د اوکراین په ختیځ کې د بحران د ختمولو لپاره د هلوځلو په لړ کې جرمني، فرانسې او پولنډ پرون موافقه وکړه چې په دې مقصد به هڅې چټکې کړي.
د جرمني، فرانسې او پولنډ د بهرنیو چارو وزیرانو پرون د جرمني په وایمار «Weimar» ښار کې موافقه وکړه چې د اوکراین په ختیځ کې د کړکېچ کمولو لپاره نړیوالې هڅې چټکې شي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر والټر شټاین مایر خپلو سیالانو ته وویل، د مینسک موافقې د عملي کولو په برخه کې د پام وړ پرمختګ نهدی شوی.
د مینسک موافقه په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د اوکراین په ختیځ کې د کړکېچ ختمولو په مقصد لاسلیک شوې وه، خو شټاین مایر خبریالانو ته وویل چې جرمني او نور دخیل هېوادونه به د اوکراین په ختیځ کې د امنیت ټينګولو په مقصد ډیپلوماتیکو هڅو ته دوام ورکړي.
ښاغلي شټاین مایر زیاته کړه:
"هغه ډیپلوماتیکې هڅې چې د فرانسې، اوکراین او روسیې لهخوا پیل شوي له دوو کلونو راهیسې روانې دي. څرنګه چې مو اعلان هم کړی موږ به دې هڅو ته دوام ورکړو. په عین حال کې دا دې هم پټه نهوي چې موږ د دې موافقې له عملي اړخ څخه راضي نهیو او باید هم راضي ونهاوسو. نو ځکه مو په وروستیو څو ورځو کې یو نوښت ترلاس لاندې نیولی دی څو د اوکراین په ختیځ کې د امنیت ټینګولو او د نښتو له لومړۍ کرښې د سرتېرو د ایستلو هدف ته چې سمدستي اړتیا ده ورسېږو."
شټاین مایر زیاته کړه چې د اوکراین په ختیځ کې د روان کړکېچ مخنیوي لپاره باید ټول په ګډه کار وکړي.
د اوکراین په ختیځ کې د دولتي ځواکونو او روس پلوه بېلتونپالو تر منځ جګړو کې چې د ۲۰۱۴ میلادي کال له اپرېل میاشتې راهیسې پیل شوي څه باندې نهه نیم زره کسان وژل شوي دي.
د لوېدیځ چارواکو مسکو او کیف دې ته هڅولي دي چې د اوکراین په ختیځ کې د بېلتونپالو تر ولکې لاندې سیمو کې د سیمهییزو انتخاباتو په ګډون د مینسک موافقې مواد د عمل په ډګر کې پلي کړي.