د کابل امبولانس مسؤلین وايي چې دوی په انتحاري حملو او وسله والو بریدونو کې یوازې د ملکیانو لپاره خدمتونه وړاندې کوي.
د کابل امبولانس رئیس ډاکټر محمد سالم عاصم د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې تېره ورځ د دفاع وزارت مخې ته له پرله پسې دوه انتحاري حملو څخه یې هم شا او خوا ۳۰ وژل شوي او ټپیان روغتونونو ته انتقال کړي دي.
له ښاغلي عاصم سره زموږ همکار اجمل تورمان مرکه کړې او په سر کې یې ترې د کابل امبولانس د خدمتونو په اړه پوښتلي دي.