د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

د پور یا قرض پر وخت ادا کولو ګټې


پوره ورک دې کړل دوه کوره، د دې متل په اورېدلو سره به په دې پوه شوي یاست چې نن د پور یا قرض په هکله خبرې کوو.

د قرض په هکله قرانکریم کې راغلي چې قرض ورکړئ، خو د بېرته ادا کولو وخت یې د شاهدانو په مخکې معلوم کړی، ځکه دا کار د پور له وجې په راتلونکې کې د مشکلاتو مخنیوی کوي.

ځیني هغه کسان پور کوي چې مجبوره وي، پرته له پور څخه بله لاره نه لري، خو یو شمېر د عادت له مخې دا کار کوي، په هر شکل چې وي د پور بېرته ادا کول د پور تر اخیستلو مهم کار دی، ځکه له یوې خوا د پور اخیستونکي اعتبار پخېږي له بله پلوه چا چې پیسې ورکړي د ارامښت احساس کوي، تجربو ښودلې چې که چېرې پور په ټاکلي وخت ادا نشي پور ورکونکی مجیورېږي چې له تاوتریخوالي کار واخلي.

د زابل اوسیدونکی نعمت الله اندړ د خپلې سیمې په هکله وایي چې د کلیوال لور ګانې یې په قرض کې ورنه بیولې.

د پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:11:03 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG