د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۷

پر ماشومانو د تُند او تریخ چلند اغېز


په تېرو وختونو کې فکر کېده چې وهل ټکول تُند او تېز چلند به د اولاد له سمې روزنې سره مرسته وکړي، پخوانیو دا متل هم کړی چې وایي، چېرته ډب، هلته ادب، خو اوس علم او تجربو ثابته کړې چې له ماشومانو او تنکیو ځوانانو سره د مور او پلار، ښوونکي یا بل چا تُند او تریخ چلند د ګټې په ځای تاوان لري.

له تنکیو ځوانانو سره تریخ چلند کله ناکله په هغوی دومره بد اثر کوي چې ان ځان وژنې.

د نوې ځوانۍ دوره د راتلونکي ژوند لپاره د هدف ټاکلو لپاره تر ټولو غوره دوره ده، نو ځکه کورنیو ته پکار ده چې په دې وخت کې له خپلو تنکیو ځوانانو سره مرسته وکړي، نه دا چې له هغو سره تاوتریخوالی وشي.

که د نویو ځوانانو خبرې واورېدل شي نه یوازې دا امکان شته چې ډېر ښه نظریات به ولري، بلکې د هغوی د ذهني ودې او د شخصیت په لا ښه ځلېدو کې به یې مرسته کړې وي.

د پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:11:26 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG