د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۷

هېواد: پرکابل د وروستیو بریدونو تر شا ګڼ بهرني لاسونه دي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان په ځانګړي ډول د کابل د وروستي ناسم امنیتي وضعیت په اړه یو شمېر لیکنې چاپ کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپانې په دې اړه یوه پوښتنه مطرح کړې چې خپله یې ځوابونه هم ورکړي دي.

ویسا په خپله سر مقاله کې لیکي:

که دښمن کمزوری بولو بیا نو ولې وضعیت له کنټروله په وتلو دی؟

د ویسا په وینا ځوابونه دوه کیدای شي، دښمن کمزوری دی خو حکومت تر هغه هم کمزوری دی او یا دا چې حکومت ډېر کمزوری نه دی خو دغه بریدونه د لوړې کچې پلان شوي دي چې مخنیوی یې ناشونی دی.

د سر مقالې د لیکوال په وینا، که لومړی حالت وي حکومت دې د خپل ضعف ټکي چې ډېر ښکاره دي له منځه یوسي او که دوهم حالت وي د روانې جګړې د ځواک پر معادلو دې فکر وکړي.

هېواد:

خو هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سر مقاله کې لیکلي چې پرکابل د وروستیو بریدونو تر شا ګڼ بهرني لاسونه دي.

هېواد لیکلي:

دغه تاریخي دښمنې کړۍ تل هڅه کوي چې پر افغان حکومت خپل نفوذ او غوښتنې ومني.

د هېواد د سرمقاله لیکونکي په باور، په کابل کې د وروستیو بریدونو هدف هم پر افغان حکومت فشار راوړل دي خو د فشار راوړنکو یادو کړیو په اړه يې په څرګند ډول څه نه دي ویلي.

په سر مقاله کې وړاندې راغلي چې افغان حکومت باید نور هم ویښ او د دښمن هدفونه شنډ کړي.

سرخط:

خو سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي، طالبان نه‎شي کولای چې له خپلو ملاتړ کوونکو پرته په یوازیتوب سره په پلازمینه کابل کې داشان لوې حملې پلان کړي.

د مطلب د لیکوال په وینا، دا حملې د سیمې او نړۍ په کچه له وروستیو بدلونونو سره تړلي دي او دا حملې د امریکا او پاکستان د اړیکو د سړېدو او له هند سره د امریکا د اړیکو له پراخېدلو سره تړاو لري.

د مطلب د لیکوال په باور، پاکستان غواړي پر افغانستان خپل فشارونه زیات کړي او په کابل او نورو سیمو کې وروستۍ حملې د دې لپاره دي چې پاکستان د افغانستان د سولې او جګړې په برخه کې د یو مهم لوبغاړي په توګه خپل شتون تضمین کړي.

XS
SM
MD
LG