د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۵۰

افغانستان

افغان ولسمشر د بهرني سیاست خپلواک ساتلو په اړه ډاډ ورکړ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو په ۹۷ کلیزه کې د بهرني سیاست د خپلواک ساتلو په اړه د حکومت د ټینګې ارادې ډاډ ورکړ.

ښاغلي غني په ارګ کې جوړو شویو مراسمو ته وویل له بده‎مرغه خپلواکي په داسې حال کې لمانځو چې د آزادۍ د دفاع لپاره د هوډ د تجدید ضرورت لرو.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"موږ بدبختانه په داسې حال کې خپله ازادي لمانځو چې د ازادۍ د دفاع لپاره د هوډ د تجدید ضرورت لرو. افغانستان به هېڅکله خپل بهرنی سیاست بل چاته تسلیم نه‌کړي."

ښاغلي غني همداراز د وسله‎والو مخالفینو پر ضد د افغان پوځیانو د مقاومت د کلکې ارادې ډاډ ورکړ او ویې‌ویل چې افغان پوځیان به د دې خاورې دښمنان په هر ځای کې چې وي له‎منځه وړي.

له انګرېزانو نه د غازي امان‌الله خان په‎ واسطه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته تر لاسه کولو ۹۷ کلیزې لپاره خاص مراسم نیول شوي او دا مراسم نن سهار رسماً د ولسمشر له‌خوا د ازادي څلي ته د ګلو د ګېډۍ په اېښودو پیل شول.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

«د افغانستان، پاکستان او ایران ترمنځ تګ راتګ کوونکي باید د پولیو واکسین وکړي»

«له پولیو پاک افغانستان» خبرداری ورکړی چې ټول کسان چې د افغانستان، پاکستان او ایران ترمنځ تګ راتګ کوي، باید د پولیو پر ضد واکسین شي.

یاد بنسټ نن (سې شنبې) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پولیو واکسین باید د هر عمر کسانو ته د افغانستان د داخلېدو او وتلو پر مهال په سرحدي دروازو کې ورکړل شي.

تر دې وړاندې هم دې بنسټ ټینګار کړی و چې له پاکستان څخه راستنېدونکي ماشومان باید د پولو پر ضد واکسین شي، څو د پولیو ویروس د خپرېدو مخه ونیول شي.

راپورونه وايي چې سږ کال په پاکستان کې د پولیو مثبتې پېښې زیاتې شوې دي، چې له امله یې د پولې دواړو غاړو ته د ویروس د لېږد او د عامې روغتیا د خطرونو په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.

افغانستان هم سږ کال د پولیو دوې مثبتې پېښې ثبت کړي دي، چې یوه په بادغیس او بله په هلمند ولایت کې وه. دا موضوع ښيي، سره له دې چې د واکسین پراخ کمپاینونه روان دي، خو دا ناروغي لا هم په بشپړ ډول له منځه نه ده تللې.

هند وايي، د افغانستان د درملو اړتیاوې د اوږدې مودې لپاره پوره کوي

د هند د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د روغتیا وزیر د ډیلي د سفر له پای ته رسېدو یوه ورځ وروسته اعلان وکړ چې هند به د افغانستان د درملو اړتیاوې په اوږدمهاله ډول پوره کړي.

دغه اقدام د دې لپاره شوی، څو پر پاکستان د افغانستان د درملو د وارداتو اتکا کمه شي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت پرون (دوشنبې) په یوه خبرپاڼه کې د هند او افغانستان د روغتیا وزارتونو ترمنځ د یوې ګډې کاري ډلې د جوړېدو خبر هم ورکړی دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې هندي چارواکو د بشري مرستو د دوام او له طالبانو تر ادارې لاندې له افغانستان سره د روغتیايي همکاریو د پراخولو پر خپلې ژمنې ټینګار کړی دی.

څه باندې ۱۴۰ افغانان له اسلام اباده جرمني ته ورسېدل

له اسلام اباده جرمني ته د افغانانو د انتقال پروسه
له اسلام اباده جرمني ته د افغانانو د انتقال پروسه

د جرمني حکومت لخوا تنظیم شوې چارټر الوتنې د دوشنبې په ورځ ۱۴۱ افغان وګړي جرمني ته ورسول.

د جرمني خبري اژانس ډي پي اې په وينا، د جرمني د کورنيو چارو وزارت وياند تاييد کړه چې الوتکه په هانوور کې ښکته شوه.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته دوی ته د جرمني له خوا د پناه ژمنه ورکړل شوې وه. دوی به د جرمني په مختلفو ایالتونو مېشت کړای شي.

پاکستان د جرمني حکومت ته د دې کال تر پایه پورې وخت ورکړی چې د دې خلکو د منلو پروسه بشپړه کړي. که نه نو، چارواکو وویل، دوی به افغانستان ته واستول شي. په هرصورت، د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ پوله اوس مهال په لویه کچه تړل شوې ده.

شاوخوا ۶۵۰ افغان اتباع چې مخکې یې د داخلې ژمنې ترلاسه کړې وې، په دې وروستیو کې د جرمني فدرالي حکومت څخه وروستی منفي ځواب ترلاسه کړ؛ مګر دوی ته وړاندیز شوی و چې افغانستان یا بل کوربه هیواد ته د ستنیدو لپاره پیسې او مالي مرستې ورکوي.

افغانستان او کویټ فوټسال کې لوبه مساوي کړه

د افغانستان د فوټسال د ملي ټیم غړي
د افغانستان د فوټسال د ملي ټیم غړي

د افغانستان او کوېټ د فوټسال ملي ټیمونو تر منځ لوبه بېګا (د دوشنبي په شپه) مساوي پای ته ورسېده.

لوبه د کوېټ په کوربه توب ۳ – ۳ ختمه شوه.
د افغانستان لپاره دری ګولونه فرزاد محمودي، امید قنبري او حمید رضا حسیني وهلي.

تر دې مخکې هم یادو ټیمونو وړمه ورځ خپله لوبه ۴ – ۴ مساوي کړې وه.

دا دواړه ټیمونه د اسیا جام د ۲۰۲۶ کال په سیالیو کې ګډون لري او دا لوبې هم د یادو سیالیو لپاره یو چمتووالی ګڼل کېږي.

دوه افغانان لندن کې د غلا او چل - دوکو په تور په بند محکوم شول

بلال هوتک او رحمت خان محمدي
بلال هوتک او رحمت خان محمدي

د لندن یوې محکمې دوه افغانان د همجنسګرایانو له کورونو د غلا په تور په بند محکوم کړل.
د انګریزي رسنیو د راپورونو له مخې د دغو افغانانو محاکمه پرون شوې.

محکمې د دغو دوو افغانانو نومونه رحمت خان محمدي او محمد بلال هوتک یاد کړي.

د راپورونو له مخې دوی د ۲۰۲۴ کال له اکتوبر راهیسې د همجنسګرایانو د ملګرتیا د یوه اپلیکشن له لارې ګڼ همجسنګرایان تېر ایستلي او د هغوی له کورونو یې مبایلونه او پیسې غلا کړي.

رحمت خان په پنځو کلونو او بلال په درې نیم کاله بند محکوم شوی.

یوولس کسان د مخدرو موادو د خرڅلاو او قاچاق په جرم کابل کې په درو ووهل شول

افغانستان کې د طالبانو حکومت نن یوولس کسان د مخدرو موادو د خرڅلاو او قاچاق په جرم په درو ووهل.

د طالبانو د حکومت د سترې محکمې اعلامیه وايي دغه تعزیري سزا د کابل ولایت د نشه یې توکو او مسکراتو دمخنیوي د ابتدايی محکمې لخوا تطبیق او یاد کسان له ۷میاشتو تر۳ کلونو په تنفیذي حبس هم محکوم شوي دي.

سره لدې چې نور جزییات نه دی ورکړل شوي خو د طالبانو حکومت وروستیو کلونو کې د بدني سزا او اعدام ګڼ موارد علني تطبیق کړي دي.

دافغانستان دبشري حقوقو لپاره د ملګرو ملتونو خاص راپورتر ریچارډ بینیت په دې هکله اندیښنه څرګنده کړې اودد غې پالیسۍ د سملاسي درولو غوښتنه یې کړې.

افغانستان کې د څښاک د پاکو اوبو کمی

هلکان په بوشکو کې د څښاک اوبه کورونه ته وړي ، کندهار ، ارشیف
هلکان په بوشکو کې د څښاک اوبه کورونه ته وړي ، کندهار ، ارشیف

اروپايي اتحادیه وايي افغانستان کې ۲۱ ملیونه خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نلري.

د اسیا- پاسیفیک لپاره د اتحادیې د بشري مرستو دفتر د دوشنبې په ورځ په ایکسپاڼه ولیکل چې په افغانستان کې اوبه د کلونو جنګ او د اقلیم د خرابیدو له کبله ډیرې کمي شوي دي.

اروپايي اتحادیه وايي اړمنو کورنیو سره د اوبو د راویستلو لپاره د لاسي پمپونو او د څاګانو په کیندلو کې مرسته کوي.

مخکې تردې، یونیسیف یاد کوچنیانو لپاره دملګرو ملتونوصندوق خبرداری ورکړی وو چې په کابل کې د اوبو زیرمې امکان لري تر ۲۰۳۰ کال پوري په پشپړه توګه پای ته ورسیږي.

یونیسف زیاته کړه چې په افغانستان کې له هرو لسو کسانو څخه اته کسان د څښاک لپاره له غیرصحي اوبو کار اخلي.

بلوچستان کې ترافیکي پیښې لس افغانان مړه کړي

ارشیف
ارشیف

لږ تر لږه لس افغانان د پاکستان په بلوچستان ایالت کې یوې ترافیکي پیښې مړه کړي دي.

ځایي چارواکو د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو مشال څانګې ته ویلي چې پېښه پرون یکشنبه په چاغي ولسوالۍ کې د یوه مسافر وړونکي موټر او ټانکر د ټکر له کبله شوې.

یوې سرچینې، چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له کبله یې نوم واخیستل شي، وویل چې دغه ازبک ټبره افغانان د ځایي قاچاق وړونکو په مرسته ایران ته پر لاره وو.

تراوسه د پيښې ډېر جزییات معلوم نه دي او پاکستان کې د طالبانو د حکومت سیاسي استازو هم پر پیښه تبصره نه ده کړې.

سالنګ لار د مسافر وړونکو موټرو په مخ خلاصه شوه

عکس له ارشیفه
عکس له ارشیفه

د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت وایي چې د سالنګ لار پرون ماښام د مسافر وړونکو موټر په مخ خلاصه شوه.

د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، سالنګونو کې لا هم د واورو د پاکوالي هڅې روانې دي څو لار د ترانسپورتي موټرو تګ ته هم چمتو شي.

سالنګ لاره پرون یکشنبه سهار مهال د واورو او توپان له کبله د هر ډول تګ راتګ په مخ بنده شوه.

سالنګ یوه مهمه ترانسپورتي لاره ده چې کابل له پنځلسو شمالي او شمال ختیځو ولایتونو سره نښلوي.

دغه غرنۍ او له پیچومو ډکه لار د ژمي پر مهال ډېره زیانګالې ده او وخت نا وخت د ترافیکو په مخ بندېږي.

سالنګ کې ترافیکي پیښې ۶ تنه مړه کړي، دغه لویه لار د توپان او واورو له کبله بنده شوه

ارشیف
ارشیف

په شمالي سالنګ کې ترافیکي پیښې ۶ تنه مړه کړي او ۴۲ نور یې ټپيان کړي دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس لیکلي چې پیښه تیره شپه د کنګل له کبله د یوه ۵۸۰ ډوله مسافروړنکي بس د چپه کېدو له کبله شوې.

د پنځو تنو ټپيانو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

بل لورته نن یکشنبه ماسپښین مهال دغه لاره د واورو او توپان له کبله د هر ډول تګ راتګ په مخ وتړل شوه.

سالنګ یوه مهمه ترانسپورتي لاره ده چې کابل له پنځلسو شمالي او شمال ختیځو ولایتونو سره نښلوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG