د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

په نشه یې توکو د روږدو خطرونه


که چېرې په کابل کې د پل سوخته سیمې، د پل محمودخان او پلې خشتي شاوخوا کوټې سنګي، کابل سیند، زرنګار پارک، د نوي ښار پارک، د ده بوري پارک د نادرخان تپې او ان ځینې پلو لارو ته ځیر شئ ډیری معتادین ویني چې مړاوې زیړې،خوارې څېرې، جړ ویښتان، خېرنې څیرې جامې،خلاص ګریوان په ویره کې ناست وي، په ځینو سیمو کې یې بیا پټو یا څادر په سرونو غوړولی وي څلور پیځه کسانو ځای نشه کوي.

کله ناکله خو معتادې میرمنې هم ورګډې شي د اعتیاد عمده عوامل، رواني ستونزې، د هېواد جنګي حالات، بې کاري او فقر، بد ملګري، کورني مشکلات، د کورنۍ د غړو اعتیاد او تر ټولو مهم علت یې د نشه يي توکو ډیروالی، په اسانی سره یې پیدا کیدل، او د مسؤلو کسانو بې پروايي چې په دې برخه کې یې کوي کیدلی شي.

تجربو ښودلې چې د معتاد شخص تر ټولو زیات خطر خپلې کورنۍ ته رسیږي، قتل، غلا ، د بدن د غړو غوڅول ، کورنی خشونت ، د بچیو وژل د ښځو خرڅول هغه څه دي چې په اکثره سیمو کې معتادینو رامنځته کړي.

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:12:40 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG