د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۶

ځینو کورنیو ته بیلتون ولې یو لوی شرم ښکاري؟


ښایي تاسو هم لیدلي یا اوریدلی وي چې به ځینو سیمو کې له سلو کسانو نه هم ډېر په یوه کورکې ژوند کوي، ترونه، ورونه، زامن،لمسیان، کړوسیان، کودیان، پردیان همداسې څو نسله یو ځای اوسیږي، په داسې کورنیو کې بیا میرمنې د کور د پاکۍ او خوړو برابرولو له وجې ډیرې ستړې او ستومانه وي.

د کورنۍ نارینه وو ته بیلتون یو لوی شرم ښکاري وایي، که ورونه سره جلا شي کورکلي خبرې پسي کوي داسې کورنۍ هم شته چې ټوله ورځ یې لانجې وي بیا هم نه غواړي چې خپل کورونه بیل کړي.

د هغو کسانو چې به ګډ کور کې ګذاره نه کیږي د یو ځای اوسیدلو لپاره بېلابېل دلایل لري د غزني اوسیدونکی محمد رسول کورنۍ له هېواد سره تشبه کوي، هغه زیاتوي چې که کورنۍ یو ځای ژوند وکړي نو هېوادوال به هم سره ټول او یو غږ وي.

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:11:06 0:00
مستقیم لېنک



XS
SM
MD
LG