د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۴

منګل: طالبان د خپلې ماتې جبران لپاره ښارونو کې چاودنې کوي


د افغانستان د ولسي جرګې د امنیتي کمېسیون غړی نواب منګل وایي، د دولت وسله والو مخالفانو د کابل په ګډون ښاري سیمو کې بریدونو ته ځکه مخه کړې چې په خپلو پلانونو، د یوې لوې سیمې په نیولو نه دي بریالي شوي.

ښاغلي منګل له ازادي راډیو سره په مرکه کې دغه راز د یوې بلې ستونزې یادونه هم وکړه او ویي ویل چې په امنیتي سکتورونو کې ځینې خلاوې شته چې د کابل په څېردغه ډول خونړۍ پېښې کېږي.

له ښاغلي منګل سره نوریاس نوري مرکه کړې او لومړی یې ترې پوښتنه کړې چې کابل له یوې نسبي کرارۍ وروسته بیا د خونړیو بریدونو شاهد و، ایا دا د دولت د وسله والو مخالفانو د پیاوړي کېدو نښه ده که هغه د حکومت په امنیتي ارګانونو کې پر ځینوستونزو دلالت کوي؟ ښاغلي منګل په ځواب کې وویل:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:12 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG