په کابل کې په دوو انتحاري حملو کې د څو دفاعي او امنیتي چارواکو تر وژل کېدو وروسته یو شمېر امنیتي کارپوهان وايي چې د امنیتي پېښو په وړاندې باید د احساساتو او عاطفې له مخې چلند ونهشي.
د دغو کارپوهانو له ډلې جنرال عبدالهادي خالد د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې لا هم په امنیتي ادارو کې مسلکي ظرفیتونه ټیټ دي او باید دې موضوع ته پاملرنه وشي.
اجمل تورمان په دې اړه له ښاغلي خالد سره مرکه کړې او په سر کې یې د همدغه پرونۍ پېښې پر مهال د امنیتي چارواکو د چلند د څرنګوالي په اړه ورنه پوښتلي دي.
ښاغلي خالد وايي: