افغانستان
ولسمشر په ارګ کې له جنرال جوزف ډانفورد سره وکتل
افغان ولسمشرمحمد اشرف غني نن ارګ کې د امریکا د متحده ایالاتو له لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورد سره وکتل او دواړو لورو د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا، ترهګرۍ سره د مبارزې او سیمه ییزو مسایلو په اړه بحث وکړ.
له ارګ څخه په دې اړه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جنرال ډانفورډ په دغه کتنه کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل تجهیز او روزنې په برخه کې د خپل هېواد د ملاتړ او دومداره مرستو ډاډ ورکړ.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشرغني هم په یادو برخو کې د امریکا د متحدو ایلاتو او ټولو نړیوالو همکارانو د همکارېو مننه وکړه او د افغان د ځانګړو او هوايي ځواکونو د تجهیز او پیاړوتیا غوښتنه یې وکړه.
په خبرپاڼه کې دغه شان راغلي چې ولسمشرپه دغه کتنه کې د نړۍ له ټولو هېوادونو وغوښتل چې د ترورېزم په وړاندې په مبارزه کې برخه واخلي.
د یادونې ده چې اجراییه ریس عبدالله عبدالله هم نن له جنرال ډانفورد سره کتلي او د یادو موضوعاتو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
مجاهد: ریس الوزرا او د مالیزیا صدراعظم په سیمه کې د روان وضعیت په اړه خبرې وکړې
د طالبانو حکومت د مالیزیا له صدراعظم داتو محمد انور ابراهیم سره د ریس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د ټیلفوني خبرو خبرورکوي.
په هغه خبرپاڼه کې چې د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې خپره کړې ویل شوي چې د مالیزا صدراعظم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستي وضعیت په اړه خواشیني څرګنده کړه او هیله یې وښوده چې دغه کړکیچ د خبرو اترو له لارې حل شي. د خبرپاڼې له مخې هغه ویلي چې مالیزیا هڅې کوي چې له دواړو لوریو سره په تفاهم په دې برخه کې خپل عملي رول ولوبوي. د خبرپاڼې له مخې په دې خبرو کې د طالبانود حکومت پردریځ ټینګارشوی او ویل شوي چې دوی د تفاهم او خبرو له لارې د مشکلاتو پرحل باور لري خو د تیري په صورت کې له خپلې خاورې او ولس څخه دفاع خپل مشروع حق بولي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ نوې شخړې هغه مهال پیل شوي چې پاکستان تیره اونۍ پرافغانستان هوایي بریدونه وکړل او طالبانو یې هم په وړاندې غچ اخیستونکي بریدونه پیل کړل.
نن جمعه په ۱۴ ولایتونو کې د سختو بارانونو او واورو اټکل
د طالبانو د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپیژندنې اداره نن جمعه د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د سختو بارانونو او واورو اټکل کړی دی.
دې ادارې د پنجشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې د غور، سرپل، بلخ، سمنګان، بغلان، کندوز، تخار، بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پنجشیر او پروان ولایتونو په مختلفو برخو کې د باران اندازه د لسو نه تر ۲۵ ملي مترو او د واورې کچه له لسو نه تر۲۵ سانتي مترو پورې اټکل شوې ده.
همدارنګه د سالنګونو په ګډون په مرکزي ولایتونو کې د تیزو بادونود پیښیدو احتمال شته چې د سرعت کچه یې په بیلابیلو سیمو کې په ساعت کې له پنځوسو نه تر۷۵ کیلومترو پورې اټکل کیږي. دې ادارې د افغانستان په ګرمسیرو سیمو کې د سیلابونو اټکل کړی دی.
د طالبانو حکومت: روانه اونۍ د پاکستان له زندانونو دوه سوه افغان کډوال ازاد او افغانستان ته ستانه شول
د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت وایي، روانه اونۍ د پاکستان له زندانونو څخه دوه سوه افغان کډوال ازاد او بیرته هیواد ته ستانه شول.
دې وزارت د پنجشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې دغه کډوال چې له یوې ورځې نه نیولې تردوو میاشتو پورې یې په بند کې تیره کړې، د کندهار د سپین بولدک د لیږد په امریت کې ترثبت او د مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي مینو ته ولیږدول شول. دې وزارت تیره اونۍ هم د پاکستان له زندانونو د ۷۵ افغان کډوالو د خوشې کیدو او هیواد ته یې د ستنیدو خبر ورکړی و. پاکستاني چارواکو په دې وروستیو کې په هغه هیواد کې پرافغان کډوالو فشارونه زیات کړي او په ټولو ایالتونو کې یې په تیره د بې اسناده افغان کډوالو د نیولو بهیرګړندۍ کړی دی.
م.م. د افغانستان او پاکستان ترمنځ په نښتو کې د ملکي افغانانو ژوند ته د پاملرنې غوښتنه وکړه
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټېفن دوجاریک د پاکستان او افغانستان ترمنځ د روانو نښتو په ترڅ کې په افغانستان کې د ملکي وګړو د ساتنې پر اړتیا ټینګار کړی دی.
هغه د چهارشنبې په ورځ (د حوت ۱۴مه) په یوه خبري غونډه کې وویل:
«په افغانستان کې راپورونه ښيي چې د سرحدي سیمو د توپچي بریدونو او هوايي حملو له امله عام ولس ته مرګ ژوبلې او د خلکو کورونو ته زیان اوښتی دی.»
دوجاریک زیاته کړه چې باید د ملکي وګړو او ملکي زیربناوو ساتنه وشي او جګړه باید د بېګناه خلکو ژوند له خطر سره مخامخ نه کړي.
د ملګرو ملتونو ویاند وویل چې د وضعیت خرابېدو د افغانستان د کونړ ولایت بېځایه شوي خلک هم سخت اغېزمن کړي دي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې د وروستیو زلزلو له امله بېکوره شوي او اوس په موقتي سرپناوو کې اوسي.
د افغانستان او پاکستان د شخړو په اتمه ورځ پر کندهار د پاکستان د بمبارۍ هڅه شوې
په کندهار کې پر قول اردو د پاکستان د هوايی بریدونو په اړه د خبرونو له خپرېدو وروسته طالب چارواکي وايي چې ځواکونو یې په بلوچستان ایالت کې د پاکستان پر سرحدي پوستو بریدونه کړي دي.
د افغانستان ملي راډیو تلویزیونو چې د طالبانو تر کنترول لاندې دی، نن سهار (پنجشنبه) وویل چې د پاکستان جنګي الوتکو تېره شپه هڅه وکړه چې په کندهار کې پر قول اردو بمباري وکړي خو له عکس العمل سره مخامخ شوې او په خپله هڅه کې ناکامې شوې.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې نن اتمه ده. تر دې مخکې د دواړو خواوو د نښتو او بمباریو ډېر تمرکز د افغانستان په ختیځ او کابل کې و خو له پرون راهیسي د کندهار او بلوچستان ترمنځ نښتو زور اخیستی دی.
په دې جګړه کې په تېره بیا په افغانستان کې لسګونه ملکیان هم وژل شوي دي.
په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی ماموریت د لومړنیو شمېرو پر اساس، د سې شنبې تر ورځې د ۴۲ تنو ملکیانو وژل کېدا او د ۱۰۴ نورو ټپي کېدا تایید شوې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې د وحشي بولیو ویروس په خپرېدو دی
د ملګروملتو د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د وحشي پولیو ویروس لا هم په خپرېدو دی او د هېواد په جنوبي سیمو کې تر ټولو ډېرې پېښې ثبت شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د چهارشنبې په ورځ په خبرپاڼه کې ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د وحشي پولیو یا WPV1 پنځه نوې پېښې ثبت شوې دي او د هېواد په جنوبي او ختیځو سیمو کې د ویروس د خپرېدو کچه زیاته لیدل شوې ده.
د دې ادارې په وینا، په جنوبي سیمو کې د پولیو د خپرېدو یو مهم لامل د واکسین کم پوښښ او د واکسین د کور په کور کمپاینونو پر ترسره کولو کې محدودیتونه دي.
د پولیو د بېړني کمېټې غړو هم د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د کمښت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او خبرداری یې ورکړ چې دا ستونزه کوچنیو ماشومانو ته، په ځانګړي ډول په محافظهکاره ټولنو کې، د واکسین د رسیدو مخه نیسي.
د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی چې افغانستان او پاکستان د پولیو له پلوه یو واحد اپیډیمولوژیکي بلاک ګڼل کېږي او د پولیو دوامداره لېږد د دې خطر زیاتوي چې ویروس نورو سیمو ته هم خپور شي.
پر تهران او څو نورو ښارونو بریدونو نن سهار هم دوام وکړ
د ایران د پلازمېنې تهران او همداراز البرز په شمول په ځینو سیمو کې نن (پنجشنبې) سهار هم بریدونه شوي.
دا په داسې حال کې ده چې د د اسراییل دفاعي ځواکونو د چهارشنبې په ماښام اعلان وکړ چې د ایران د حکومت پر بنیادي تاسیساتو یې په «ټول تهران» کې هوايي بریدونه کړي دي.
د ایران کورنیو خبري اژانسونو تایید کړې چې په تهران کې پر څو ځایونو بریدونه شوي، لکه د مهراباد هوايي ډګر پر شاوخوا سیمه، د ازادۍ میدان لوېدیځ ته څو نقطې، تهرانسر او چیتګر. همداراز قُم ښار ته نژدې پر یوه پوځي اډه هم برید شوی دی.
بل لور ته په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې د چهارشنبې په ماښام په مریوان او سقز ښارونو کې هم ځینې هدفونه ویشتل شوي دي.
همدارشان د چهارشنبې په ماښام په یزد ښار کې بریدونه شوي. د غیر رسمي راپورونو له مخې، له هدفونو څخه یو د یزد کوهستان پارک ته نژدې د توغندیو سایټ بلل شوی دی.
د ایران دولتي رسنۍ د دې بریدونو په اړه پراخ راپورونه نه خپروي. په عین وخت کې د انټرنېټ د پرې کېدو له امله د بریدونو د ځایونو او زیانونو په اړه دقیق معلومات محدود دي.
په غبرګون کې ایران د پنجشنبې په لومړیو ساعتونو کې څو توغندي د اسرائیل پر بېلابېلو سیمو وتوغول.
د افغانستان په ۴ ولایتونو کې ۷ تنه په دورو ووهل شول
د طالبانو د حکومت ستره محکمه وایي، د چهارشنبې په ورځ ( د کب ۱۳مه) په څلورو ولایتونو کې ۷ کسان په دورو ووهل شول.
سترې محکمې پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دوه تنه په بغلان، یو کس په بلخ، درې تنه په هرات او یو تن په ارزګان کې په دورو ووهل شو.
وړاندې راغلي چې دغه کسان د خبرپاڼې په ټکو ( د نامشروع اړیکو) او ( له کوره د تیښتې) په تور وهل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو کارپوهانو د سه شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې په عام محضر کې د طالبانو له خوا بدني سزاوې ، د نړیوالو بشري حقونو نقض دی.
د طالبانو حکومت بیا وایي، دغه سزاوې د اسلامي شریعت په رڼا کې عملي کیږي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو د طالبانو د سترې محکمې د معلوماتو له مخې لیکلي چې تېر ۲۰۲۵ کال کې څه باندې ۱۱ سوه کسان په دورو وهل شوي چې ۱۷۰ په کې ښځې دي.
کابولوف: روسیه چمتو ده چې د افغانستان او پاکستان د ستونزو د حل منځګړیتوب وکړي
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، د افغانستان او پاکستان ستونزې باید د خبرو اترو او ډيپلوماسۍ له لارې هوارې شي.
کابلوف دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ ( د کب ۱۳مه) په مسکو کې د طالبانو د حکومت له سفیر ګل حسن حسن سره د کتنې پر مهال وکړې.
په مسکو کې افغان سفارت پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې کابلوف وروستۍ شخړې د اندیښنې وړ بللي او زیاته کړې ده چې هېواد یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتو دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د چین له سفیر سره پر همدې موضوع خبرې کړي، خو جزییات یې روښان نه دي.
بل لورته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي، هیواد یې چمتو دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو د پای ته رسولو لپاره د اوربند د بیا ټینګیدو په هڅو کې برخه واخلي.
اردوغان د پاکستان له صدر اعظم شهباز شریف سره په ټیلفوني خبرو کې دا چمتوالی څرګند کړی.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړه یوه اونۍ وړاندې هغه وخت ونښته چې د طالبانو حکومت د ډیورند کرښې هغې غاړې ته پر پاکستاني پوستو ( غچ اخیستونکي) بریدونه پيل کړل.
د طالبانو دفاع وزارت ادعا کړي چې په کندهار کې یې ځواکونو اوه پاکستانۍ پوستې نیولې دي
د طالبانو د حکومت دفاع وزارت ادعا کړې چې د کندهار د ۲۰۵ البدر قول اردو ځواکونو په سیمه کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو ۷ پوستې نیولې دي.
د دې وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي نن چهارشنبې په خپله ایکسپاڼه کې دغه راز ادعا وکړه چې دغو ځواکونو بیګا شپه د پاکستان لسګونه سرتېري وژلي او ټپیان کړي دي.
تر اوسه د طالبانو دا ادعا د خپلواکو سرچینو له خوا نه ده تأیید شوې او د پاکستان چارواکو هم په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.
خو تردې مخکې پاکستاني چارواکو هم ورته ادعا کړې وه چې ګواکې د دواړو غاړو تر منځ په نښتو کې یې طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.