د ګوړې اچار په دې خپرونه کې لومړی د څو مهمو خبرونو سرټکي در اوروو لکه: جمهور رئیس او اجرایه ریاست، د مخالفینو وروستۍ
حمله په سختو ټکو وغندله!
او یا هم: د بندیانو د دوسیو د بیا څېړلو کمېسیون جوړ شو!
: د سلمانیانو د څار کمېسیون خپلې څېړنې پیل کړې!
: د جمهوري ریاست او اجرائیه ریاست ترمنځ د پوهاوي کمېټه
جوړه شوه!
ورپسې د صاحبنظر هغه مرکه در اوروو چې د خپلې صاحبنظرۍ په باره کې مو ورسره کړې ده.
هغه وايي چې له وړکتوبه به ډېرغږېدم نو ځکه صاحبنظر شوم!
او په پای کې مو په حکومتي ادارو کې د مقررۍ له حاله خبروو.
جوړوونکی : ننګیارنااشنا