افغانستان
دفاع وزارت مخې ته انتحاري حملو کې د تلفاتو شمېر زیات شوی
د افغانستان دفاع وزارت مخې ته د تېرې ورځې په دوو انتحاري حملو کې د تلفاتو شمېر زیات شوی دی.
دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دغو حملو کې د دغه وزارت د پنځو منسوبینو په ګډون ۳۵ ملکي وګړي وژل شوي او تر سلو ډېر ملکيان ټپیان شوي دي.
دفاع وزارت همدارنګه د تېرې ورځې پېښه په سختو ټکو غندلې او ټينګار یې کړی چې په هېواد کې به د ترورېستانو ځالې لهمنځه یوسي.
په اعلامیه کی راغلي چې د تېرې ورځې د انتحاري حملو په قربانیانو کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي.
تر دې وړاندې د افغانستان عامې روغتیا وزارت راپور له مخې ۲۴ کسان پهکې وژل شوي او ۹۲ نور ټپیان شوي دي.
د دفاع وزارت مخې ته د انتحاري حملو مسؤلیت وسلهوالو طالبانو منلی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د افغانستان او آیرلنډ د کرکټ ټیمونو ترمنځ دریمه لوبه د دوشنبې په ورځ ترسره کیږي
ټاکل شوې چې د افغانستان او آیرلنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دریمه لوبه د دوشنبې په ورځ په بلفاست کې ترسره شي.
دا لوبه به د کابل په وخت د ماسپښین په دوو بجو او ۱۵ د قیقو پیل شي.
د دواړو ټیمونو ترمنځ لومړنۍ لوبه د باران له امله لغوه شوې او دوهمه لوبه یې د جمعې په ورځ ترسره شوه.
افغانستان دا لوبه د ۹۲ منډو په توپیر وګتله. ابراهیم ځدراڼ او راشدخان په دې لوبه کې ښه وځلیدل. ابراهم ځدراڼ ۸۲ منډې وکړې او راشد خان شپږ ویکټې واخیستې.
د افغانستان او آیرلنډ ترمنځ د پنځو یو ورځنیو لوبو لړۍ به د اګسټ تر۱۵ دوام وکړي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنه: په کابل کې د زړه ناروغیو د درملنې په روغتون کې تراوسه ۲۸ عملیات ترسره شوي
د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، له کله چې د زړه ناروغیو روغتون په کابل کې پرانستل شوی، تراوسه د زړه سوري لرونکو ۲۸ ماشومانو د زړه جراحي عملیات د کورنیو او بهرنیو متخصصینو او روغتیا پالانو له لوري ترسره شوي دي. افغاني سرې میاشتې ټولنې د شنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې ۹ ماشومان له بریالۍ درملنې وروسته له روغتون څخه رخصت شوي دي. د دې ټولنې په خبره په دې روغتون کې هره ورځ له څلورو نه ترشپږو پورې د زړه سوري لرونکو ماشومانو د جراحي عملیات په وړیا توګه ترسره کیږي. په کابل کې د سرې میاشتې اړوند دا روغتون په دې وروستیو کې د زړه سوري ناروغانو د تخصصي درملنې په موخه پرانیستل شوی، څو اړمن ناروغان په هېواد کې دننه له وړیا تخصصي روغتیايي خدمتونو برخمن شي.
تردې مخکې د افغاني سرې میاشتې له خوا ډیر په زړه سوري ناروغ ماشومان د کابل څوروغتونونو ته د درملنې لپاره ورپیژندل شوي او درملنه یې شوې ده. د دې ترڅنګ ډیرماشومان چې په دې او نورو ناروغیو اخته وو، بهر ته، په ځانګړي توګه جرمني ته لیږل شوې چې د جرمني «د سولې کلي» بنسټ یې وړیا درملنه کړې ده.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ وایي، تراوسه د تاپي پروژې ۱۳۵ کیلومتره نل لیکه غځول شوې ده
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ وایي چې د افغانستان په خاوره کې د تاپي پروژې ۱۱۶ کیلومتره نل لیکه غځول شوې او ۱۳۵ کیلومتره مسیر د نل لیکي د غځولو لپاره چمتو شوی دی. په هغه ویډیویي پیغام کې چې د شنبې په ورځ د اقتصادي مرستیالۍ په ایکسپاڼه کې خپره شوې، دغه راز ویل شوي چې د دې پروژې ۳۸ کیلومتره نل لیکه ترځمکې لاندې غځول شوې ده. د راپورله مخې د تاپي پروژې چې ټولټال ۱۸۱۴ کیلومتره اوږدوالي لیرې او د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لیږدوي، د جوړولو چارې یې د روان ۲۰۲۶ کال ترپای پورې بشپړې شي. د دې پروژې ۸۱۶ کیلومتره نل لیکه د افغانستان په خاوره کې غځول کیږي. د دې مرستیالۍ په خبره په نژدې راتلونکې به په هرات کې د ګازو د تاسیساتو او توزیع سروې هم پیل شي. دغه ستره پروژه چې ښکیلو هیوادونو څولسیزې مخکې پرې سلاکړې وه، تطبیق یې په افغانستان کې د نا امنیو او ځینو نورو دلایلو له کلونه کلونه له ځنډ سره مخ شوی و.
په هرات ولایت کې د یوې ماشومې د قتل په تور یوه ښځه نیول شوې ده
په هرات ولایت کې د طالبانو د امینه قوماندانۍ ویاند وايي، په دې ولایت کې یوه ښځه د یوې ماشومې د قتل په تور نیول شوی دی.
د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس نن شنبې د دې قومندانۍ د ویاند سید مسعود حسیني په حواله راپور ورکړی چې نیول شوې ښځه د یو نیم کلنې ماشومې پر قتل تورنه ده.
د امنیې قومندانۍ په ټکو، دې ښځې د څیړنو پرمهال پر خپل جرم اعتراف کړی دی.
له دې مخکې په ټولنیزو رسنیو کې د یونیم کلنې ماشومې عکس خپور شوی و او ادعا کېده چې هغه د یوه کور د خدمتګارې له خوا د کور له پنځم منزله لاندې غورځول شوې ده.
د راپورونو له مخې دا پېښه د تیرې پنجشنبې په ورځ د هرات ولایت د فامیلو د قول اردو په سیمه کې شوې ده.
د حسیني په وینا، نیول شوې ښځه د کور خدمتګاره وه او د لومړنیو څیړنو له مخې د کور له خاوند سره يې پر ځینو مسایلو اختلافات رامنځته شوی وو.
د هرات ولایت امینه مندانۍ ویلي چې په دې اړه څیړنې روانې دي.
د بښنې نړیوال سازمان د یوه حقوقي سازمان د شپږو کارکوونکو د خوشي کیدو غوښتنه کړې
د بښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د یوه حقوقي سازمان د شپږو کارکوونکو د ژر تر ژر خوشي کیدو غوښتنه کړې ده.
دغه سازمان پرون جمعه پر خپلې ایکسپاڼې له طالبانو غوښتي چې د ښځو او ماشومانو د حقونو د څیړنو د یو سازمان نیول شوي کارکوونکي ازاد کړي.
د بښنې د نړیوال سازمان وړاندې ویلي، دغه کسان د جولای له ۱۸مې راهیسې په خپل سري توګه نیول شوي او په توقیف کې دي.
له دې مخکې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ هم د دغو شپږو کسانو د خوشي کیدو غوښتنه کړې وه.
طالبانو تراوسه د دې کسانو د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.
کویټ له افغانستان سره دوه نیم میلیونه ډالره بشري مرسته اعلان کړې
د عربي هېوادونو د اقتصادي پراختیا لپاره د کویټ وجهي صندوق په افغانستان او سوریه کې د بشري پروګرامونو د ملاتړ په موخه پنځه میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا د جمعې په ورځ د (اګست ۷ مه) پر خپلې ایکس پاڼې لیکي،"د دغو پیسو دوه نیم میلیونه به افغانستان ته ورکړل شي".
دا بشري مرسته د اوچا له خوا په افغانستان کې ویشل کیږي.
ریچارډ بېنیټ د یو حقوقي سازمان د شپږو کارکوونکو د خوشي کیدو غوښتنه وکړه
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورورکونکی ریچارډ بېنیټ د یو حقوقي سازمان د شپږ کارکوونکو د خوشي کیدو غوښتنه کړې ده.
بېنیټ د جمعې په ورځ پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي،"۲۱ ورځې کیږي چې د ښځو او ماشومانو د څیړنې د یوه سازمان شپږ کارکوونکي نیول شوي دي".
د هغه په ټکو،" دغه ډول نیونو اندېښمن کړی دی".
بېنیټ له طالبانو غوښتي چې دغه شپږ کسان ژر تر ژر راخوشي کړي.
طالبانو تراوسه د دې کسانو د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.
ازادي جبهه د کابل په هوايي ډګر د برید ادعا کوي
د "افغانستان د ازادۍ دجبهې" په نامه د طالبانو یوه مخالفه وسله واله ډله د پنجشنبې په ماښام د کابل په هوايي ډګر د برید ادعا کوي.
دغې ډلې د جمعې په ورځ خپل ویبسایټ کې د خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کړې چې دپوځي ترانسپورت په برخه یې هدف لرونکی توغندیز برید کړی دی.
د خپلواکو منابعو لخوا ددغې ادعا تایید یا رد ترلاسه کول ګران دي. دطالبانو سرچینو په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی. خو تیرماښام کابل کې د چاودنو غږونه رپوټ شوي دي.
افغان ایواک د افغانانو لپاره د لنډمهالي خوندیتوب وضعیت (TPS) د طرحې هرکلی کوي
د افغان کډوالو د ملاتړ بنسټ، افغان ایواک، د امریکا په کانګرس کې د افغان وګړو لپاره د لنډمهالي خوندیتوب وضعیت (TPS) د طرحې د وړاندې کېدو هرکلی کړی دی.
دغه بنسټ د پنجشنبې په ورځ، د زمري ۱۵مه، په خپلې اېکس (X) پاڼه کې ویلي چې د امریکا د استازو جرګې یو شمېر غړو، د جېسن کرو، ډان بېکن، سام لیکارډو او ماریا سالازار په ګډون، د «د ۲۰۲۶ کال د افغان وګړو د لنډمهالي خوندي وضعیت قانون» په نوم یوه طرحه وړاندې کړې چې موخه یې په امریکا کې د افغانانو قانوني وضعیت ته مستقیمه پاملرنه ده.
د اعلامیې له مخې، که دا طرحه تصویب شي، نو د ۲۰۲۹ کال د جولای تر لومړۍ نېټې پورې به د شرایطو وړ افغان وګړي له امریکا څخه نه ایستل کېږي. همدارنګه، د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدماتو اداره (USCIS) به مکلفه وي چې د دې پروګرام اړوند غوښتنلیکونه په اعظمي توګه د ۹۰ ورځو په موده کې وڅېړي او وروستۍ پرېکړه پرې وکړي.
افغان ایواک وايي، د دې طرحې تصویب به په ځانګړي ډول د هغو افغانانو د ایستلو مخه ونیسي چې په ۲۰۲۱ کال د افغانستان د تخلیې پر مهال امریکا ته لېږدول شوي دي.
د یاد کال د اګست په میاشت کې د کابل له هوايي ډګر څخه د بېړنۍ تخلیې پر مهال شاوخوا ۷۹ زره افغانان امریکا ته ولېږدول شول، او وروسته هم زرګونه نور افغانان د انتقال او بیا مېشتېدو د پروګرامونو له لارې دغه هېواد ته داخل شول.
یونېسف: افغانستان کې د میندو روغتیا د ماشومانو روغتیا سره برابره ده
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو صندوق (یونېسف) کوچنیانو ته د مور د شیدو ورکولو لپاره میندو ته د ښځینه روغتیاپالانو د لارښوونو په اهمیت ټینګار کوي.
یونېسف د مور په شیدو د تغذیې د نړیوالې اوونۍ په مناسبت دا هم وايي چې د میندو روغتیا د ماشومانو روغتیا سره برابره ده.
د ملګرو ملتونو دغه اداره د مېرمنو د تغذیې او د زېږون دمخه دوی ته د اړینې پاملرنې په اهمیت هم ټینګار کوي.
هر کال د اګسټ میاشتې لومړۍ اوونۍ د مور په شیدو د تغذیې د نړیوالې اوونۍ په توګه نمانځل کېږي چې هدفیې د ماشومانو او نویو زېږېدلو د ودې او روغتیا لپاره د مور د شیدو حیاتي رول ته پاملرنه را اړول دي.