د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۱

واشنګټن پوسټ: برېښنايي تذکرې د قومونو د بیلتانه لامل شوي


واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې د افغانستان په اړه په یوه تحلیلي مطلب کې لیکلي، الکترونیکي تذکرې د دې پرځای چې انتخابات اسانه کړي په افغانستان کې د قومونو ترمنځ د بیلتانه باعث شوي دي.

ورځپاڼه لیکي:

د الکترونیکي تذکرو ویش، له هغو محدودو مواردو څخه دی چې تقریباً ټول افغانان یې په اړه موافق نظر لري.

افغانان د ورځپاڼې په وینا په دې نظر دي چې الکترونیکي تذکرې ټولو ته د ملي هویت احساس ورکوي او د هغو ګڼو ستونزو مخه نیسي چې په تېرځل انتخاباتو کې ولیدل شوې.

واشنګټن پوسټ وړاندې لیکي محمد اشرف‎غني د ولسمشر په توګه د کار له پیل سره سم ژمنه کړې وه چې سمدستي به د الکترونیکي تذکرو وېش پیل کړي څو پارلماني انتخابات چې اصلا باید تېرمنی ترسره شوي وای د امکان ترحده شفاف وي.

د ورځپاڼې په وینا دا په دې معنی ده چې د الکترونیکي تذکرو وېش په افغانستان کې د شفافو انتخاباتو لپاره لومړی ګام ګڼل کیږي.

واشنګټن پوسټ زیاتوي چې د دې تذکرو ویش د افغانستان د قومي مشرانو ترمنځ د لفظي اعتراضونو له کبله وځنډېد ځکه له دې ډلې څخه ځینو په دې تذکرو کې یوازې ملیت نه بلکې د دوی د قومیت د لیکلو غوښتنه هم کوله.

ورځپاڼه د ولسي جرګې د غړې شینکۍ کړوخېل له قوله لیکي چې وايي، د تذکرو ویش یوه ډیره ساده مسئله وه خو ډېره لویه مسئله ترې جوړه شوه.

د نوموړې په وینا سیاسي ډلو د خپلو پلویانو د خوشالولو په خاطر د دې اختلاف اور ته لمن ووهله، په داسې حال کې چې واشنګټن پوسټ وايي، د پلازمینې په واټونو کې عام خلک که هټیوال دي، که مسلکي خلک، که سوداګر دي یا نور غواړي چې دا تذکرې قومیت ته له پام پرته وویشل شي او د دوی په نظر د افغانستان په انتخاباتو کې د ګاونډیو هېوادونو د لاسوهنو د مخنیوي لپاره دا یوازینۍ لاره ده.

لاس انجلس ټایمز:

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې د سوریې په روانه جګړه کې د افغانستان د هزاره وګړو د ګډون مسئلې ته اشاره کړې او لیکي چې د ایران حکومت د وسله‎والو مخالفینو پر ضد د ولسمشر بشارالاسد د رژیم په جګړه کې پر افغان کډوالو اتکا کوي.

ورځپاڼه لیکي:

په ایران کې دېره افغان کډوال له دې دوو انتخابونو سره مخامخ دي چې یا باید د سوریې جګړې ته ولاړ شي او یا باید له ایرانه وتل ومني.

ورځپاڼه لیکي، د سوریې په جګړه کې د یوه وژل شوي افغان د خښولو په مراسمو کې د هغه دوو وروڼو له ورځپاڼې سره په خبرو کې د ایران د حکومت له چلند څخه شکایت کړی.

لاس انجلس ټایمز لیکي:

همدا اوس د سوریې د پلازمینې دمشق په مهمو څلورلارو او د شیعه ګانو په زیارتونو کې افغان هزاره ګان پهرې کوي او د دې هېواد د افراطي سني ډلو پر ضد په جګړه کې برخه اخلي.

خو د ورځپاڼې په وینا په دې جګړه کې د وژل شوېو افغانانو مړي د ایران په لېرې پرتو سیمو کې خښ دي، د قربانیانو ډیری کورنۍ د خپلو عزیزانو د برخلیک په اړه معلومات نه‎لري او لاهم د هغو راتګ ته سترګې په لاره دي.

XS
SM
MD
LG