د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۲

د موټر چلولو پر مهال د کمربند تړلو ګټې


د موټر چلولو پرمهال د کمر بند تړل په ترافیکي قوانیونو کې یو له مهمو اصلونو څخه دی.

په بهرنیو ملکونو کې د موټر چلولو پر مهال د کمربند تړلو ته ډېره پاملرنه کېږي ان که څوک یې ونه تړي په قانوني لحاظ جریمه کېږي.

خو په افغانستان کې د ترافیکو د قانون دا قاعده هم لکه څنګه چې لازمه ده خلک نه مراعتوي، که کوم موټرچلوونکی کمربند وه هم تړي د نورو لخوا یو ډول تمسخر ورباندې کېږي.

د کمربند په قدر هغه کسان ښه پوهیږي چې تګر یې کړی یا په موټرکې دننه زخمي شوی او یا هم د موټر له ښیښې او دروازې څخه بېرون ډېر لیرې لوېدلی وي.

د کابل اوسېدونکی جمال چې ۱۵ کاله یې ډرېوري کړې وایي، خپله یې عملاً د کمر بند ګټې لیدلي.

د پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:11:59 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG