستې.

پر افغانستان هوايي بریدونه؛ پاکستان وايي ۲۸ سخت دریځي یې وژلي

پر کونړ د پاکستان د هوايي حملې له امله رامنځته شوې ویجاړۍ
پر کونړ د پاکستان د هوايي حملې له امله رامنځته شوې ویجاړۍ

په داسې حال کې چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت یوناما په افغانستان کې په هوایي بریدونو کې د درې ملکي وګړو د وژل کېدو پخلی وکړ، د پاکستان حکومت ټینګار کوي چې په دغو بریدونو کې لږترلږه ۲۸ سخت دریځي وژل شوي دي.

د روېټرز د راپور له مخې د پاکستان یوه امنیتي چارواکي چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې په راپور کې خپور شي ویلي چې دغه بریدونه د افغانستان په دوو ولایتونو، پکتیکا او کونړ باندې شوي او د دې هېواد د اطلاعاتو وزارت‌یې په نتیجه کې د وژل شویو کسانو شمېر لږترلږه ۲۸ تنه ښودلی، خو د پاکستان پوځ د دې خبر تر چمتو کېدو پورې د دغو بریدونو په اړه څه نه‌دي ويلي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې د دغو بریدونو په وړاندې د اعتراض په توګه‌یې په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر احضار کړ.

د اعلامیې له مخې دغه بریدونه د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض بلل شوي او په کلکو ټکو غندل شوي دي.

اسیايي لوبې او د افغان لوبغاړو ځینې لاسته راوړنې

خالد هوتک - فریبا هاشمي، آسیايي لوبو کې د افغانستان دوه استازي
خالد هوتک - فریبا هاشمي، آسیايي لوبو کې د افغانستان دوه استازي

د افغانستان د ووشو ملي لوبغاړي خالد هوتک په اسیايي لوبو کې خپل یمنی سیال مات کړی او یو اتم پړاو یا کوارټرفاینل ته وتلی دی.

تمه ده هوتک سبا ماښام په کوارټرفاینل کې له خپل اندونیزیايي سیال سره مخ شي.

دی که هغه لوبه وګټي نو د اسیايي لوبو د برنزو مډال یې قطعي کېږي ځکه نیمه پایلوبو ته وتلی شي.

خالد هوتک دوه وار مخکې هم په چین او اندونیزیا کې له اسیايي لوبو د برنزو مډالونه ګټلي.

اخوا افغان لوبغاړې فریبا هاشمي په بایسکل چلوونې کې د شنبې په ورځ په یو لړ لوبو کې اوومه شوه.

هغې ۲۴ کیلومتره لاره په نږدې ۲۸نیمو دقیقو کې ووهله او له تایلند، تایوان، ایران، مغولستان، اندونیزیا،متحده عرب اماراتو، ماکائو او قطر څخه مخکې پای کرښې ته ورسېده.

اسیايي لوبې د جاپان ایچي ناګویا کې روانې دي چې له افغانستانه هم په څو برخو کې د یو شمېر بهر مېشتو افغان نجونو په ګډون لږ تر لږه ۳۴ لوبغاړي ګډون لري.

د سپټمبر ۲۱مه د سولې نړیواله ورځ؛ افغانستان او د نړۍ ځینې نورې برخې لا هم په کړکېچونو کې ښکېلې دي

کابل کې د سولې په ملاتړ یو پخوانی لاریون
کابل کې د سولې په ملاتړ یو پخوانی لاریون

د سپټمبر ۲۱مه د سولې نړیواله ورځ ده.

د ملګرو ملتونو له خوا سږ کال دې ورځې ته دا شعار ټاکل شوی چې : « په سولې باندې پانګونه وکړئ – سوله د هر چا لپاره، هر چېرته او هره ورځ.»

د ملګرو ملتونو د سازمان سرمنشي انتونیو ګوتریش د دې ورځې په مناسبت په یوه ویډیويي پيغام کې ویلي چې : « سوله په خطرناک ډول کمه شوې. خو په نړۍ کې لا هم خلک ښيي چې موږ کمزوري نه یو.بشرپالان، مرستندویان، مشران او سوله ساتي د ټولنو تر منځ د نفاق د له منځه وړلو او د خبرو هڅې کوي.»

د اوکرایین او روسیې جګړه، د منځني ختیځ روان کړکېچونه او په افغانستان کې روان تاوتریخوالی او د ملکیانو مرګژوبله هغه څه دي چې په دې ورځ یې سیوری غوړولی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما په خپل راپور کې چې همدا سپټمبر یې خپور کړی و، ویلي چې د افغانستان د څو لسیزو اوږدې وسله‌والې جګړې قربانیان لاهم له ژورو فزیکي، رواني، ټولنیزو او اقتصادي فشارونو سره مخ دي.

پر افغانستان د پاکستان بریدونه، طالب حکومت یې پر ملکیانو برید بولي، خو پاکستان وایي وسله وال یې ویشتلي

پر افغانستان د پاکستان د تېرې شپې بریدونه. عکس د طالبانو د حکومت د مرستیال ویاند حمدالله فطرت له پاڼې
پر افغانستان د پاکستان د تېرې شپې بریدونه. عکس د طالبانو د حکومت د مرستیال ویاند حمدالله فطرت له پاڼې

د طالبانو حکومت وایي چې پاکستاني پوځ تېره شپه د افغانستان پر کونړ او پکتیکا ولایتونو هوایي بریدونه کړي دي.

د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن دوشنبه ( وږي ۳۰مه) پر خپله ایکس پاڼه ادعا کړې چې برید پر ملکیانو شوی او په خبره یې کونړ کې یې درې تنه وژلي او ۴ نور ټپيان کړي دي چې مېرمنې هم په کې دي.

مجاهد زیاته کړې چې په پکتیکا کې برید پر یوه کور او یوه دوکان شوی چې ځاني زیان نه لري.
اسوشیتید پریس خبري اژانس د پاکستاني چارواکو په حواله ویلي چې بریدونه د وسله والو مخالفانو پر مشکوکو اهدافو شوي چې ۲۸ تنه په کې وژل شوي دي.

ازادي راډیو د دواړو لورو ادعاوې نه شي تاییدولی او سملاسي خپلواکو سرچینو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

دغه بریدونه داسې مهال کیږي چې په کوهاټ کې د پولیسو پر یوه مرکز د جمعې ورځې خونړي برید لږ تر لږه ۳۱ تنه ووژل او لسګونه نور ټپیان کړل.

د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د پولیو د واکسین نوی کمپاین پیلیږي

د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو په وړاندې د واکسین نوی کمپاین پیلیږي. له پولیو خلاص افغانستان بنسټ د یکشنبې په ورځ پرخپله ایکسپاڼه کې له ټولو کورنیو غوښتي چې له پولیو ناروغۍ څخه د افغانستان په خلاصولو کې خپله ونډه ترسره کړي او خپل ماشومان واکسین کړي. د دغه بنسټ په خبره له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو دغه کمپاین به په جنوبي حوزه کې د سې شنبې په ورځ پیل شي.

د پولیو دغه کمپاین داسې مهال پیلیږي چې څه کم دوه اونۍ مخکې په افغانستان کې د پولیو د څلورو نویو مثبتو پیښو د ثبتیدو خبر ورکړل شو. په دغو نویو پیښو سره په دې هیواد کې د روان میلادي کال له پیل راهیسې د پولیو د مثبتو پیښو شمیر ۲۵ ته ورسید. پولیو یا ګوزڼ درملنه نه لري او یوازې یې واکسین مخه نیولی شي.

حال‌وش: په ایران کې په یوه ترافیکي پېښه کې اووه افغان کډوال مړه شوي

انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخه

د حال‌وش په نوم د ایران د بشري حقونو یو سازمان راپور ورکړی چې د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت پر یوې لویې لارې د افغان کډوالو موټر له یوه تیل وړونکي موټر سره ټکر کړی چې له کبله يې اووه افغان کډوال مړه شوي او او نهه نور ټپیان دي.

دې سازمان پرون شنبه پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي چې پېښه د جمعې په ورځ د (سنبلې۲۷مه) د ایرانشهر او جکیګور ترمنځ پر لویه لار شوې ده.

تراوسه د دې افغانانو د هویت په اړه جزییات نه دي خپاره شوي.

طالب چارواکي: چهلستون غره کې د ډبرو د غیرمعیاري استخراج له کبله د دې غره یوه برخه خوځیدلې

د کابل ښار
د کابل ښار

د طالبانو د حکومت پېښو سره د مبارزې ملي اداره وايي، د کابل ښار داوومې ناحیې په چهلستون غره کې د ډبرو د غیرمعیاري استخراج له کبله د دې غره یوه برخه خوځیدلې ده.

دې ادارې نن شنبه پر خپلې ایکس پاڼې د یوه ویډيو پیغام په خپرولو سره ویلي،" د غره د ښویېدنې په صورت کې د سلګونو کورنیو د زیانمنیدو احتمال شته او خلکو يې غوښتي چې دا سیمه تخلیه کړي".

وړاندې راغلي چې یو مسلکي ټیم د ارزونې په موخه سیمه ته استولی شوی دی.

د طالب چارواکو په خبره، د دې غره په لمنو او شاوخوا سیمو کې نژدې ۳۰۰ کورونه د ځمکې ښویېدنې او د ډبرو د رالوېدو له احتمالي خطر سره مخ دي.

چهلستون د کابل ښار یوه له پخوانیو او غرنیو سیمه ده چې په ځینو برخو کې استوګنیز کورونه د غره د لمنو سربیره د غره په پورته برخو کې جوړ شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG