د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۳ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۲۵

افغانستان

چارواکي: د هلمند نادعلي به د طالبانو تر ولکې لاندې رانشي

د نادعلي ولسوالۍ له یوې سیمې څخه د افغان ځواکونو له په شاتګ وروسته د هلمند ولایت چارواکي ډاډ ورکوي چې دا ولسوالۍ به د طالبانو تر ولکې لاندې رانشي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډیو ته وویل د وسله والو د حملو د شنډولو لپاره سیمې ته اضافي سرتېري استول شوي دي:

"افغان امنیتي ځواکونه ساحې ته تللي دي چې په دې کې کومانډويي ځواکونه، ضربتي ځواکونه، خاص قطعات او تر څنګ یې هوايي قطعات هم شامل دي."

ښاغلي ځواک تایید کړه چې د وسله والو طالبانو له حملو وروسته افغان ځواکونه له چاه میرزا سیمې څخه په تکتیکي ډول ووتل.

د راپورونو له مخې وړمه شپه لسګونه وسله والو طالبانو پر نادعلي ولسوالۍ حمله وکړه.

سرچینو په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې وسله وال د ولسوالۍ مرکز ته ډېر نژدې شوي دي.

په همدې حال کې د هلمند چارواکو ویلي څلور مشکوک کسان چې غوښتل یې نادعلي ولسوالۍ ته وسلې او مهمات قاچاق کړي وژل شوي.

د هلمند ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې ویلي چې دا کسان پرون د امنیتي ځواکونو له خوا ووژل شول.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د اورګاډي له لارې د ایران او افغانستان سوداګري ۹ برابره زیاته شوې

ارشیف، افغانستان سره د اورګاډي له لارې سوداګري
ارشیف، افغانستان سره د اورګاډي له لارې سوداګري

کابل کې د ایران سفارت وايي د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۹ برابره زیاته شوې ده.

د ایران سفارت چارواکو د دوشنبې په ورځ په خپله اېکس‌پاڼه ولیکل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اورګاډي له لارې د اموالو انتقالات چې پخوا په کال کې ۱۵ زره ټنه وو اوس په میاشت کې شاوخوا ۱۳۰ زرو ټنو ته رسېدلي دي.

ایراني چارواکي اټکل کوي چې دغه کچه به په یوه کال کې شاوخوا ۵۰۰ زره ټنو ته ورسېږي.

افغان سوداګرو وروسته له دې چې په تېر اکټوبر میاشت کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تجارتي لارې وتړل شوې د منځنۍ اسیا او ایران بندرونو ته مخه کړه.

خو بل‌خوا د امریکا ولسشمر ډونالد ټرمپ د تېرې چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې هر هېواد چې ایران سره مرسته یا راکړه ورکړه وکړي، نو په ټکو یې له "ډېرې درنې سزا" سره به مخ شي.

WHO په افغانستان کې د پولیو د څلورو نویو پیښو د ثبتیدو خبر ورکوي

هغه ماشوم چې د ګوزڼ یا پولیو له امله يې  ټول بدن فلج شوی دی
هغه ماشوم چې د ګوزڼ یا پولیو له امله يې ټول بدن فلج شوی دی

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په افغانستان کې د پولیو د څلورو نویو پېښو د ثبتېدو خبر ورکړی.

د ملګرو ملتونو دې ادارې د یکشنبې په ورځ په یوه راپور کې ویلي چې د پولیو دوه مثبتې پیښې په هرات، یوه په پکتیکا او یوه هم په کندهار کې ثبت شوي دي.

د نویو پېښو له ثبتېدو سره، په روان میلادي کال کې په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۱۹ ته ورسېد.

افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ناروغي پکې لا نه ده له منځه وړل شوې.

په روان کال کې په پاکستان کې هم د پولیو درې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

WHO: په ټول افغانستان کې یې د زرګونو خوارځواکو ماشومانو په ګډون لسګونو زره کسانو ته اړین روغتیایي خدمتونه برابرکړي دي

د روغتیا نړیوال سازمان WHO په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته د زرګونو ماشومانو په ګډون لسګونو زره کسانو ته د روغتیایي اړینو خدمتونو د برابرولو خبر ورکوي. د دې سازمان د افغانستان څانګې نن دوشنبې په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې د افغانستان د بشري مرستو د صندوق په ملاتړ یې په ټول افغانستان کې د زیانګالو ټولنو له ۴۲ زرو څخه زیاتو کسانو ته اړین روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي، نږدې ۸ زره هغه ماشومان یې چې په شدیدې خوارځواکۍ اخته وو، تر درملنې لاندې نیولي او د ناروغیو د څارنې سیستم یې پیاوړی کړی څو د ناروغیو خپرېدل په لومړیو پړاوونو کې تشخیص او پر وړاندې یې پر وخت اقدام وشي. د روغتیا د نړیوال سازمان په خبره د دغو شمېرو تر شا روغ او سالم ماشومان، پیاوړې ټولنې او هغه کورنۍ ولاړې دي چې په خورا اړین وخت کې ورته لازم روغتیايي خدمات رسېږي. تردې مخکې د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې اوچا د یکشنبې په ورځ وویل چې په افغانستان کې روغتیایي اړتیاوې له هغه څه زیاتې دي چې دا اداره وکولای شي هغه تمویل کړي. اوچا وویل چې د روغتیایي سکټورلپاره د اړتیا وړ ۱۹۱ میلیونو ډالرو له جملې تراوسه ۷۱ میلیونه ډالر ترلاسه شوي دي.

اوچا: په افغانستان کې روغتیایي اړتیاوې زیاتې دي خو کافي بودیجه نه لري

د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره اوچا وایي، په افغانستان کې روغتیایي اړتیاوې له هغه څه زیاتې دي چې دا اداره وکولای شي هغه تمویل کړي. اوچا د یکشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې ګرځنده روغتیايي ټیمونه یې د افغانستان د بشري مرستو د صندوق په ملاتړ، په لیرې پرتو سیمو کې خلکو ته د ژوند ژغورنې روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي. خو د دې ادارې په خبره اړتیاوې له موجودو سرچینو ډېرې دي. اوچا وایي د روغتیا سکټور یوازې ۳۷ سلنه تمویل شوی او تراوسه د اړتیا وړ ۱۹۱ میلیونو ډالرو له جملې ۷۱ میلیونه ډالر ترلاسه شوي دي.

UNDP: د افغانستان کلیوالي سیمې له کافي بریښنا بې برخې دي

ارشیف
ارشیف

د ملګروملتونو پراختیایي پروګرام UNDP وایي، په افغانستان کې د باور وړ برېښنا نشتوالی لا هم د روغتیايي خدمتونو، زده‌ کړو، د خلکو د معیشت او سیمه ‌ییزو اقتصادونو لپاره یوه ستره ننګونه ده. د افغانستان لپاره د دې پروګرام څانګې د یکشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې

د افغانستان یوازې شاوخوا ۴۰ تر ۴۲ سلنه خلک له ملي برېښنا شبکې سره وصل دي او په کلیوالو سیمو کې ډېری خلک لا هم له کافي برېښنايي خدمتونو بې برخې دي.

د دې پروګرام په خبره د افغانستان شرایطو ته په پام لیرې پرتو سیمو ته د ملي برېښنا شبکې غځول لا هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي او له همدې امله، د غیرمتمرکزې نوي کېدونکې انرژۍ کارول د عملي او دوامدارو حل‌لارو له ډلې یوه تر ټولو مناسبه لار بلل کېږي.

UNDP وایي، دغه وضعیت ته په پام یې په افغانستان کې د نوي کېدونکې انرژۍ پروژې پیل کړې چې له مخې یې په ښوونځیو او روغتیايي مرکزونو کې لمریز برېښنايي سیستمونه نصب شوي دي.

په سنمګان کې د یوې ترافیکې پېښه له کبله درې کسان مړه شوي

په سنمګان ولایت کې د یوې ترافیکې پېښه له کبله درې کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.

د دې ولایت د امنیه قومندان ویلي،" ټپیان د خلم ولسوالۍ سیمه ییز کلینیک ته انتقال شوي دي".

پېښه نن یکشنبې د سهار پنځه بجې شوې ده.

د پېښې علت د موټر د سرعت زیاتوالی یاد شوی.

جنوبي کوریا له اړمنو افغانانو سره درې میلیونه ډالره مرسته اعلان کړې

جنوبي کوریا له اړمنو افغانانو سره درې میلیونه ډالره مرسته اعلان کړې.

د خوړو نړیوال پروګرام(ډبلیو اف پي) نن یکشنبه پر خپلې ایکس پاڼې لیکي،" دغه درې میلیونه ډالره شوې مرسته به په افغانستان کې پر اړمنو ښځو او ماشومانو تر راتلونکو ۱۲میاشتو وویشل شي".

دا مرسته د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزارت له اړمنو افغانانو سره کړې ده.

د ازادو سیالیو لوبغاړي جاوید بشارت خپل بلجیمي سیال مات کړ

جاوید بشارت
جاوید بشارت

د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړي جاوید بشارت نن یکشنبه سهار د "پي‌اف‌ال" سازمان په لوبه کې خپل بلجیمي سیال موسار ایبرګیموف ته ماتې ورکړه.

د ازادو سیالیو په لوبو کې دا د ښاغلي بشارت۱۷مه بریا وه.

د ازادو سیالیو بل لوبغاړي نصرت حق پرست بیا د "یواف‌سي" سازمان په سیالۍ کې نن له خپل امریکايي سیال کریس پادیلا ماتې وخوړه.

دا د ښاغلي حق پرست اوومه ماتې وه.

نن یکشنبه د هېواد په ۱۲ولایتونو کې د وروښتونو اټکل شوی

نن یکشنبه د هېواد په ۱۲ولایتونو کې د وروښتونو اټکل شوی.

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلنډ وزارت د هوا پیژندنې ریاست په بدخشان، تخار، پنجشیر، بغلان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، غزني او پکتیکا ولایتونو کې د باران او له کبله يې د سیلونو د راوتو خبرداری ورکړی دی.

وړاندې په مرکزي، ختیځو، سویل ختیځو او لویدیځو ولایتونو کې د تیزو بادونو او خارورو د رالوتو اټکل هم شوی دی.

وروستیو شدیدو بارانونو او سیلونو د نورستان په ګډون په ختیځو ولایتونو کې خلکو ته پراخ ځاني او مالي زیان رسولی وو.

طالبانو په ټول هیواد کې هر ډول مظاهرې منع اعلان کړې

د طالبانو د عدالیې وزارت اعلان وکړ چې د پولیسو لپاره یې یو نوی قانون تصویب کړی چې په ټول افغانستان کې هر راز مظاهرې منع کوي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا قانون، چې دوه څپرکي، ۵ فصلونه او ۵۳ مادې لري، د دوی د مشر هیبت الله اخوندزاده له لوري توشیح شوی او په رسمي جریده کې خپور شوی دی.

د دې قانون په پنځوسمه ماده کې ویل شوي چې د افغانستان په ټوله خاوره کې هر ډول مظاهرې منع دي.

د دې قانون تطبیق د کورنیو چارو وزارت دنده بلل شوې او د پولیسو، چې دوی پرې شرطه نوم ایښی، ځینې نور مسوولیتونه هم یاد شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG