د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۱

ویسا: د حکومتي مشرانو د کتنو نتیجه نه ده معلومه


کابل چاپ ورځپانو په خپلو نننیو ګڼو کې بیا هم د افغان ولسمشر او اجرائیه رئیس تر منځ د رامنځته شویو وروستیو اختلافاتو په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپانې په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي چې، له څو ورځو راهیسې د حکومت د دواړو لوریو یعنې ارګ او اجرائیه ریاست د چارواکو تر منځ د اختلافونو د ختمولو په هدف ځني لیدنې کتنې شوي خو نتیجه یې تر اوسه نه ده معلومه.

خو د مطلب د لیکونکې په باور هغه څه چې معلومه خبره ده هغه دا ده چې په دغو لیدنو کتنو سره اختلافونه نه ختمېږي ځکه د نظر د اختلافونو اصلي رېښه د دا ډول نظام رامنځته کول او د واک مبهم ویش دی.

په مطلب کې دغه شان ویل شوي چې، تر کومه چې دا ډول حکومت موجود وي په کې دا ډول خبرې یو حتمي امر دی او د ملي وحدت د حکومت تر پایه به قومي او ډله ییز اختلافونه نور هم زیات شي.

هېواد:

خو هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سر مقاله کې لیکلي چې، د ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله تر منځ د اختلافونه د حل لپاره یو ځل بیا لیدنې خبرې شوې دي.

په سر مقاله کې راغلي چې د اجرائیه ریاست له خوا ویل شوي چې، د ملي یوالی د حکومت د مشرانو تر منځ د ورستیو اختلافاتو د هواري د هڅو په دوام ټاکل شوې ده چې ولسمشر او اجرائیه رئیس د پنجشنبې په ورځ له یو بل سره بیا وګوري.

د سر مقالې لیکوال د اختلافونو د پای لپاره دا لار وړاندیز کړې چې دواړه مشران قانون ته مخه کړي او د قانون له مخې اختلافونو ته د پای ټکی کېږدي.

د سر مقالې لیکوال وړاندې لیکي چې د دغو اختلافونو له امله باید د پرمختګ، سولې ثبات او پراختیا پلانونه له خنډ سره مخ نشي.

سرنوشت:
سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپل یو مطلب کې د معاصرو اسلامي افکارو د انسټیټوټ د مشر ظفر بنګش په حواله لیکلي چې، په افغانستان کې د امریکا په لاس جوړ شوی د ملي یوالي حکومت د سقوط په حال کې دی.

په مطلب کې راغلي چې نوموړي د روسې د سپوټنیک خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې دغه حکومت هېڅکله کارنده نشي ثابتېدلی.

سرنوشت په همدغه مطلب کې د موضوع په تړاو د نوې ملی جبهې مشر ډاکټر انوارالحق احدي ورستۍ څرګندونې هم راخیستې چې په کې راغلي، د ملي وحدت حکومت په افغانستان کې د روان کړکېچ په مخنیوي کې پاتې راغلی او باید له وخته مخکې ولسمشریزې ټاکنې تر سره شي.

XS
SM
MD
LG