د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۶

په افغاني ټولنه کې د سفر د تګ فلکلوریک ارزښت


په سفر تلې در جګه نه شوم

تر پښو مې لاندې شو، د زلفو تنابونه

ایا کله مو سفر کړی؟ او که کړی مو وي، له کوره د وتلو پر وخت له څه ډول رواجونو سره مخ شوي یاست؟

ځینې چې له کوره د مسافرۍ په طرف ځي، نو د کور ښځینه غړي پسې اوبه پاشي، پلونه یې نه ورانوي او په خندا یې رخصتوي، تر څو مسافري یې په خوښی سره تېره شي.

د نړۍ په هره ټولنه کې چې کله د کورنۍ غړي له کوره د سفر لپاره رخصت اخلي، ځینې ځانګړي مراسم ترسره کوي، په یو شمېر ټولنو کې دا مراسم درانه وي، مګر په ځینو کې بیا ډېر ساده او اسانه وي، خو په ټولو ټولنو کې دا چاره حتمي ده چې د رخصتېدا په وخت کې په سفر تلونکي په خندا او خوشحالۍ سره رخصتوي.

موږ په نننۍ خپرونه کې د سفر په اړه غږیږو، غواړو چې له هغه باورونو او عقایدو مو خبر کړو، کوم چې په افغاني ټولنه کې د سفر پر وړاندې موجود دي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:12:25 0:00
مستقیم لېنک

جوړوونکی: محبوب شاه محبوب

XS
SM
MD
LG