د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۰

افغانستان-هند پر اړیکو د کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان او هند د اړیکو په اړه یو شمېر مطالب خپاره کړي دي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په خپلې نننۍ ګڼه په یو مطلب کې د هند د صدراعظم نریندرا مودي دا خبرې راخېستې چې دا خبره یقیني کول غواړم چې د یو پرمختللي، سوکاله او ارامه افغانستان په جوړولو کې به یو میلیارډ او دوه سوه پنځوس میلیونه هندیان تل له افغانانو سره ولاړ وي، له افغانستان سره زموږ د دوستۍ قوت او اصل هیڅکله د ورانېدو او تزلزل نه‌دی.

په مطلب کې وړاندې راغلي چې د هند صدراعظم ویلي، هېواد به یې تر هغه په افغانستان کې لویې پروژې او اقتصادي پروګرامونه تمویلوي چې افغانان اقتصادي پرمختګ او سوکالۍ ته ورسېږي.

په مطلب کې ویلي شوي چې نریندرا مودي دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ په کابل کې د ستوري ماڼۍ پرانېست غونډې ته په ویډیويي اړیکه کې وکړې، هغه ماڼۍ چې د هند په مالي مرسته بیا رغول شوې ده.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په همدغه غونډه کې د ولسمشر غني خبرو ته اشاره کړې چې ویلي یې دي، د افغانستان او هند د دوستۍ ونه ژورې تاریخي رېښې لري.

په مطلب کې راغلي چې ولسمشر ویلي چې هند د افغانستان په لویو، وړو اقتصادي او د بیارغونې پروژو کې په خپل ګډون سره غواړي دا ثابته کړي چې موږ د ستونزو په وړاندې یوازې نه یو او باید د یو بل په مرسته کولو سره له یو بل سره اووسو.

د مطلب لیکوال لیکي ولسمشر غني په دغه غونډه کې وویل چې زموږ اړیکې به پر همدغه ځای ونه درېږي بلکې تر خپله توانه پورې دغه اړیکې وپالو.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلي چې هندي چارواکي افغانستان ته د نورو جنګي هلیکوپټرو او پوځي وسایلو د ورکړې په هدف روانه اوونۍ بحث کوي.

په مطلب کې وړاندې راغلي چې افغانستان هند ته یو لېست سپارلی چې په‎کې افغان ځواکونو ته د جنګي هلیکوپټرو تر څنګ د یو شمېر وسلو او پوځي وسایلو د ورکړې غوښتنه شوې ده.

په مطلب کې د "دې هندو" ورځپاڼې د راپور په حواله لیکل شوي چې هندي چارواکو ژمنه کړې چې افغانستان ته به نورې هلیکوپټرې هم ورکوي او په دې اړه روانه اوونۍ بحث او خبرې کېږي.

XS
SM
MD
LG