د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۰

په یوې ماشومې د نوم ایښودو جریان


د ګوړې اچار په دې خپرونه کې مو لومړی یوه میټینګ یعنې د یوې موسسې جلسې ته بیایو.

په جلسه کې په دې بحث کېږي چې کار له کومې سیمې پیل کړي؟... او څه کار وکړي؟

اخر ټول په دې سلا کېږي چې کار به د کابل ښار د وزیر اکبر خان مېنې او نوي ښار له سیمو پیل کوي او کرار-کرار به د ښار نورو سیمو ته ورځي، ځکه چې د اوس لپاره همدغه سیمې په امن دي.

او پرېکړه وشوه چې د تعلیمي سپیانو او پیشوګانو د ساتلو پروژه به پر مخ بیايي! دا چې ولې؟ له اورېدو وروسته پوهېدلای شئ.

ورپسې مو په یوې ماشومې باندې د نوم ایښودلو له جریانه خبروو چې پوه شئ خلک اوس په خپلو لوڼو کوم نومونه ږدي؟ ... روپۍ، ریشما اوکه تیږه؟!

او په پای کې د ښار د اطفائیې په هکله یو برګ شعر در اوروو. شعر داسې پیلېږي:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:11:00 0:00
مستقیم لېنک

د موږ د ښار اطفایه

دوه، درې مرکزه لري

د ښار دوه، درې سیمو کې

یو څوټ انکره لري

خو تل خالي وي

او اوبه نه لري!

....

جوړوونکی : ننګیارنااشنا

XS
SM
MD
LG