د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۹

نیویارک ټایمز: پر افغان محصلینو وحشیانه برید


په کابل کې د افغانستان په امریکايي پوهنتون باندې د تېرې اوونۍ برید اوس هم د ځینو لویدیځو ورځپاڼو عناوینو کې ځای لري.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه پر افغان محصلینو باندې د وحشیانه برید ترعنوان لاندې لیکي، د دوامدارو جنګ جګړو او نا امنیو په وړاندې د دغه پوهنتون د ثابت قدمي په هکله چې لس کاله مخکې تاسیس شو پوره باور نه شو کېدای.

د تېرې اوونۍ برید چې د اوو محصلینو په شمول دیارلس کسه یې په دغه پوهنتون کې ووژل وښودله چې حالات اوس هم څومره خطرناک دي.

خو د محصلینو او استادانو هغه تصمیم هیلې بخښونکی دی چې ژمنه يي کړې چې خپلو وظایفو او تحصیل ته دوام ورکوي.

نیویارک ټایمز په دوام کې لیکي چې په کابل کې د افغانستان د امریکايي پوهنتون مقصد چې تر ډېره د واشنګتن په مرستو ولاړ دی، د دغه هېواد د راتلونکو مشرانو روزنه ده.

دغه پوهنتون د سختو ستونزو په وړاندې د ستاینې وړ وظیفه ترسره کړې.

ورځپاڼه زیاتوي چې په هېواد کې د امنیت د ناوړتیا له کبله دغه پوهنتون په ډېرې سختۍ وکولای شول چې د اوچتې سويې تکړه نړیوال استادان ځان ته جذب کړي او وساتي.

په روانه میاشت کې د دغه پوهنتون دوه استادان چې یو یې د امریکا او بل یې د استرالیا دی وتښتول شول او تراوسه یې برخلیک نه دی معلوم.

نیویارک ټایمز لیکي چې دغه پوهنتون به په اغلب احتمال بیاهم د څه مودې لپاره د امریکا د حکومت په مالي مرستو ولاړ وي خو د اوږد مهاله دوام په هکله يې پوښتنې شته.

ګارډین:

په داسې حال کې چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې په کابل کې دافغانستان دامریکايي پوهنتون په هکله یوه لیکنه خپره کړې ګارډین ورځپاڼې د هغې استرالیايي مرستندویه کارکوونکې د خوشې کېدو په هکله یو مطلب خپور کړی چې څو میاشتې مخکې په افغانستان کې تښتول شوې وه.

ګارډين لیکي چې کیرې جین ویلسن چې په جلال اباد کې یې د زردوزي په نامه کوچنۍ غیردولتي افغان موسسې سره کار کاوه د تېرې اپریل میاشتې په اته ویشتمه په دغه ښارکې تښتول شوې وه.

ګارډین د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې جولي بیشوپ له قوله لیکي چې ددوشنبې په ورځ یې وویل: "زه تاییدوم چې کیرې جین ویلسن خوشې شوې او اوس ښه او په امن کې ده."

ګارډین د مېرمن بیشوپ دا خبره هم رااخیستې چې ویلي دي: "زه د افغانستان د چارواکو د همکارۍ چې د مېرمن ویلسن د خوشې کېدو آسانتیا يې برابره کړه ژوره قدرداني کوم او دغه راز د استرالیا د قونسلګري د چارواکو زیارونه ستایم چې د مېرمن ویلسن او د هغې د کورنې دوامداره مرسته او ملاتړیې کړی."

د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې ویلي چې دوی د مېرمن ویلسن د خوشې کېدو د څرنګوالي په هکله نورتفصیلات ځکه نه ورکوي چې هغه کسان چې برمته شوي یا په افغانستان یا نورو سیمو کې د برمته کېدو له خطرسره مخامخ وي وساتل شي.

ګارډین ورځپاڼې داهم لیکلي چې د افغانستان ملي امنیت ویلي چې مېرمن ویلسن برمته نیوونکو خپله نه ده خوشې کړې بلکې دخاصو عملیاتو په ترڅ کې چې یو شمېر مشکو ک کسان هم په کې ونیول شول راخوشې کړای شوه.

XS
SM
MD
LG